لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

چین: ویغور مسلمانان داعش کې شاملیدل


ترکې کې ویغورو د چین سفارت سره نزدې احتجاج کړی دی
ترکې کې ویغورو د چین سفارت سره نزدې احتجاج کړی دی

چین ویلي هغه ١٠٩ ویغور مسلمانان چې تیره هفته تائي لینډ چین ته ستانه کړې دي ترکې د لارې شام او عراق کې د داعش په صفونو کې شاملیدو ته روان وو.

چین ویغورو هیواد ته د ستنیدو دفاع پس له هغې وکړه چې ملگرو ملتونو، امریکا او د انساني حقوقو تنظیمونو د ویغورو چین ته په بیرته لیږل کیدو اندیښمني څرگنده کړه او وې ویل چې د چین اقلیتي مسلمانان به د زور زیاتې سره مخ کړی شي.

د چین خارجه وزارت ویلي "غیرقانوني" مهاجرین د نړي والو قوانینو او د دوه اړخیزه معاهدو د لاندې د دواو هیوادونو ترمېنځ په همکارۍ په نتیجه کې ستانه کړی شوي دي.

د چین خارجه وزارت ویلي د ویغورو په ستنیدو د نتقید په اړه يي د امریکې خارجه وزارت یا سټیټ ډپارټمنټ ته رسمي احتجاج هم کړی دی.

د چین سرکاري خبري ادارې شنهوا ویلي چین ته بیرته لیږل شوو ١٠٩ کسانو کې ١٣ کسان داسې دي چې چین کې پرې د ترهگرۍ د کیسونو درج کیدو ورسته تښتیدلې وو. دچین په سرکاري ټیلې وژن نشر شوي تصویرانو کې لیدل کیدل چې بیرته لیږل کیدونکې ویغور په جهاز کې ناست وو، سرونه يي پټ کړی شوي وو او چینائي پولیس ورسره ناست وو.

ترکن نسل ویغور مسلمانان د چین په شمال غربي سینکیانگ صوبه کې اباد چې د پاکستان گلگت بلستان سیمې سره سرحد هم لري. په نزدې کلونو کې د زرگونو په شمیره کې ویغور خپل وطن په پریښودو مجبور شوي دي وايي د چین مامورین ورسره په مذهبي او اقتصادي توگه د تَعصب سلوک کوي.

چین ته بیرته لیږل شوي ویغور د تیر یو کال راهسې تائي لینډ کې قید وو چې هیواد ته په غیرقانوني توگه د تلو په الزام نیول شوي وو. د تائي لینډ مامورینو ویلي بیجنگ ورته تسلي ورکړې ده چې دغه ویغورو ته به څه نه ویل کیږي. د تائي لینډ په اقدام ترکي هم احتجاج کړی دی. ترکې وايي ویغور ددوي هم نسل ترکان دي چې دوي سره شریکه ژبه او ثقافت لري.

چین ویغورو سره د بدسلوکۍ خبره ردوي. ورستۍ موده کې سنکیانگ د پرتشدد پیښو ښکار شوی دی او چینائي چارواکي وايي سېمه کې يي د اسلامي وسله والو خلاف کاروائي شورو کړې ده.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG