لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

 د امریکې خبرداری: په افغان مېرمنو قدغنونه به د طالبانو دپاره بدې نتېجې ولري


د افغان ښځو د حقونو دپاره د امریکې خصوصي استازي رینا امیري تېره هفته وي او ای ډیوه سره د سکایپ دلارې مرکه کې وویل په ښځو د طالبانو قدغنونه مذهبي نه بلکې سیاسي مسله ده.
د افغان ښځو د حقونو دپاره د امریکې خصوصي استازي رینا امیري تېره هفته وي او ای ډیوه سره د سکایپ دلارې مرکه کې وویل په ښځو د طالبانو قدغنونه مذهبي نه بلکې سیاسي مسله ده.

د امریکې خارجه وزیر اېنټي بلېنکن ویلي د افغانستان په شمول د نړۍ په هره برخه کې د ښځو د حقونو ملاتړ کوي او په افغانستان کې د مېرمنو د حقونو صورتحال نور هم خراب شوی دی.

په نړیواله کچه د مېرمنو د اقتصادي تحفظ په اړه د امریکې تګلاره "یو اېس سټرېټېجي ان ګلوبل وېمېنز سېکیورټي" د اعلانولو په موقع د شورو، چهارشنبې، په ورځ بلېنکن وویل ویني چې په افغانستان کې د ښځو د حقونو صورتحال "نور هم ژور کېږي او خرابېږي."

د وي او ای رپورټ وايي امریکايي چارواکو په تکرار په غږ کړی چې د ښځو د یونېورسټۍ په تعلیم او په امدادي ادارو کې د کار د بندیز به طالبان قیمت ادا کوي.

د شورو، چهارشنبې، په ورځ واشنګټن وویل په دې اړه غور کوي چې په طالبانو څه قسمه مخصوص بندیزونه ولګول شي؟ خو په دې اړه نور معلومات شریک نه کړی شول.

د امریکې د سټېټ ډپارټمنټ یا خارجه وزارت ترجمان نېډ پرایس خبریالانو ته وویل امریکا د هم خیال نړیوالو همکارانو سره د طالبانو خلاف د بندیزونو په اړه کار کوي چې د افغانانو د ملاتړ ترڅنګ طالبانو ته د امریکې مخالفت څرګند شي.

نېډ پراېس وویل طالبانو ته خپل عکس العمل څرګندولو په لړ کې به امریکا د احتیاط نه کار اخلي چې د افغان ولس انساني خېر ښېګړې ته نقصان و نه رسي.

د وي او ای رپورټ وايي طالبان د دنیا سره ښه تعلقات غواړي او په افغانستان کې د سرمایه کارۍ غوښتنه یې هم کړې ده خو امریکا وايي طالبان دا غلط تاثر لري چې دوی دواړه لارې اختیارولی شي، یعنې افغان مېرمنې د خپلو حقونو نه هم محرومه کولی شي او د نورو ملکونو سره تعلقات هم مضبوطولی شي.

په 2022 کال کې طالبانو په افغانستان کې د جنسي تعصب تر ټولو بدترېنې تګلارې ځای په ځای کړي دي. د ډسمبر په میاشت کې طالبانو د ښځو د یونېورسټۍ په تعلیم پابندي ولګوله. د دې نه مخکې طالبانو د جینکو په ثانوي تعلیم پابندي لګولي وه.

د طالبانو د واکمنۍ دلاندې افغانستان د دنیا واحد ملک دی چې جینکې د تعلیم نه منع کړی شوي دي.

د ډسمبر په 24 نېټه طالبانو په غیر سرکاري امدادي ادارو کې د ښځو په کار پابندي ولګوله او کوم تنظیم چې د دې مخالفت کوي طالبانو ویلي اجازت نامه یا لایسنس به یې منسوخ کړی شي.

د امریکې د خارجه وزارت ترمخه 11 اېن جي اوز د طالبانو د فېصلې په نتیجه کې په افغانستان کې خپل کارونه ځنډولي دي. تېره هفته د اقوام متحده ځینو ادارو هم وویل چې ځینې فعالیتونه معطل کړي دي.

د افغان ښځو د حقونو دپاره د امریکې خصوصي استازي رینا امیري تېره هفته وي او ای ډیوه سره د سکایپ دلارې مرکه کې وویل په ښځو د طالبانو قدغنونه مذهبي نه بلکې سیاسي مسله ده.

مېرمن امیري وویل د هر اکثریتي مسلمان استازي سره یې چې خبرې کړي که دغه سعودي عرب، قطر، متحده عرب امارات، انډونېشیا او که ملېشیا دی، وايي طالبان چې څه کوي دا هر ځای د اسلام تصویر ته نقصان رسوي.

ځینې خلک وايي د ښځو په تعلیم د طالبانو پابندي د طالبانو د خپل منځو اختلافات څرګندوي. رینا امیري وویل د طالبانو سخت دریځه عناصر خپل واک اختیار نور مظبوطول غواړي او د دې څرګندول غواړي.

د شورو، چهارشنبې، په ورځ سټېټ ډپارټمنټ هغه تګلاره څرګنده کړه چې دلاندې به يط په نړیواله کچه ښځو د اقتصادي تحفظ دپاره ګامونه اخیستل کېږي. د دې تګلارې دلاندې امریکا تعلیم، کار روزګار او نوي اېجاداتو ته د ښځو مساوي لاس رسي ته وده ورکوي.

امریکايي مامورینو وویل د جېنډر اېکويټي اېڼد ايکوالټي اېکشن فنډ دلارې به امریکا د افغان مېرمنو ملاتړ ته دوام ورکوي.

یادونه: د دې خبر معلومات د وي او ای خبریالې نيکی چېنګ د رپورټ نه اخیستل شوي دي


بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG