لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په امریکا کې نن د شکرانې ورځ ده، دا ورځ له کومه راپیدا شوه؟


د شکرانې د اداینې په ورځ د خړتمیانو پخول، امریکاییانو کې پراخ رواج لري
د شکرانې د اداینې په ورځ د خړتمیانو پخول، امریکاییانو کې پراخ رواج لري

په امریکا کې هر کال خلک د نوامبر میاشتې پر آخري زیارت (پنجشنبې)، د شکرانې ورځ لمانځي، میلې جوړوي، خړتمیان پخوي او خوشحالۍ کوي. د شکرانې په ورځ، عمومي رخصتي (چوټي) هم وي.

دا ورځ له کومه راهیسي داسې لمانځل کیږي؟ دلیل یې څه دی؟ او څنگه یې د امریکا په معاشرې کې ځای پیدا کړی دی؟ د دغو پوښتنو د جواب دپاره په کار ده چې د امریکا تاریخ ته کتنه وشي.

د ١٧٨٩ کال په سپټمبر کې، د امریکا د ړومبي کانگرس غړي د ملک ړومبي صدر جارج واشنگټن ته ورغلل او ورنه یې وغوښتل چې په قامي کچه دې د شکرانې پرځای کولو دستوره اعلان کړي.

دغې په ظاهره عادي غوښتنې، په کانگرس کې د صدارتي اختیاراتو او د صوبائي حقونو پر سر، غوسه ناکه بحثونه راوپارول. منتقدینو د دې خبرې په باب چې په قامي کچه د شکرانې پرځای کولو دپاره دې صدارتي فرمان جاري شي، دوه غټې اندېښنې درلودې.

لومړی دا چې ځینو د شکرانې پرځای کولو ورځ، یوه مذهبي ورځ گڼله، او د مذهبي ورځو اعلان د امریکا د صدر په اختیار کې نشته. دویم، مخالفین په دې باور و چې له صدر سره په دې دلیل د ملک په کچه د شکرانې ورځې د اعلان اختیار نشته چې دا اختیار د ایالتونو له گورنرانو سره دی.

د امریکا د ځوان کهول دپاره دا یو آزمون و. امریکاییانو، انقلابي جنگ د انگریز په وړاندې گټلی و، خو امریکا ـ چې هغه وخت یې د ایالتونو شمېر ١٣ و ـ لا پوره یوه خوله او یو موټي شوې نه وه. د شکرانې ادا کولو د قامي ورځې اعلانول، د امریکاییانو د یو موټي کولو یوه طریقه وه.

د امریکا ړومبی صدر جارج واشنگټن له خپلې کورنۍ سره
د امریکا ړومبی صدر جارج واشنگټن له خپلې کورنۍ سره

بالاخره، جارج واشنگټن یو اعلان جاري کړ چې د امریکا ړومبنی صدارتي اعلان و، او په هغه سره یې د ملک ټول قام "د شکرانې اداکولو او دعاوو ویلو" ته راوبللو. هغه همدا راز د خپلو مخالفینو د خوشحالولو دپاره یوه لاره هم وموندله.

میلاني کېرک پاتریک چې د شکرانې ورځې په اړه د یو کتاب لیکواله هم ده، وایي: "کله چې جارج واشنگټن دا اعلان وکړ، نو د خپل د دې اعلان یوه یوه کاپي یې د هر ایالت گورنر ته ولېږله، چې هغه مهال یې شمېر ١٣ و، او له هغو یې وغوښتل په هغې ورځې چې واشنگټن ځانگړې کړې وه، د شکرانې د اداینې قامي ورځ اعلانه کړي، او هغه د نوامبر وروستۍ د زیارت ورځ وه. البته چې د واشنگټن حیثیت ته په کتلو سره، هر گورنر دا خبره ومنله."

خو بیا هم د شکرانې د اداینې د ورځ پر سر جنجالونه لا ختم نه شول.

د امریکا درېیم صدر، ټامس جېفرسن، د شکرانې ورځې د اعلانولو څخه انکار وکړ، که څه هم کله چې د ویرجینیا گورنر و، هغه وخت یې د شکرانې ورځ اعلان کړې وه. جان اډمز او جېمز مډېسن، چې هغوی هم د امریکې له اولنیو صدرانو څخه و، د "روژې نیولو، دعا ویلو، او شکرانې اداکولو" ورځې اعلانې کړلې.

خو له مډېسن وروسته، د امریکا هېڅ صدر د شکرانې ورځ اعلانه نکړله، تر څو چې ابراهام لینکن واک ته ورسېد. لینکن په ١٨٦٣ کې، یعنې د امریکا د کورنۍ جگړې په منځ کې، د دې دپاره چې ملک یو موټی کړي، د شکرانې ورځ اعلانه کړله.

میلاني کېرک پاتریک لیکي چې "د گیتيسبرگ له جنگه څو میاشتې تېرې وې، دا ښکاره شوې وه چې اتحادیان به جگړه گټي. په امریکا کې هره کورنۍ د دغې ناوړې جگړې نه ژور اغېزمنه شوې وه. د داسې حالاتو په منځ کې، لینکن د وطن د نعمتونو یادونې کولې او دا یې ویل چې مونږ د څه دپاره باید شکرانه ادا کړو. بیا هغه له خلکو وغوښتل چې سره یو موټي شي، یو زړه او یوه خوله شي، او د شکرانې ورځ ولمانځي."

له هغې ورځې راهیسي، د امریکا هر صدر هر کال په قامي کچه د شکرانې د ورځې اعلان کړی دی.

د امریکا پخوانی صدر ابراهام لینکن
د امریکا پخوانی صدر ابراهام لینکن

په دې منځ کې، فرانکلین ډي روزوېلټ د امریکا یو بل صدر و چې د شکرانې ورځ یې بدله کړله. هغه په ١٩٣٩ کې د شکرانې ورځ، د نوامبر درېیمې پنجشنبې/زیارت ته وړاوله. مخکې تر هغه، امریکاییانو به د نوامبر آخره پنجشنبې د شکرانې ورځ لمانځله، یعنې هغه ورځ چې لینکن ټاکلی وه.

روزوېلټ په دې خاطر دا بدلون راووست چې د کرېسمس جشن دپاره خلک بازار ته د تللو او څیزونو اخیستلو دپاره ډېر وخت پیدا کړي، او په دې طریق، د ملک اقتصاد چې د گرېټ ډېپرېشن له امله خراب شوی و، یو څه ورغول شي.

په دې کې بیا هم جنجالونه رامنځ ته شول. ځینو یې مخالفت وکړ، او نیمو ایالتونو د شکرانې ورځ په نوي ټاکل شوي تاریخ، او نیمو نورو بیا د پخوا په شان د نوامبر په وروستۍ پنجشنبې ولمانځله. روزوېلټ خپل فرمان بېرته واخیست، او په ١٩۴١ کې کانگرس د یو قانون په پاس کولو سره د نوامبر څلورمه پنجشنبې/زیارت، د شکرانې ورځ او په ټول ملک کې قانوني رخصتي (چوټي) وبلله.

د امریکا پخوانی صدر فرانکلین ډي روزوېلټ د شکرانې ورځې د لمانځنې پر مهال
د امریکا پخوانی صدر فرانکلین ډي روزوېلټ د شکرانې ورځې د لمانځنې پر مهال

په اوس زمانه کې، د شکرانې ورځ لا هم هغه اربونه امریکاییان چې دا ورځ له خپلو کورنیو او دوستانو سره لمانځي، سره یو موټي کوي. په دې ورځ، زیاتره امریکاییان ځانگړي خواړه تیاروي، چې په هغه کې ډک شوی خړتمی، کچه آلو، او نور ځانگړي خوراکونه وي.

جارج واشنگټن پخپل اعلان سره یو ټکی واضحه کړ چې په کار ده د ټولو مذهبونو خلک، د شکرانې ورځ ولمانځي، او تر اوسه پورې هم امریکاییان، که عیسویان دي، که یهودیان، او که مسلمانان، او یا لامذهبه کسان، ټول د شکرانې ورځ په خوشحالۍ او خاصو خوراکونو سره لمانځي.

نو د شکرانې ورځ، د امریکې یوه قامي ورځ ده چې ٣٩٨ کاله تاریخ لري او ریښه یې په قامي یووالي او امریکایي فرهنگ کې نغښتې ده، نه په کومو خاصو مذهبي دستورو کې.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG