لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په امریکا کې د کرونا دلاسه بې روزګاري زیاته شوي


صدر ټرمپ او د خزانې وزير سټیو منوشن. صدر ډانلډ ټرمپ ویلي حکومت به امریکایانو سره مالي امداد کوي او د پېسو چېکونو به ورلیږي
صدر ټرمپ او د خزانې وزير سټیو منوشن. صدر ډانلډ ټرمپ ویلي حکومت به امریکایانو سره مالي امداد کوي او د پېسو چېکونو به ورلیږي

په داسې مهال چې کرونا وایرس د امریکې په اقتصاد منفي اثر کړی دی د هېواد د کارکوونکو د چارو وزارت ویلي د تېرې هفتې راهسې په ملک کې بې روزګاري زیاته شوي ده.

لېبر ډپارټمنټ یا د خوریکښو د چارو وزارت د زیارت، پنجشنبې، په ورځ په خپلو شمېرو کې وویل حکومت ته د بې روزګارو خلکو د طرفه د معاوضې په درخواستونو کې زایاتولی شوی دی.

وزارت وویل تېره هفته ۲۸۱۰۰۰ کسانو د بې روزګارۍ په صورت کې د حکومت د مرستې دپاره خواستونه جمع کړل. د دې نه وړاندې هفته کې د دغه ډول خواستونو شمیره ۷۰۰۰۰ وه چې په تېرو دوو نیمو کلونو کې تر ټولو زیاته شمیره وه.

اقتصاد پوهان اټکل کوي چې د مارچ د میاشت تر اخیره پورې د یو مېلین یا د لسو لکو نه زیات امریکایان روزګارونه دلاسه ورکولی شي.

په دوکانونو، هوټلونو او رېسټورانټونو کې هغه کارکوونکي د بې روزګارۍ د خطر سره زیات مخامخ دي چې روزګار یې مستقل نه دی او د ګنټې په حساب ورته ته کار پېسې ورکړی کیږي.

د وفاقي حکومت ترڅنګ ریاستي حکومتونه هم وايي چې د بې روزګارۍ په صورت کې د حکومت د مالي مرستې دپاره خواستونه زیات شوي دي.

د سرښار واشنګټن سره نژدې ورجینیا ریاست ویلي د بې روزګارۍ د معاوضې دپاره خواستونو کې ۳۳ چنده زیاتوالی شوی دی. په پنسلوېنیا او کالوراډو ریاستونو کې بې روزګارۍ دپاره د مالي معاوضي خواستونه ۲۰ چنده زیات شوي.

د کرونا وایرس د خورېدو وروسته د امریکې د ونډو بازار یا سټاک اېکسچینج هم غورځیدلی دی او صدر ډانلډ ټرمپ ویلي حکومت به امریکایانو سره مالي امداد کوي او د پېسو چېکونو به ورلیږي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG