لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ازبکستان او امریکې پخپلو کې د تعلقاتو د پراخولو ژمنه وکړه


د امریکې صدر ډانلډ ټرمپ او د ازبکستان صدر شوکت میرضیایف په سپینه ماڼۍ کې
د امریکې صدر ډانلډ ټرمپ او د ازبکستان صدر شوکت میرضیایف په سپینه ماڼۍ کې

د امریکې صدر ډانلډ ټرمپ، او د ازبکستان صدر شوکت میرضیایف په سپینه ماڼۍ کې له لیدو کاتو وروسته ژمنه وکړه چې د خپلو هېوادونو ترمنځ به یوه نږدې سټراټیجیکه ملگرتیا وپالي.

دواړو مشرانو د شورو، چهارشنبې په ورځ، د امریکې او ازبکستان ترمنځ د اقتصادي، پوځي تعلقاتو او سیمه ییز امنیت پر لا مضبوطه کولو، د ترهگرۍ پرضد د جگړې، او په ازبکستان کې د بشري حقونو د لا ښه کېدو په باب خبرې وکړې.

د دواړه ولسمشرانو له لیدو وړاندې، د سپینې ماڼۍ چارواکو وویل چې ازبک چارواکو د ۴،٨ بیلیونو ډالرو په ارزښت، له امریکایي کمپنیو سره شل سوداگریز قراردادونه لاسلیک کړل چې ویل کیږي په دې سره به څه د پاسه ١٠ زرو امریکاییانو ته د کار موقع برابره شي. ازبکستان له امریکې څخه وسلې او پوځي آلات هم پیري.

د ازبکستان صدر، ٦٠ کلن میرضیایف امریکې ته په درې ورځېنۍ دوره راغلی او غواړي چې لا ډیرې امریکایي کمپنۍ دې ته وهڅوي چې په ازبکستان کې پانگونه وکړي. د منځنۍ ایشیا دغه هېواد ٣٢ میلیونه خلک لري چې زیاتره یې مسلمانان دي.

صدر ټرمپ د خپل ازبک سیال تود هرکلی وکړ او هغه یې یو ډیر دروند سړی وباله. ښاغلي ټرمپ همدا راز وویل چې امریکې ته د شوکت میرضیایف راتگ، یو تاریخي سفر دی. بالمقابل، میرضیایف هم په اقتصادي ډگر کې د ټرمپ لاسته راوړنې، لکه د ټکس د سیسټم سمونې او د کاروبارونو زیاتېدل، د پام وړ وگڼل.

د ازبکستان سټراتیجیک ارزښت

ازبکستان له افغانستان سره لنډه گډه پوله لري او د همدې وړوکي سرحد له لارې، امریکاییان په افغانستان کې خپلو میشتو ځواکونو ته اکمالات لېږدوي. د سپینې ماڼۍ چارواکي وایي چې ازبکستان په تېرو څو کلونو کې په افغانستان کې د امریکې له پوځي عملیاتو سره مرسته کې او ډیر مهم کردار یې ادا کړی دی.

پرون د شورو په ورځ، د دواړو مشرانو له لیدو وروسته، د دواړو هېوادونو لخوا یو گډ بیان جاري شو. په بیان کې راغلي چې ازبکستان به په افغانستان کې د ثبات د راوستلو په کار کې مرسته وکړي. همدا راز زیاته شوې چې ازبکستان به د افغانستان او جنوبي آسیا لپاره د امریکا د تګلارې پوره ملاتړ کوي او دواړو لورو ژمنه کړې چې د مرکزي آسیا د څو اړخېزو همکاریو په تشکیلاتو کې به د افغانستان د شاملولو پوره ملاتړ کوي.

خو د سپینې ماڼۍ چارواکو دا هم وویل چې امریکې دې ته سترگې نه دي پټې کړې چې په ازبکستان کې ځان ته پوځي اډې جوړې کړي، خو په دې لټه کې دي چې په سیمه کې د ترهگرۍ د گډو گواښونو په مقابله کې وکړای شي له ازبکستان سره همکاري پراخه کړي.

روسیې، چین، او امریکې ټولو دا هڅه کړې ده چې پر ازبکستان خپل نفوذ ډیر کړي. ازبکستان هم د سرچینو له اړخه یو بډایه هېواد دی او هم داسې یو سټراتیجیک موقعیت لري چې له لارې یې امریکه خپلو ځواکونو ته په افغانستان کې مواد انتقالولی شي.

میرضیایف پتېیلې ده چې له روسیې سره به هم ملگرتوب ساتي، خو خپل تعلقات به له لویدیځو هېوادونو سره هم پراخوي.

د ازبکستان دننه اصلاحاتي گامونه

شل میاشتې مخکې، کله چې د ازبکستان مخکینی خودکامه صدر اسلام کریموف مړ شو، شوکت میرضیایف په هغه هېواد کې واک ته ورسېد. د بشري حقونو فعالان وایي چې نوي صدر، ازبکستان د آزادیو په لور رهي کړی دی. مخکې تر دې، د بشر د حقونو په برخه کې ازبکستان ښه ریکارډ نه درلود.

د ازبکستان یو سناتور، صادق صفایف د امریکا غږ له ازبک سرویس سره په مرکه کې وویل: "موږ په ازبکستان کې د روان جمهوریت بهیر له امله، نن د دې هېواد په حیثیت کې بدلون وینو. او دلته په واشنگټن کې د دې کار قدر کیږي."

فخرالدین طلایف چې د حکومت یو مخالف او د بشري حقونو یو مبارز دی او څه د پاسه څلور کلونه یې په بند کې تیر کړي و، په دې وروستیو کې د ازبکستان د نوي ولسمشر له خوا له قیده خوشې شو. فعالانو به ویل چې فخرالدین طلایف د سیاسي اغراضو پر اساس بندي شوی و.

د بشري حقونو د څارونکې سازمان د مرکزي ایشیا د برخې څیړونکی، سټیو سویرډلو وایي چې په ازبکستان کې پرمختگونه ډیر ریښتوني دي، خو لا نورو کارونو ته هم اړتیا شته.

داسې معلومیږي چې امریکه هم د بشري حقونو په برخه کې د ازبکستان له پرمختگه خوشاله ده، او دغه رضایت کیدای شي له ازبکستان سره مرسته وکړي چې ډیرې امریکایۍ کمپنۍ په هغه هېواد کې پانگونې ته وهڅوي.

  • 16x9 Image

    احمد فؤاد لامع

    احمد فؤاد لامع د ٢٠٠٧ کال راهیسې له امریکا غږ سره کار کوي او د ‏ژورنالیزم په ډگر کې د ۲۰۰۲ راهېسي تجربه لري. هغه مخکې تر دې، په کابل کې د لمر ټلیویژن د پښتو خبرونو مسئول، د طلوع ټلیویژن د خبري خپرونې کوربه، او وړاندې تر هغه، د افغانستان په ملي ټلویژن کې خبریال و.

ځانګړې ویډیوګانې

دوکانداران وايي د اختر نه وروسته د سرو زرو قیمتونه زیات شوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:18 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG