لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ټرمپ له څو ورځو انکار وروسته، ستر مالي بجټ منظور کړ


د اتوار/یکشنبې په ماښام چې د امریکا د انتظامیې د بجټ په پای ته رسېدو سره د حکومتي ادارو د ضمني تړل کېدو امکان شېبه په شېبه رانږدې کېده، صدر ډونالډ ټرمپ د کانګرس لخوا پاس شوی بجټ منظور کړ او په دې ډول د امریکا د حکومتي ادارو د ضمني تړل کېدو مخه ونیول شوه او تر څنګ یې د کروناوبا د اثراتو د لاسه بې روزګاره شوي کسانو ته هم د نغدي مرستو لړۍ جاري وساتل شوه.

ټرمپ دا بجټ چې دوه اعشاریه درې (۲.۳) ټرېلینه ډالره دی او په کې نهه سوه (۹۰۰) بلینه ډالره یې د کرونا وبا له وجهې خلکو سره د مرستې دپاره دي، د انکار او انتقاد نه پس منظور کړ. ټرمپ ویلي و چې دا بېل/قانوني مسوده به منظور نه کړي، ځکه د هغه په وینا په دې بجټ کې امریکاییانو ته کمې پېسې په پام کې نیول شوي او کم از کم د شپږ سوه ډالرو په ځای، په کار ده چې اړو کسانو ته دوه دوه زره ډالره ورکړل شي.

د ټرمپ دا انکار ددې سبب شو چې د نوي بجټ منظوري وځنډیږي او د زوړ بجټ د ختمېدو سره د حکومتي ادارو د تړل کېدو امکان رامخ ته شي. که دا بجټ نه و دستخط شوی، نو د واشنګټن په وخت د اتوار په ماخوستن د دوولس بجو نه پس، د حکومتي ادارو بجټ ختمېده. خو په وروستیو ګېنټو کې ټرمپ له خپل انکار نه په شا شو او بجټ یې منظور کړ.

ټرمپ دا وخت په فلوریډا کې دی، او د کانګرس پاس شوی د بجټ قانون هم هلته وروړل شوی و چې که چېرته خپله فیصله وګرځوي، نو سمدستي یې دستخط کړي. ټرمپ د اتوار/یکشنبې په ماښام په خپل ټویټر ولیکل: د کووېډ په مقابله کې د مالي مرستو د قانون په اړه ښه خبر! نور معلومات به وروسته ورکړل شي!"

ټرمپ دا هم ویلي و چې بهرنیو ملکونو ته دې د امریکا مالي مرستې لېرې کړی شي او په عوض دې دا پیسې امریکاییانو باندې ووېشل شي. یاده دې وي چې په دې ملکونو کې پاکستان هم شاملیږي کوم چې د امریکا لخوا ورته مالي مرستې ځانګړې شوي دي.

مګر سنېټر لېندسي ګراهام چې پخپله یې د ټرمپ ملاتړی او د رېپبلېکن ګوند سره تعلق لري، د خارجي مرستو دفاع کړې وه او ویلي و چې دا مرستې د امریکا د مالیاتو صرف یو فیصد برخه جوړوي.

داسې ګڼل کیږي چې په بجټ کې امریکاییانو دپاره د زیاتو پېسو د غوښتنې هدف، په اصل کې د ټرمپ لخوا د هغه د رېپبلېکن ګوند غړو ته یو ډول سزا ورکول و، ځکه رېپبلیکنانو د مرستې د پېسو زیاتېده نه غوښتل او ډېموکراتانو یې طرفداري کوله.

وروسته چې ټرمپ د منظورولو یې انکار وکړ، بیا نو د دواړو ګوندونو لخوا ورباندې غږ وشو چې بېل دې امضا کړي.

د دې ترڅنګ، ټرمپ د امریکا دفاعي بجټ چې ۷۴۰ بلینه ډالره دی، رد کړی دی او کانګرس به د ګل/دوشنبې په ورځ په دې بجټ له سره ووټ اچونه وکړي چې د ټرمپ د ردولو فیصله بېرته ورباطله کړي. د کانګرس په دواړو مجلسونو کې د صدر ټرمپ د دې فیصلې باطلولو ته د جلسو دوه په درېیمه برخه ووټونه ضروري دي.

ټرمپ وایي چې د امریکا دا دفاعي بجټ، د چین په ګټه دی، خو د خپلې دې دعوې دپاره یې کوم وضاحت ندی ورکړی.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG