لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

پر ایران باندې د امریکا د بندیزونو بیا لگیدل او د یورپ سخت غبرگون


د امریکې ریاست، پر ایران د سختو اقتصادي او مالي بندیزونو بیا لگولو ته آمادگي نیسي. دغه بندیزونه به سر له نهې/سې شنبې پر ایران ولگیږي. بل پلو یوروپین یونین/اروپایي اتحاد د دغو بندیزونو په هکله خواشیني ښودلې او ویلي یې دي چې خپلۍ کمپنۍ به د دغو بندیزونو په وړاندې په کلکه ساتي.

ښاغلي پامپیو د اتوار، یکشنبې په ورځ خبریالانو ته وویل: «دا یوازې د ایران له حکومت سره د ایرانیانو د ناخوښۍ له امله ده، او صدر ټرمپ په دې هکله ډیر روښانه غږېدلی دی. موږ غواړو چې د ایران د خلکو غږ په دې اړه چې څوک یې مشر وي، په غور واورېدل شي.»

د امریکې د بهرنیو چارو وزیر وویل چې وایټ هاوس د گل، دوشنبې په ورځ پر ایران د نویو بندیزونو په باب معلومات ورکوي، او دا نوي بندیزونه به سر له نهې، سې شنبې ورځې څخه، د ایران پر یو گڼ شمیر صنعتونو ولگیږي چې په هغه کې د ایران د گاډي جوړولو صنعت، او د سرو زرو، کویلې، او د پولادو کاروبارونه شامل وي. همدا راز د ایران حکومت به هم ونشي کولای چې امریکایي او یوروپین جهازونه، او یا امریکایي ډالر له بازارونو واخلي.

یو امریکایي چارواکي ویلي امریکا غواړي هرڅومره ډیر هیوادونه چې ممکن وي، له ایران څخه د تیلو درامدات بند کړي. کله چې له نوموړي چارواکي نه وپوښتل شول چې ځینو ملکونو ته به له ایران سره د تیلو د تجارت په برخه کې استثنا هم وي او کنه، هغه وویل: «زموږ پالیسي دا ده چې څومره زر چې ممکن وي، او هرڅومره زیات ملکونه چې ممکن وي، دې ته راضي کړو چې له ایران څخه د تیلو اخیستل بند کړي. موږ به د هر هیواد سره په انفرادي ډول او د شرایطو مطابق، جلا جلا کار وکړو. خو هدف مو هماغه دی چې په ایران کې د عوایدو کچه راکښته او هغه هیواد ته د خارجي کرنسیو د ورتلو مخه ونیسو.»

ایران د جهازونو د اخیستلو قراردادونه هم لاسلیک کړي، خو د تازه بندیزونو له امله به هغه هم باطل شي
ایران د جهازونو د اخیستلو قراردادونه هم لاسلیک کړي، خو د تازه بندیزونو له امله به هغه هم باطل شي

هغو خلکو او شرکتونو چې د ایران له یادو شویو صنعتونو او کاروبارونو سره یې راکړه ورکړه لرله، ٩٠ ورځې مهلت درلود چې خپل دغه راز فعالیتونه راکم او بیا ختم کړي، او دغه مهلت نن د گل، دوشنبې په ورځ پای ته ورسید.

د ایران د انر‏جۍ پر برامداتو به هم په نوامبر میاشت کې بندیزونه ولگیږي.

ایران باندې دغه بندیزونه چې پخوا لگیدلي و، د جوهري پروگرام د مخنیوي لوظنامې سره لیرې کړای شول، خو وروسته چې د امریکې صدر ډانلډ ټرمپ له هغې لوظنامې نه امریکا وایستله، نو زاړه بندیزونه اوس بیرته پر ایران لگول کیږي.

ایران او د لوظنامې نور امضا کوونکي هیوادونه، هغې لوظنامې ته تر اوسه ژمن پاته دي. د جوهري انرجۍ نړیواله اداره وایي چې ایران د لوظنامې په عملي کولو کې ریښتونی پاته شوی دی.

بل پلو، د امریکا صدر، ډانلډ ټرمپ، وایي چې هغه حاضر دی هر وخت چې ایران وغواړي، پرته له کوم مخکیني شرط سره، د هغه هیواد له صدر حسن روحاني سره وگوري. خو ایران وایي چې له دغسې ملاقات نه مخکې، امریکا ته په کار ده چې د ایران حقونو ته درناوی وکړي او بیرته په جوهري لوظنامه کې شامل شي.

په دې وروستیو کې د ډالر په وړاندې د ایراني ریالو ارزښت نور هم رالویدلی، او ایران د دې لپاره چې د ریال ارزښت بیرته لوړ کړي، نو د خارجي کرنسیو د بدلولو رابدلولو په ضابطو کې یې سهولتونه راوستلي دي.

د یورپین یونین کلک غبرگون

یوروپین یونین/اروپایي اتحاد د گل یا دوشنبې په ورځ پر ایران د نویو بندیزونو په اړه خواشیني ښودلې ده. یوروپین یونین، د جرمن، فرانس، او برطانیې د بهرنیو چارو وزیرانو سره په یو گډ بیان کې ویلي چې: «موږ د امریکې له خوا پر ایران د بندیزونو د بیا لگیدو له اړخه، ژور خواشیني یو.»

په ورته وخت کې، یوروپین یونین د دې لپاره چې د دغو امریکایي بندیزونو تاثیر راکم کړي، نو یو تازه قانون یې برابر کړی چې سر له سبا، د نهې یا سې شنبې په ورځ به پلی شي.

یورپین یونین د ایران سره د خپلو تجارتي علایقو د ساتلو هڅه کوي
یورپین یونین د ایران سره د خپلو تجارتي علایقو د ساتلو هڅه کوي

دغه یونین د گل په ورځ وویل چې د دوی نوی قانون به، یورپي کمپنۍ د امریکایي بندیزونو له تاثیر څخه وساتي. د یوروپین کمیشن ویاندې، مینا آندریوا، وویل: «سبا ته به د یورپین یونین تازه شوی مصونیتي قانون پلی شي چې دا به له ایران سره په مشروع تجارت کې شریک یورپين شرکتونه د امریکا د ملک بهر بندیزونو له اغیز نه وساتي.»

د یوروپین یونین دغه نوی قانون، چې سمدلاسه پلی کیږي، یوه ډیره قوي آله گڼلی کیږي، دا ځکه چې نوموړی قانون، د اروپایي اتحاد ټولې کمپنۍ د امریکا د بندیزونو په خیال کې ساتلو څخه منعه کوي او هیڅ داسې عدالتي حکم د اعتبار وړ نه گڼي چې د امریکایي جرمانه وو په پلوۍ ورکړل شوی وي.

  • 16x9 Image

    احمد فؤاد لامع

    احمد فؤاد لامع د ٢٠٠٧ کال راهیسې له امریکا غږ سره کار کوي او د ‏ژورنالیزم په ډگر کې د ١٦ کلونو تجربه لري. هغه مخکې تر دې، په کابل کې د لمر ټلیویژن د پښتو خبرونو مسئول، د طلوع ټلیویژن د خبري خپرونې کوربه، او وړاندې تر هغه، د افغانستان په ملي ټلیویژن کې خبریال و.

XS
SM
MD
LG