لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د سي ايي ای مشر: صدر پوتین اوکراین ملک نه ګڼي، فتح کول یې غواړي


د صدر پوتین او په اوکراین د هغه د یرغل په اړه برنز دغه خبرې د شورو، چهارشنبې، ، په ورځ وکړې
د صدر پوتین او په اوکراین د هغه د یرغل په اړه برنز دغه خبرې د شورو، چهارشنبې، ، په ورځ وکړې

د امریکايي استخباراتي ادارې سي ايي ای مشر وېلیم برنز ویلي د روس صدر ولادېمیر پوتین اوکراین د یو ملک په حېث نه مني او د فتح کولو خواهش یې د لاس نه شي غورځولی.

د وي او ای د رپورټ ترمخه د صدر پوتین او په اوکراین د هغه د یرغل په اړه برنز دغه خبرې د شورو،چهارشنبې، په ورځ وکړې.

رپورټ وايي برنز اخیری امریکايي چارواکو و چې د اپرېل په میاشت کې په اوکراین د روس د یرغل نه مخکې یې د صدر پوتین سره ملاقات کړی دی.

وېلیم برنز په کالراډو ریاست کې د اسپېن سکیورټي فورم غونډې ته وویل چې روسي صدر د تېرو څو کلونو راهسې دا خبره کوي چې اوکراین په حقیقت کې یو ملک نه دی او د صدر پوتین خیال و چې کییف به په یوه هفته کې ونېسي.

برنز وویل صدر پوتین دا ګڼي چې دا د هغه سر نوېشت دی چې روس د عالمي قوت په شان بحال کړي."هغه یقین لري چې دا یې حق دی، دا د روس حق دی چې په اوکراین برتري ولري."

د وي او ای په رپورټ کې وېل شوي دي چې صدر پوتین د اوکراین د فتح کولو اراده دلاسه نه ورکوي خو دا ممکنه ده چې د زیانونو سره د مخامخ کېدو وروسته د خپلو ځواکونو د بیا منظم کولو دپاره په جګړه کې دمه وکړي.

د رپورټ ترمخه د امریکې د استخباراتي اندازو ترمخه د اوکراین په جنګ کې 15000 روسي عسکر وژل شوي او د 45000 پورې نور زخمیان شوي دي.

اوکرایني چارواکي د وژل شویو روسي عسکرو شمېره 38000 څرګندوي.

برنز دا امکان رد کړو چې صدر پوتین سره په څه معاهده کار کېدلی شي. هغه زیاته کړه پوتین د ویرولو او په بدل اخیستلو یقین کوي.

د روس خارجه وزیر سرګی لاو رو د شورو، چهارشنبې، په ورځ خبرداری وکړو چې اوکراین ته د امریکې د راکټو جدید نظام د ورکړی کېدو وروسته روس به خصوصي عملیات پراخ کړي.

د وي او ای په رپورټ کې د امریکايي پوځي مامورینو له قوله وېل شوي چې د اوکراین اتو یونټو ته د امریکايي راکټو تربیت ورکړی شوی دی چې د روس د وسلې ذخیرې او روسي پوځي مرکزونه په هدف کوي.

د امریکې د پوځ مشر جنرل مارک مېلي د شورو، چهارشنبې، په ورځ خبریالانو ته وویل امریکې اوکراین سره نه یوازې د لنډ وخت دپاره بلکې د اوږدې مودي دپاره پوځ مرسته کوي چې دا ډول یې په اینده کې هم دفاع صلاحیتونه زیات شي.

د اوکراین او د هېواد اتحادیان وايي داسې نه ښکاري چې په اوکراین د روس جنګ به زر ختم شي.

د امنیت او استخباراتي چارو دپاره د نېټو سېکرېټري جنرل ډېوډ کېټلر د نهې، سه شنبې، په ورځ وویل "مونږ داسې څه نخښې نه وینوو چې دغه جنګ به زر ختم شي."

هغه وویل د جنګ د زر ختمېدو برعکس داسې اثار ویني چې "دا به اوږد جنګ وي."

يه عین حال کې امریکايي چارواکو ایران ته خبرداری ورکړی چې په اوکراین د روس په جنګ کې دې ځان نه ښکیلوي.

په تهران کې د ایران تر ټولو لوی روحاني مشر ایت الله علي خامنايي سره د صدر پوتین د ملاقات یوه ورځ وروسته، د امریکې د دفاع وزیر لواېډ اسټن خبریالانو ته په پېنټګان کې وویل دا به د ایران "بد سوچ" وي چې روس ته ډورن ورکړي. "روس سره د ایران د ملاتړ په مسله، مونږ به ایران ته مشوره ورکوو چې داسې مه کوه."

د سي ایي ای مشر وویل حقیقت دا دی چې د بندیزونو ښکار روس او ایران یو بل ته ضرورت لري او غواړي چې د تنهايي نه ځان راوباسي. هغه زیاته کړه د سي ايي ای په دواړو ملکونو نظر دی.

وېلیم برنز وویل چین هم د روس مرسته کوي او روس د توانای او د اقتصادي ضرورت شیان د چین نه اخلي خو هغه زیاته کړه چې چين به روس سره په پوځي مرسته کې د احتیاط نه کار اخلي.

یادونه: د دې خبر معلومات د وي او ای خبریال جېف سېلډن د رپورټ نه اخیستل شوي دي

ځانګړې ویډیوګانې

په زرګونو خلک هر کال په پسرلي کې د سوات د ښکلاګانو لیدو ته ورځي
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:27 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG