لاس رسیدونکی لینک

 
د امریکې سرښار واشنگټن کې د موسم وړمبۍ درنه واوره
تازه خبر

د امریکې سرښار واشنگټن کې د موسم وړمبۍ درنه واوره


د وائټ هاوس یا سپېنې ماڼۍ د لارې نه واوره لې کولی شي
د وائټ هاوس یا سپېنې ماڼۍ د لارې نه واوره لې کولی شي

د امریکې سرښار واشنگټن ډې سي کې د ژمي د موسم وړمبۍ درنه واوره شوې ده او موسم سخت یخ شوی دی.

د خراب موسم په وجه د وفاقي حکومت دفترونه او واشنگټن کې سکولونه تړل شوي وو. که څه هم د ښار په لارو کوڅو کې د واورې ولیکیدو او د واورې لرې کولو انتظامات شوي وو خو بیا هم هر خواته د واورې څادر غوړیدلی دی.

که څه هم د وفاقي حکومت زیاتره ادارې بندې وي خو ځېنې داسې کارکونکې چې هغوي ته په بیړني حالاتو کې کار کول لازمي وي، هغوي دفترونونو ته تللي وو. په داسې حالاتو کې ځېنې کارکونکې د کور نه هم کار کولی شي.

واشنگټن سره نزدې ورجینیا او میرې لینډ ریاستونو کې هم د سرکاری دفترونو او سکولونو رخصتي وه.

د واشنگټن په شمال کې د امریکې گڼ شمیر شمال ختیز ریاستونه د تیرو څو ورځو راهسې د طوفاني واورو ځپلې دي چې پکې میساچوسټس ریاست په خصوصي توگه واورې سخت وهلې دی. خو په دې ژمې کې دا وړمبي ځل وو چې واشنگټن، ورجینیا او میرې لینډ کې دومره واوره وشوه.

د موسمیاتو محکمې راتلونکو څو ورځو دپاره د سختې یخنۍ اټکل کړی دی.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 59:57 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

Recommended

XS
SM
MD
LG