لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د امریکې د حکومت په نظام کې نایب صدر څه رول لري؟


صدر ډانلډ ټرمپ او نایب صدر مایک پینس
صدر ډانلډ ټرمپ او نایب صدر مایک پینس
د امریکې په حکومت کې د نایب صدر څه رول وي؟ ځواب یې په بنیادي توگه دې خبرې ته اړتیا لري چې د نایب د خپل مشر یا د صدر سره تعلقات څنگه دي؟ د صدر سره د تعلق په اساس، نایب صدر د امریکې په حکومت کې په مختلفو مدونو کې خپل خدمات ترسره کوي. د نوي کال سره سم د صدر ډانلډ ټرمپ د حکومت دویم دور هم شروع شو. کتنه دا ده چې د هغه نایب، یا د امریکې نایب صدر مایک پینس په تیر شوي کال کې څه قسمه خدمات ترسره کړې دي او په نوي کال کې ترې څه توقعات دي؟ تر دې مهال، نایب صدر مایک پینس د صدر ډانلډ ټرمپ د استازي په توگه خدمات ترسره کړې دي. د بهرنیو سفرونو په لړۍ کې، په ډسمبر میاشت کې مایک پینس په افغانستان کښې د متحده ایاالتو د پوځیانو لیدو لپاره افغانستان ته سفر وکړو. یو تاریخپوه وایي، د ولسمشر مرستیال یوازې یو سمبولیک یا علامتي رول نه لري. د سینټ لوې یونیورسټۍ د قانون د څانگې استاز جول گوډلسټین وايي: " داسې ښکاري چې د ولسمشر مرستیال په سپینې ماڼۍ کې د پریکړې کولو په برخه کې شامل او ښکیل دی، او ورته کار سپارل کیږي." ښاغلی گوډلسټین زیاتوي نایب صدر ته چې کومې ذمه وارۍ سپارل شوي دي هغه یې "ماموریت" مني. خپله مایک پینس وايي: "مبارکۍ وایم او مننه کوم. د دې کال په اوږدو کې د ایجنډا لپاره منندوی یم. د دغې ایجنډا پلې کول ریښتیا د دې هیواد بیا رغونه ده." په ځینو ادارو کښې د ولسمشر مرستیال لږ ځواک لري. او په ځینو نورو کښې د ولسمشر د کار د یو ملګری وي. د سویلي کلیفورنیا پوهنتون څیړونکۍ شیري ببيچ جیف وايي: "د امریکا یو پخواني مرستیال ولسمشر نیلسن راکفلر دا څوکۍ د ولسمشر ترشا یو بل چمتو شوي او روزل شوي ولسمشر په نوم یاده کړې. مرستیال ولسمشر په سپینې ماڼۍ کښې ډیر واک هم لري." مایک پینس د ټرمپ برعکس په سیاست کښې ډیره تجربه لري. ۱۲ کاله یې د کانګرس غړي په توګه او څلور کاله یې د والي یا ګورنر په توګه کار کړی دی. سیاسي پوهان وايي چې تر اوسه ښاغلي مایک پینس خپله دنده په بریالیتوب سره سرته رسولې.

  • 16x9 Image

    منزه شهید

    منزه شهید جرمني کښې خپل ماسټري په سیاسې علومو کښې تر لاسه کړې او د کال ۲۰۱۵ راهسې د امریکا غږ ډیوه څانګې سره همکاره ده. منزه په ملټي ميډیا، راډیو او ټلویزیون کښې د شپږو کلونو اوږده تجربه لري. هغه د خبریالۍ ترڅنګ په سیاسي او ټولنیزو موضوعاتو لیکنې کوي.

    په ټوېټرې د منزه شهید سره رابطه کولی شئ:

    @MunazaShaheed

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG