لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د ريپبلکن کنوینشن دویمه ورځ، د تیرې ورځې مهم ټکي او د ډیموکرېټ ګوند غبرګون


نن د سې شنبې نهې په ورځ، د اګسټ په ۲۵مه او د کنوینشن په دویمه ورځ تمه کیږي چې د امریکا لومړۍ میرمن میلانیا ټرمپ او د ټرمپ مشر اولادونه ایریک ټرمپ او ټیفني‌ ټرمپ به د سپینې ماڼۍ روز ګارډن څخه ویناوې وکړي.

نور مهم میلمانه او ویناوال هم دي چې په کې د امریکې د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو به د ویډیو ټېپ له لارې د اسراییل څخه خپله وینا وړاندې کړي چيرې چې په یو رسمي سفر تللی. همداراز‌ سینیټر رېنډ پال، ګورنر کیم رېنولډ، د فلوریډا ایالت لوټیننټ ګورنره جېنت نونېز، د کینټکي لوی څارنوال یا اټورني‌ جنرل ډانیل کېمرون او ځیني نور کسان خبرې وکړي.

د تیرې ورځې مهم ټکي:

د امریکا ولسمشر ډونلد ټرمپ په راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو کې د احتمالي درغلۍ په اړه خبر داری ورکړی.

نوموړي په شمالي کارولینا کې د خپل ریپبلکن ګوند کنوینشن په لومړۍ ورځ په ډیموکراټانو تور پورې کړ چې د امریکایي ولس د تېر اېستلو لپاره د کورونا وایرس کاروي.

ښاغلي ټرمپ دا ادعا هم وکړه چې د ډاګ له لارې رایه به د درغلیو سبب شي. خو بل پلو ډېموکراتان بیا وایي چې د ډاګ له لارې پخوا هم د امریکا په انتخاباتو کې رایې کارول شوي او د دې لارې تر اوسه د درغلیو په اړه کومه اندېښنه نده پیدا شوې.

د رېپبلېکنانو په کنوېنشن کې مرستیال ولسمشر مایک پينس د خپل ګوند د ملاتړ مننه وکړه او د کورونا وایرس په هکله یې وویل چې تر هغو به یې مبارزه وکړي ترڅو یې نه وي ختمه کړې. هغه د خپلو سرتېرو او پولیسو د حفاظت او قانون اصلاحاتو په هکله یادونه وکړه.

د ریپبلکن ګوند د نشنل کميټۍ مشرې رانا مکډانیېل د امریکې په اقتصاد او روزګارونو خبرې وکړې چې د کورونا وبا د راتلو تر مخه ډیر په تیزۍ سره مخ په ښه کیدو روان وو. همداراز د چین او ایران په وړاندې د ولسمشر ټرمپ پالیسي وستایله.

د ټرمپ زوی ډونلډ ټرمپ جونېر د خپل پلار کلک ملاتړ وکړ او دفاع وکړه چې پلار یې د کورونا وایرس د مخنیوي سره چابک ګامونه اخیستي‌. او هغه په ډیموکراټانو تور پورې کړ چې د جو بایډن ولسمشرۍ به ګډوډي ، تاوتریخوالي او سوشلیزم ته لاره هواره کړي.

د ډیموکرېټ ګوند غبرګون:

د ګل/دوشنبې په ماښام، د ریپبلکن ګوند قامي کنونشن په مهال د امریکا صدر ډانلډ ټرمپ د صحت کارکوونکو سره په واېټ هاوس کې لېدلي او د کرونا وبا پرضد مبارزه کې یې د دوي د کار ستاېلو تر څنګ د خپلې انتظامیې د کرونا وبا په اړه تګلاره او د امریکا راتلونکي اقتصادي ستونزو نه و تلو لپاره په دویم ځل انتخابات ګټل مهم بللي.

د ریپبلکن ګوند د کنونشن پرضد بیا ډیموکریټ ګوند لخوا د خندا یو اشتهار هم چلیدلی.‌ دغه کار تیره اونې د ډیموکرېټانو د کنونشن په مهال ریپبلکن ګوند لخوا هم شوی وو.

په امریکا کې شویو نظر پوښتنو تر مخه د انتخاباتو د ورځ راتلو ۱۰اونې وړاندې د ډیموکرېټ ګوند صدراتي کاندید جو باېډن د صدر ډانلډ ټرمپ نه ۷.۶ فیصده پواېنټونو سره مخکې دی. دغه نظر پوښتنې د ریېل کلیر پولېټکس وېب پاڼې نه اخستل شوي. خو په یو شمیر مهمو ایالتونو کې چرته چې رایې د انتخاباتو نتېجې بدلولی شي هلته د جو باېډن دغه د وړاندې والې شرحه ډیره کمه ده.

په تیرو څلورو لسیزو کې یواځې د امریکا دوه ولسمشرانو په دویم ځل خپل انتخابات بېللي‌دي. په کال ۲۰۱۶م کې ټرمپ په پېنسلوینیا، مېشي ګن او وسکانسن کې د هیلري کلنټن نه راېې ګټلې وې او دغه ایالتونو په عامه توګه د ډیموکریټانو ایالتونه ګڼل کیږي. خو سږکال نظر پوښتنې ښايي چې په دغه دریو واړو ایالتونو کې جو باېډن مخکې دی.‌

تیره شپه د ریپلکن په قامي کنونشن کې نه خو د ګوند پخواني صدر جارج ډبلیو بش او نه صدارتي کاندید مټ رومني ګډون کړی. مټ رومني د صدر ټرمپ سخت ناقد دی او د کنونشن په جدول کې یې نامه هم لیک ده. خو تیره اونۍ بیا د ډیموکریټ ګوند درې ژوندي ولسمشرانو جمي کارټر،‌ بل کلنټن او بارک اوبامه او د کال ۲۰۰۴صدارتي کاندید جان کېري، د کال ۲۰۱۶م کاندېدې هېلري کلنټن د ګوند په کونشن کې د باېډن لخوا خبرې کړې وې.‌

د دې ټاکنو په هکله تر اوسه پورې چې کومې نظرپوښتني دي هغه ښيي چې ښاغلی ټرمپ د خپل ډیموکراټ سیال جو بایډن څخه شا ته دی.

  • 16x9 Image

    منزه شهید

    منزه شهید جرمني کښې خپل ماسټري په سیاسې علومو کښې تر لاسه کړې او د کال ۲۰۱۵ راهسې د امریکا غږ ډیوه څانګې سره همکاره ده. منزه په ملټي ميډیا، راډیو او ټلویزیون کښې د شپږو کلونو اوږده تجربه لري. هغه د خبریالۍ ترڅنګ په سیاسي او ټولنیزو موضوعاتو لیکنې کوي.

    په ټوېټرې د منزه شهید سره رابطه کولی شئ:

    @MunazaShaheed

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG