د امریکې د بهرنيو چارو وزارت ویاند مېتهيو میلر د ګل/ دوشنبې په ورځ ویلي، امریکې د سفارتي اړيکو د لارې په هيوادونو غږ کړی چې ايران ته اووايي، په مينځني ختيځ کې تاو تريخوالی يا کړکېچ به یې په ګټه نه وي.
ميلر خبري غونډې ته ويلي، دا د سيمې دپاره "سخت وخت" دی، او د امریکې د بهرنيو چارو وزیر انتني بلينکن په ټيليفونونو رابطې کوي چې په سيمه کې تاو تریخوالی راکم کړي، خو ورسره یې ويلي، امریکا د هر ډوله امکاناتو دپاره تياری هم کوي.
تيره اوونۍ د ايران په پلازمينه تهران کې د حماس مشر اسماعيل هنيه په يو بريد کې وژل شوی وو، او د دغه بريد وروسته اسرايل ته د بدل اختسو ګواښ شوی، او اندېښنې نورې سېوا شوي چې د غزې شخړه به د منځني ختيځ په پراخه جګړه بدله شي.
ايران د اسماعيل هنيه د وژنې تور په اسرايل لګوي، خو اسرايلي چارواکو د دغه وژنې زمه واري نه ده منلې.
ايران د حماس ملاتړ کوي څوک چې په غزه کې د اسرايل سره په جګړه دی، او ايران د حزب الله ملاتړ هم کوي، د چا مشر چې کمانډر فواد شکر چې تېره اوونۍ په بیروت کې په بريد کې وژل شوی وو.
د امريکې د بهرنيو چارو وزير د ګل/ دوشنبې په ورځ د قطر د بهرنيو چارو وزیر شېخ محمد بن عبدالرحمان الثاني او د مصر د بهرنيو چارو وزير بدر عبدالطي سره د منځني ختيځ د کړکېچ په اړه خبرې کړي دي.
هغه ويلي، "په دغو رابطو کې يوه خبره شوې او له هيوادونو مو غوښتلي چې ايران ته پيغامونه ورسوي او په ښکاره ورته اووايي، چې شخړه سېوا کول یې په ګټه نه دي دا به شخړه نوره سېوا کړي، او دا یې بيخي په ګټه نه دي چې په اسرايل بل بريد وکړي".
خو ميلر ونه ويل، چې د واشنګټن پیغامونه د کومې لارې ايران ته رسول شوي دي.
هغه زياته کړې، "زه تمه لرم چې دوی به ايران ته پيغام ورسوي، او ايران حکومت به په دغه خبره پوی او متاثره کړي".
( د دې خبر معلومات د رویټرز خبري ادارې څخه اخستل شوي)
Forum