لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په واشنګټن کې د امنیت سخت اقدامات پرځای دي 


نو منتخب صدر جوبایډن به د جنورۍ په شلمه د صدارت سوګند پورته کوي
نو منتخب صدر جوبایډن به د جنورۍ په شلمه د صدارت سوګند پورته کوي

د امریکې د ډېموکرېټک پارټۍ نو منتخب صدر جوبایډن به د جنورۍ په شلمه نېټه د صدارت سوګند پورته کوي خو د دغه مراسمو نه وړاندې په واشنګټن ډي سي کې د امنیت ساتلو دپاره 15 زره امنیتي‌ ځواکونه په ځای کړی شوي دي.

یوه هفته وړاندې د ریپبلېکن پارټۍ موجوده صدر ډانلډټرمپ په حق کې په واشنګټن کې مظاهره کوونکو د کانکرس په ودانۍ یرغل کړی و.

په کانګرس کې د اړي ګړي په مهال پنځه کسان مړه شوي او د کانګرس غړو د وداندۍ په حفاظي اقداماتو تشویش څرګند کړی دی.

د امریکې د یو تازه نظر پوښتنې ترمخه د ریپلیېګن پارټۍ سره تعلق لرونکي 21 فېصده امریکایان د کانګرس په ودانۍ د ډانلډ ټرمپ د پلویانو د حملې مرسته کوي.د امریکې یو بلې خبري‌ ادارې پي بي اېس د تازه سروی ترمخه 35 فیصده امریکایان وايي دوی د تېر کال د نومبر په صدارتي‌ انتخاباتو په نتیجو باور نه کوي او فکر کوي چې په صدارتي انتخاباتو کې درغلي شوي خو چارواکي وايي په ټاکنو کې د درغلۍ ثبوتونه مخې ته نه دې راغلي.

که څه هم جوباېډن په صدارتي‌ ټاکنو کې ژمنه کړې وه چې هغه به قام یو ځای کوي خو د څېړونکو په وېنا نوموړی به په خپل صدارتي موده کې د یو لوي چېلنج سره مخامخ وي چې د وېش ښکار قام رایوځاې کړي.

د امریکې کانګرېس د نماېندګانو اېوان د تېرې شورو/چهارشنبې په ورځ‌ د صدر ډانلډ ټرمپ مواخذه کړې وه او هغه یې د کانګرېس په ودانۍ شوې حملې وړاندې د خلکو راپارولو لپاره ذمه وار بللی.

د حملې په وخت په کانګرس کې غونډه کېدله چې د صدارتي انتخاب نتجه په رسمي ډول تاید کړي. په کانګرس د یرغل په نتېجه کې غونډنه وځندېله خو چې بیا وشوه نو جوبایډن په رسمي ډول په صدارتي انتخاب کې کامیاب وټاکل شو.

د کانګرېس نماېندګانو اېوان دا هفته صدر ډانلډ ټرمپ د 197 په مقابله کې په 232 رایو مواخذه کړی چې پکې د هغه د خپل رېپبلېکن پارټۍ لس غړو هم د ډېموکرېټک پارټۍ غړو سره د هغه خلاف رای ورکړې.

د امریکې په تاریخ کې صدر ډانلډ ټرمپ‌ اولنی صدر دی چې دوه ځله یې مواخذه شوې. هغه یو کال وړاندې په یو بله مقدمه کې د نماېنده ګانو ایوان کې د مواخذه کېدو وروستو سېنټ بري کړی وو چرته چې د نوموړي ریپلېکن پارټۍ په اکثریت کې وه.

په سیاسي توګه تقسیم سېنټ کې به د ډانلډ‌ ټرمپ مواخذه کولو لپاره په درې کې دوه برخې اکثریت پکار وي. د ډانلډ‌ ټرمپ خلاف رایې اچولو کې د سېنټ ساده اکثریت به هم نوموړی په دوباره د وفاقي څوکۍ لرلو لپاره نااهل کړي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG