لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د وي او اې مرکه: دفاع وزیر وایي امریکا نن د ۲۰۰۱ په نسبت، زیاته محفوظه ده


د امریکا دفاع وزیر لایډ آسټن
د امریکا دفاع وزیر لایډ آسټن

د امریکا دفاع وزیر لایډ آسټن وایي امریکا اوس د شل کاله مخکې په نسبت، محفوظه ده. آسټن چې د ۲۰۰۱ کال د سټمبر ۱۱مې ترهګرو حملو د شلم کال په مناسبت یې د وي او اې خبریالې کارلا باب سره ځانګړې مرکه کړې، ویلي دي چې د امریکا دفاعي صلاحیتونه او د حملو کولو صلاحیتونه زښته ډېر سېوا شوي دي.

آسټن وویل چې امریکا به په افغانستان کې پیدا کېدونکو او وده کوونکو خطرو ته ښه متوجه اوسي، خو په عین وخت کې به د چین له اړخه په تېزېدونکې خطرې چې هغه چین دی، خپل نظر تېز ساتي.

دا مرکه د وضاحت او لنډیز په مقصد، یو څه اېډېټ شوې ده:

وي او اې: «ښاغلی د دفاع وزیر، مننه چې نن له وي او اې سره خبرې کوئ. نن یوه ډېره خاصه ورځ ده. دا هغه ورځ ده چې مونږ دمه کوو او یوه شېبه چوپتیا غوره کوو چې شل کاله مخکې د مړو شویو کسانو یاد تازه کړو. او د هغه پېښې په یادونې سره، آیا امریکا نن د هغه څه په نسبت چې په ۱۱/۹ کې وه، محفوظ تره ده؟»

د امریکا دفاع وزیر، لایډ آسټن: «ښه، که تاسو صرف هغو صلاحیتونو ته نظر وکړئ چې مونږ له هغه وخت، له ۲۰۰۱ کال راهیسي ترلاسه کړي، زمونږ هغه صلاحیتونه چې د نړۍ په ګوټ ګوټ کې د مختلفو خطرو په اړه معلومات راجمع کړو، تجزیه یې کړو، او یا نظر ورباندې وساتو، زمونږ صلاحیتونه په ډېره زیاته اندازه اضافه شوي دي. د حملې کولو په برخه کې زمونږ په صلاحیت کې زښته زیاته اضافه راغلې ده. تر ټولو مهمه دا ده چې د یو حکومت په حیث، د اداراتو ترمنځ، که هغه د معلوماتو د شریکولو او یا د هماهنګۍ او د ټکر د مخنیوي په برخو کې وي، زمونږ کارکردګي ډېره بهتره شوې ده. نو د دې ټولو شیانو په نظر کې نیولو سره، زه به وایم چې هو، مونږ اوس محفوظ تره یو.»

وي او اې: «کله چې تاسو د هغه معلوماتو په اړه خبرې کوئ، نو اجازه راکړئ چې د انخلا مېشن ته نظر واچوو. په اپرېل کې، استخباراتي معلوماتو ښودل چې طالبان ممکن د ډسمبر شاوخوا وخت کې کابل ونیسي، د ډسمبر آخرو کې، خو چې جولای میاشت رارسېدله، بیا دا پېشبیني شوی معیاد د سټمبر آخرو ته رالنډ شو. نو ولې تاسو ته ډېره عجیبه وه چې کله طالبانو د اګسټ په نیمايي کې کابل باندې قبضه ولګوله؟»

د امریکا دفاع وزیر، لایډ آسټن: «فکر کوم هغه څه چې تاسو زمونږ نه اورېدلي دي، دا دي چې استخباراتي سنجشونو یو لړ احتمالات یا ممکنه سېناریوګانې وړاندې کولې، او هغه د وخت په تېرېدو، بدلېدلې. مونږ به په آینده کې بېرته شا ته نظر واچوو او دا به کتل وي چې څه پېښ شول، او ممکن څه کار مو د خپلو ادارو منځ کې کولی شول چې بهتره وای. خو چې تر هغو دا د ارزونې پروسه پوره نشي، زه به هېڅ ډول تخمین یا ارزونه وړاندې نکړم.»

وي او اې: «که بیا پخوا ته نظر واچوو، په جولائی کې چې تاسو دا استخباراتي معلومات ترلاسه کړل چې کابل به ډېر ژر طالبانو واک ته ورځي، آیا فکر کوئ چې هغه وخت باید تاسو د انخلا پروسه ځنډولې وه؟»

د امریکا دفاع وزیر، لایډ آسټن: «ښه، بیا هم نه غواړم چې فرضیو ته ودانګم یا کوم ډول ارزونه دلته وکړم. زه فکر کوم چې مونږ ته په کار ده چې یوه ډېره مفصله او په جزییاتو ارزونه وکړو، نه یوازې په پوځي برخه کې، بلکې په ټولو حکومتي ادارو کې.»

وي او اې: «کله چي ما د لسم نمبر غره نیزه ډېوېژن له عسکرو سره خبرې کولې، هغوی دا هیله درلوده چې کاشکې یې کولی شول د کابل ائیرپورټ ته ورسیږي. هغوی هیله مند و چې کاشکې تر دې ژر رسېدلي وای او یو څو زیات کسان یې درلودلی. آیا فکر کوئ چې انخلا مېشن باید تر دې وړاندې پیل شوی و؟»

د امریکا دفاع وزیر، لایډ آسټن: «بیا به ووایم، زما په فکر په هغه عملیاتو کې شامل زمونږ ځوانو نارینو او ښځو، یو ډېر لوی او عالي کار ترسره کړ. او فکر کوم کله چې هغوی ورسېدل، او کله چې یې ائیرپورټ محفوظه وکړ، ورته په کار وه چې د ائیرپورټ دفاع وکړي او یو لاک و څلورويشت زره کسان راوباسي. په هغو ۱۲۴۰۰۰ کې، شپږ زره (۶۰۰۰) یې امریکنیان و. او اوس چې مونږ دا خبرې کوو، لا هم خارجه وزارت د امریکایي شهریانو په انخلا باندې کار کوي. نو پوهېږئ، زما په باور زمونږ ځوانانو زبردسته کار وکړ، لکه څنګه چې مې وویل، دا تاریخي کار و، د اندازې د لحاظه او همدا راز زمونږ د عسکرو د کارکردګۍ له اړخه.»

وي او اې: «خو آیا دا آرزو لرئ چې کاشکې مو انخلا ژر پیل کړې وه؟»

د امریکا دفاع وزیر، لایډ آسټن: «بیا هم ووایم، پوهېږئ، زه، مونږ به بېرته شا ته نظر واچوو، او دا به وارزوو چې څه مو وکړل، کله مو وکړل، خو په دې پوه شئ چې مونږ خپلې فیصلې د استخباراتي معلوماتو او هغه څه چې هغه وخت هلته روان و، د هغه په بنیاد کړې دي.»

وي او اې: «مونږ د عراق او افغانستان سره، د ۱۱/۹ پېښو په بنیاد تړاو کې راغلو، او تاسو پخپله د عراق نه د امریکایي عسکرو د انخلا څارونکي وئ، خو بېرته مو ولیدل چې امریکایي عسکر درې کاله پس بېرته عراق ته ستانه شول. کله چې د ترهګرو مسئلې ته شو، د عراق او افغانستان ترمنځ شرایط یو بل ته ورته ول، نو بیا ولې تاسو د افغانستان نه هم د قواوو د انخلا څارونکي پاته شوئ؟»

د امریکا دفاع وزیر، لایډ آسټن: «فکر کوم دلته دوه خبرې دي: اول دا چې مونږ هېڅکله پوره د عراق نه ونه وتلو. لکه څنګه چې پوهېږئ، مونږ یوه برخه پوځیان عراق کې پرېښودل چې ترکیز یې د عراقیانو په تعلیم ورکولو و. خو چې تاسو دا دوه سېناریوګانې پرتله کوئ، دا یو د بل نه ډېرې فرق لري. هغوی (عراقیان او افغانان) یو د بل نه جدا خلک دي، فرق لري، او د مختلفو دښمنانو سره مقابله کوي. نو فکر نه کوم چې د دوی سر په سر پرتله کول دې د انصاف کار وي.»

وي او اې: «نو تاسو اوس (افغانستان کې) هغه مشابهتونه نه ګورئ چې په عراق کې مو لیدلي و؟»

د امریکا دفاع وزیر، لایډ آسټن: «په هرو پوځي عملیاتو کې به مشابهتونه وي، خو د خطرو په بنیاد، د دستیابو ځواکونو په بنیاد، او د هغو اتحادیانو په بنیاد چې تاسو ورسره کار کوئ، د هغو کسانو په بنیاد چې تاسو یې ملاتړ کوئ، واضحه فرقونه به هم موجود وي.»

وي او اې: «راځئ اوس په دې خبرې وکړو چې دا د ترهګرۍ ضد جنګ به اوس کومې خوا ته روان وي. نو ستاسو په باور، ترهګر اوس د نړۍ په کومه سیمه کې ډېره لېوالتیا او صلاحیت لري چې له هغه ځایه په امریکا حمله وکړي؟»

د امریکا دفاع وزیر، لایډ آسټن: «عالي پوښتنه. فکر کوم هغه څه چې مو لیدلي او هغه څه چې پوهېږئ رښتیا دي، دا دي چې بین الاقوامي ترهګر به هغو ځایونو ته د تللو کوشش او له هغه ځایه د فعالیت کولو کوي چېرته چې انتظامیه موجوده نه وي. نو د نړۍ په هره برخه کې چې مونږ د حکومتدارۍ ماتېدل او یا کمزورۍ حکومتداري وګورو، او یا هغه سیمې چې حکومت هلته نشته، مونږ کولی شو دا طمعه ولرو چې یو وخت به هلته دا امکان پیدا شي چې ترهګري فعالیتونه به هلته بیخ ټینګ کړي.»

وي او اې: «تاسو مونږ ته په بریفینګ هال کې د ځینو سیمو یادونه وکړه، نو که چېرته تاسو ته لازم وي چې یوه داسې علاقه یاده کړئ چېرته چې د هغه ځای نه د امریکا په خاورې د حملې کولو امکان ډېر ولیدل شي، نو همدا اوس به هغه کومه علاقه وي؟»

د امریکا دفاع وزیر، لایډ آسټن: «ښه، زه دلته نه غواړم چې د کومو استخباراتي ارزونو یادونه وکړم، خو مقصد مې دا دی چې مونږ په ډېرو ځایونو کې ترهګري، بین الاقوامي ترهګري فعالیتونه ګورو. مونږ یې په یقین سره افریقا کې ګورو، په صومالي کې یې ګورو، مونږ ګورو چې یو شمېر تنظیمونه هلته د آزادو فعالیتونو خیال لري.»

وي او اې: «آیا تاسو دې ته نظر لرئ چې بېرته عسکر صومالي ته ولېږئ؟»

د امریکا دفاع وزیر، لایډ آسټن: «بیا هم وایم، زه هېڅ ځای ته د عسکرو د لېږو اعلان نلرم او نه به یې په دې ډول اعلان کړم.»

وي او اې: «سمه ده، راځئ بیا د افغانستان خبره وکړو، ځکه لا هم هلته ګېر پاته یو. هلته عسکر نلرو، خو بیا هم د ترهګرۍ ضد جګړې له اړخه هلته ګېر یو، نو دا به لږ ترلږه د یو وخت دپاره ستاسو توجو د چین او روس نه هلته نه واړوي؟»

د امریکا دفاع وزیر، لایډ آسټن: «مونږ پوهېږو چې په کار ده خپل ترکیز وساتو، د دې دپاره چې ددې ملک دفاع وکړو، چې زما اوله ذمه واري همدا ده، مونږ ته په کار ده چې په بین الاقوامي ترهګرۍ نظر وساتو، او د ترهګرو مخه ونیسو چې د نړۍ له هرې علاقې نه زمونږ خاورې ته ترهګري اېکسپورټ نکړي، او مونږ به په ډېر تېز ترکیز سره په دې خطرې باندې نظر ساتلی وي.»

وي او اې: «نو، هو هغوی به مونږ د یوې مودې دپاره ګېر وساتي؟ همداسې ده؟»

د امریکا دفاع وزیر، لایډ آسټن: «نه، دا ګېر ساتل ندي. دا یقیني کول دي چې د خطرو په پیدایش سره، زمونږ نظر په هغو خطرو باندې وي، خو دا کار به مونږ پخپلو لویو چلېنجونو چې هلته شته، د نظر ساتلو نه ایسار نکړي. او تاسو اورېدلي چې زه وایم چین زمونږ په وړاندې یو تېز رفتاره چلېنج پاته شوی دی.»

وي او اې: «او په دې وجه چې تاسو نن – د سټمبر یوولسمه باندې – خپلو ویناوو کې د هغو کورنیو سره غمشریکي وښوده کوم چې کسان یې وژل شوي دي. غواړم په همدې اړه دا پوښتنه وکړم چې هغو افغانانو ته کوم چې زمونږ ترڅنګ وجنګېدل، د ۱۱/۹ نه پس مونږ سره یې اتحاد وکړ، هغه چې په دې جنګ کې یې خپل رشته داران د لاسه ورکړل، هغوی چې اوس هم د خپلې آیندې دپاره پریشانه دی، هغو ته تاسو څه پیغام لرئ؟»

د امریکا دفاع وزیر، لایډ آسټن: «مونږ یقینآ د هغوی د مرستې مننه کوو چې د هغو په ملک کې د حالاتو په بهتره کولو کې یې زمونږ د کوششونو مرسته وکړه. او د هغو د شراکت دارۍ شکریه ادا کوم، هغه کسان چې د ترجمانانو په حیث یې کار وکړ او زمونږ عملیاتو ته یې سهولت برابر کړ، یقین سره دا ویل غواړم چې د هغوی نه مننه کوم، او ورته وایم چې په آینده کې به هم مونږ د هغوی منندویه پاته شو.»

وي او اې: «ښاغلی دفاع وزیر، له تاسو مننه چې د وایس آف امریکه سره مو خبرې وکړې.»

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG