لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امریکې د یمن په هوثي یاغیانو غږ کړی چې د نوو پوځي عملیاتو نه ډډه وکړي


د امریکې صدر جوباېډن د یمن جګړه یو بشري او سټرېټیجک تباهي بللې. نوموړي تېره هفته کانګرس ته ویلي چې د هغه انتظامیه به هوثي یاغیان د بهرني ترهګر ډلو د فهرست نه لرې کوي
د امریکې صدر جوباېډن د یمن جګړه یو بشري او سټرېټیجک تباهي بللې. نوموړي تېره هفته کانګرس ته ویلي چې د هغه انتظامیه به هوثي یاغیان د بهرني ترهګر ډلو د فهرست نه لرې کوي

امریکې د یمن په هوثي یاغیانو غږ کړی چې د نوو پوځي عملیاتو نه دې ډډه وکړي او د سعودي‌عرب دننه حملې ودروي چې له کبله یې د عامو خلکو سیمې متاثره کیږي.

د امریکې د خارجه وزارت ویاند نېډ پراېس د اتوار، یکشنبې، په ورځ‌ ناوخته په یو بیان کې وویل امریکا د هوثي یاغیانو په روانو حملو باندې ډېره فکرمنده ده. “ مونږ په هوثي یاغیانو باندې زور راوړو چې د بې ثباتۍ د ګامونو نه ډډه وکړي او د ملګرو ملتونو ځانګړي استاذي مارټن ګرېفېت سره تعمیري خبرو اترو کولو لپاره خپلې وعدې سرته ورسوي چې په سیمه کې امن ترلاسه کړی شي “.

نېډ پراېس وویل وخت راغلی چې د یمن جنګ ختمولو یو لار راوویستل شي.

د ملګرو ملتونو ځانګړي استاذي مارټن ګرېفېت چې د یمن د جنګ د سیاسي حل لپاره کوښښونه کوي د اتوار، یکشنبې، په ورځ د ایران دوه ورځنی سفر شروع کړی دی.

امریکې په هوثي یاغیانو د حملو ودرولو غږ په داسې حال کې کړی دی چې د صدر جوباېډن انتظامیې یو ورځې وړاندې د سعودي‌عرب په مشرۍ کې جوړ اتحاد سره د مرستو ودرولو حکم کړی.

د بشري‌ حقونو ډلې یمن کې د ملکي خلکو په سیمو د سعودي عرب په مشرۍ کې جوړ اتحاد په هوايي حملو سختې نیوکې کوي.

د امریکې صدر جوباېډن د یمن جګړه یو بشري او سټرېټیجک تباهي بللې. نوموړي تېره هفته کانګرس ته ویلي چې د هغه انتظامیه به هوثي یاغیان د بهرني ترهګر ډلو د فهرست نه لرې کوي. د خارجه وزارت یو چارواکي ویلي امریکې دغه ګام د بشري حقونو د بنیادونو په سر پورته کړی.

د امریکې پخواني صدر ډانلډ ټرمپ د خپلې واکمنۍ په آخري‌ ورځو کې هوثي یاغیان د بهرنیو ترهګرو په فهرست کې شامل کړي‌ وو.

د ټرمپ انتظامیې مرستندویه ډلې، ملګري‌ملتونه، د سور صلیب اداره او د ذراعت سره تړلي مواد او دوایانې یمن ته د مرستو ورکولو په وخت د بندیزونو نه مستثنا ګرځولې وې.

خو د ملګرو ملتونو چارواکو او مرستندویه ډلو ویلي‌ وو چې ځنې مرستندویه ډلو ته استثنا ورکول کافي نه دي او د ټرمپ انتظامیې دغه فیصلې واپس اخستو لپاره یې غږ کړی وو.

د بشري‌حقونو ډلو خبرداری ورکړی و چې هوثي یاغیان د بهرنیو ترهګرو ډلو په فهرست کې شاملول به د یمن لپاره د ضروري مرستو کوششونو ته نقصان ورسوي او یمن به په دومره لویه کچه د قحط سره مخ کړي چې په 40کاله کې نه دی لیدل شوی. ملګرو ملتونو د یمن جنګ د نړۍ ترټولو بد انساني‌ بحران بللی چې پکې د دغه ملک 80 فیصده خلک مرستو ته ضرورت لري.

د سعودي عرب په مشرۍ کې پوځي‌ اتحاد په کال 2015 کې په یمن کې پوځي‌ مداخلت کړی و او د ایران پلوه هوثي یاغیانو خلاف جنګ کې د یمن حکومتي‌ ځواکونو مرسته کوي. د ملګرو ملتونو چارواکي‌ کوشش کوي چې د یمن جنګ یو سیاسي‌ حل راویستو لپاره د امن خبرې اترې بیا شروع کړی شي.

د یمن جګړې له کبله د یو ملین نه زیات خلک بې کوره شوي او په جنګ ځپلي‌ ملک کې په لکونو خلک د بیمارو،‌ قحط او دوایانو د کمي سره مخامخ دي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG