لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امریکا: اسلامي ملکونه دې په طالبانو فشار راوړي چې د مېرمنو په اړه تګلاره بدله کړي


رینا امیري وویل په ورستیو ورځو کې یې په قطر کې د طالب مشرانو سره هم خبرې کړي دي او د طالبانو پلاوي دا خبره تکرار کړه چې طالبان د غربي نړۍ سره تعلقات بهتر کول غواړي
رینا امیري وویل په ورستیو ورځو کې یې په قطر کې د طالب مشرانو سره هم خبرې کړي دي او د طالبانو پلاوي دا خبره تکرار کړه چې طالبان د غربي نړۍ سره تعلقات بهتر کول غواړي

امریکې ویلي اسلامي ملکونو سره یې خبرې شروع کړي دي چې د افغان مېرمنو په اړه تګلاره بدلولو دپاره دې په طالبانو فشار راوړي او طالبان قانع کړي چې د مذهب په نوم دې مېرمنې د عادي ژوند نه نه بهر کوي.

د افغان مېرمنو او د انساني حقونو دپاره د امریکې خصوصي استازي رینا امیري د شورو،‌چهارشنبې، په ورځ واشنګټن کې یوې غونډې ته وویل چې هغه کوښښونه کوي چې د افغان مېرمنو په اړه د طالبانو د تګلارې په موضوع په نړیواله کچه همږي پېدا شي.

مېرمن امیري سېنټر فار سټرېټېجېک اېنډ انټرنېشنل سټډیز نومې د څېړنې ادارې غونډې ته د انټرنېټ دلارې وویل چې د افغان مېرمنو په اړه د طالبانو د دریځ په لړ کې یې د سعودي عرب او قطر سفر کړی او په اینده کې به نورو مسلم ملکونو ته ورځي چې د هغې په قول د ښځو دپاره د طالبانو په سخت دریځه تګلار د ددغو ملکونو چارواکو سره خبرې وکړي.

د مېرمن امیري په قول طالبان داسې ګامونه اخلي چې د ښځو ازادي ختموي. هغې زیاته کړه چې طالبان د مېرمنو په اړه ګامونه د شریعت په نامه پورته کوي خو دا "نه یوازې د افغانستان دپاره بده ده بلکې د اسلام دپاره هم."

هغې وویل د طالبانو د دغې بیانيي مخیوی د مسلمانانو اکثریتي ملکونه کولی شي.

رینا امیري وویل ګڼ شمیر سیمه اييز ملکونه په افغانستان کې سفارتي موجودګي لري او په افغانستان کې د ټول شموله حکومت خبره کوي خو د مېرمنو په اړه ډیر څه نه وېل کیږي.

هغې وویل دغو ملکونو نه غوښتلي چې طالبانو سره خبرو دې د افغان مېرمنو د حقونو دپاره هم غږ پورته کوي. د انساني حقونو فعالان وايي په افغانستان د واکمنېدو نه پس د طالبانو د ځینو اقداماتو په نتیجه کې هغه پرمختګ په شا تللی چې په تېرو شلو کلونو کې د مېرمنو د حقونو په برخه کې شوی و.

نړیوالې ټولنې د طالبانو په موقتي کابینه کې د مېرمنو په نشتوالې تشویش څرګند کړی دی او مېرمنو د خپلو حقونو د تحفظ دپاره په کابل کې د طالبانو د واکمنېدو نه پس ګڼ شمېر مظاهرې کړي دي.

طالبانو د مېرمنو په کار روزګار پابندي لګولې ده، ښځې د محرم نه بغیر سفر نشي کولی او ټېکسي ډرایورانو ته وېل شوي چې هغه ښځې مسافرې به يې په موټر کې سفر نشي کولی چې حجاب یې نه وي اغوستی.

د وي او ای د رپورټ ترمخه د جینکو زیاتره سکولونه تړل شوي دي او په پوهنتونونو کې هلکان او جینکې بېل بېل کښېني.

د انساني حقونو نړیوالې ادارې هیومن رایټس واچ چارواکي هېدر بار وايي ګڼې شمېر جینکۍ يونیورسټو ته بېرته نشي تللی ځکه چې په هغو څانګو چې هغوي پکې تعلیم ترلاسه کولو اوس پې پابندي لګول شوي ده.

د وی او ای د رپورټ ترمخه طالبان د مېرمنو په اړه د خپل دریځ دفاع کوي او وايي دا د شریعت سره سمون خوري.

طالبان د نړیوالې ټولنې نه غواړي چې په رسمیت یې وپيژني او وايي دوی د منل کېدو شرایط پوره کوي.

طالبانو لوظ کړی چې دا میاشت به د جینکو ثانوي سکولونه خلاص کړي.

رینا امیري وویل په ورستیو ورځو کې یې په قطر کې د طالب مشرانو سره هم خبرې کړي دي او د طالبانو پلاوي دا خبره تکرار کړه چې طالبان د غربي نړۍ سره تعلقات بهتر کول غواړي.

.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG