لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امريکا د هند نه د سيک مشر د وژنې په پلټونو کې کېنېډا سره همکاري غوښتې


پينځه پنځوست کلن نېجر د وينکور په خوا و شا کې د سيک مذهب د يو ګوردوارې په خوا کې دوو مخ پټو وسله والو په ډزو ووژلو. وژل شوی سيک د هندي پنجاب ايالت اوسېدونکی او په کېنېډا کې ددغې ګوردوارې مشر هم و
پينځه پنځوست کلن نېجر د وينکور په خوا و شا کې د سيک مذهب د يو ګوردوارې په خوا کې دوو مخ پټو وسله والو په ډزو ووژلو. وژل شوی سيک د هندي پنجاب ايالت اوسېدونکی او په کېنېډا کې ددغې ګوردوارې مشر هم و

د نړۍ يو لوی جمهوري هېواد، کېنېډې، په خپله خاروه په سیاسي بنیادنو د یو سيک رهبر د وژنې تور په یو بل لوی جمهوري ملک، هندوستان، لګولی دی. دا خبره نه یوارې بې مثاله ګڼل کېږي بلکې د دواړو هېوادونو مشترکه ملګري يې هم انديښمن کړي.

په واشنګټن او لندن کې چارواکي د کېنېډې د دې خبرې د اثراتو جاج اخلي چې هند په کېنېډا کې د سيک مشر په قتل کې لاس لري.سيک مشر درې میاشت وړاندې وژل شوی دی.

کېنېډا د ګل،دوشنبې په ورځ وویل د دې په غبرګون کې يې د هند لوړپوړی استخباراتي چارواکی د کنېډا نه شړلی. په ځواب کې يې هند د نهې،سه شنبې په ورځ د کېنېډا لوړپوړی سفارتکار د خپل هېواد نه شړلی.

د وايټ هاوس د ملي امنيت کونسل وياند ايډرين واټسن ويلي “مونږ د وزير اعظم (جسټن) ټرووډو په تورونو لګولو ډېر انديښمن يو. مونږ دخپلو کطنېډايي ملګرو سره مسلسل په رابطه کې يو. دا مهمه ده چې د کېنېډا پلټنې روانې وي او د ککړو خلکو سره انصاف وشي”.

د امريکا د وزارت خارجه يو لوړپوړی چارواکی وايي امريکا د هند نه غواړي چې د کېنېډا په پلټنو کې همکاري وکړي.

د هند حکومت وايي ټول هغه تورونه چې په کېنېډا کې هندي چارواکي په تشدد کې ککړو بې بنياده او په څه مقصد جوړ شوي دي.

ټرووډيو د نهې،سېشنبې په ورځ خبريالانو ته وويل “د هند حکومت له پکار ده چې دا مسله ډېره دقيقه واخلي او مونږ هم داسې کوو. مونږپه دې راپارول نه کوو او نه يې تېزول غواړو”.

دا تورونه کولی شي په نورو مهمو سټريټيجېک اړخونو اغېزې ولري چې کېنېډا ورسره مخ ده لکه د مثال په توګه د چين او روس په بهر کېلاس وهنه.

د کېنېډا د ملي امنيت او دفاع ميکډونلډ لارنس انسټيټيوټ د خارجه چارو ډايرېکټر جوناتن برکشاير مېلر وايي “کېنېډا د کال نه هم کم وخت کيږي چې د انډو-پيسېفېک سټريټيجي يې وړاندې کړې او د هند سره په کې د مهم همکار په حيث کار کول غواړي”.

کېنېډايي چارواکو د هرديپ سينګ نېجر چې د کېنېډا تابعت ورسره و د وژنې په تور کې د هند د لاس لرلو په اړه کوم ثبوتونه لا نه دي وړاندې کړي.

مېلر وي او ای ته وويل “زه ويرېږم چې دا پېښه به پرته له دې چې د اوټوا د تورونو لګولو څومره زور دی، په راتلونکي نسلونو به د کېنېډا اوهند په اړيکو ژور اثر ولري. د هند د پاره ولسي څېره بايللې شوې او خپل نقصان يې اړولی. په بل اړخ که دا ريښتيا هم وي او د ډيلي نېغپه نېغه ککړتيا ثابتوي هم دا ښکاره بد دي او پکار ده په سرکاري توګه بد ومنل شي. په دې کې لا ډېرې پوښتنې دي چې هند څومره دېتورونو ته نزدې دی”.

يو کېنېډايي سرچينې رويټرز خبري ادارې ته ويلي “مونږ د امريکا سره ګډ کار کوو چې پرونۍ ولسي څرګندونه يې برخه ده. د کېنېډا دهند د ککړتيا خلاف ثبوت به د وخت سره سم راښکاره کړو”.

برتانوي چارواکو د وي او ای پوښتنو ته د ځواب ورکولو نه ډډه کړې او ويلي يې دي دا مناسب نه ګڼي په دې وخت کې په روانه شخړه خپل نظر ووايي خو دا يې منلي د کېنېډايي چارواکو سره په دې اړه رابطې لري.

هند په دوامداره توګه په کېنېډا تور لګولی د خالصتان د ترهګرو او تندلارو روزنه کوي چې د هند ملي امنيت ته خطره بلل کيږي.

د کېنېډا چارواکو راروانه مياشت په ممبۍ کې کېدونکې د اقتصادي مېشن غونډې ته تګ معطل کړی خو د دواړو هېوادونو چارواکي منيترمنځ يې د تجارت خبرې اترې روانې دي.

پينځه پنځوست کلن نېجر د وينکور په خوا و شا کې د سيک مذهب د يو ګوردوارې په خوا کې دوو مخ پټو وسله والو په ډزو ووژلو. وژل شوی سيک د هندي پنجاب ايالت اوسېدونکی او په کېنېډا کې ددغې ګوردوارې مشر هم و.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG