لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د صدر ټرمپ او جو باېډن په انتخابي جلسو کې هم په کرونا وبا زیاتې خبرې کیږي


د امریکا صدر ډانلډ ټرمپ په نارت کېرولاینا،‌ اوهاویو او وسکانسن کې د خالي په ورځ درې لوې انتخابي جلسې کړي او د هغه مخالفه کاندید او پخواني ناېب صدر جو باېډن بیا د پینسلوېنیا په انتخابي میدان پام ګرځولی او تیره ورځ یې هلته په ګاډو کې په ناسته انتخابي کمپاېن په دوو دستورو کې برخه اخستې.

په خپلو جلسو کې د رېپبلکن ډلې صدارتي کاندید ټرمپ په ډیموکرېټ ګوند او مطبوعاتو نیوکې وکړې چې دوي په کرونا وایرس زیاته توجه کړې او تور یې ولګوو چې د جوباېډن او د هغه د ځوي په بد کارونو رڼا نه اچوي. صدر ټرمپ وویل ٫٫ دوي د باېډن د کورنۍ بډې رشوتونه یا کرپشن د پټولو کوښښ کوي.٬٬

په اوهایو کې د جلسې وړاندې په هوايي ډګر د صدر ټرمپ نه یو خبریال د کرونا وبا د زیاتیدونکو پېښو په اړه تپوس وکړو نو ټرمپ ځواب ورکړو ٫٫ تا د کېس توری یا ټکې استعمال کړو ځکه ته غواړې چې خلک ویروې. خلک مه ویروه.٬٬

په نارت کېرولاېنا کې په خپله جلسه کې ډانلډ ټرمپ بیا د کرونا وایرس د ټسټونو په اړه خبره کړې، د دغې یوه ورځ وړاندې په امریکا کې په یو ورځ کې د کرونا وایرس ریکارډ کېسونه یا ناروغان رپورټ‌شوي دي. ټرمپ د زیاتو کېسونو په اړه وویل ٫٫ په ځیني وختونو کې دا خه دي، خو کله کله دا احمقتوب هم دی.‌٬٬ نوموړي زیاته کړې ٫٫ کېسونه زیات دي، خو که مونږ د دې په نیمايي ټسټونه وکړو، کېسونه به هم نیم کم شي.٬٬ صدر وړاندې ویلي چې په یوه ورځ کې ریکارډ زیاتو کېسونو ٫٫ د دروغو خبرونو میډیا له د خبرو اترو کولو لپاره نور څه ورکړل.٬٬

صدر ډانلډ ټرمپ دغه خبرې د ګڼې ګوڼې یوې داسې جلسې ته کولې چې خلکو پکې د یو بل نه د لرې پاتې کیدو پام نه وو ساتلی. په اوهایوو کې خپلې انتخابي جلسې ته د وینا په وخت صدر ویلي ٫٫ کرونا په تلو کې ده٬٬ خو میډیا یواځې د کرونا په کېسونو خبرې کوي او د کرونا د لاسه د مرګونو شرح کمیدو په اړه هیڅ نه وايي.‌

صدر ټرمپ دا خبرې په داسې وخت کړي چې د امریکا په یو شمیر ایالتونو کې د کرونا ناروغانو د داخلیدو شمیرې په زیاتیدو دي. په امریکا کې د صدر ټرمپ په شمول ۸.۵ میلینه یا ۸۵ لکه خلک په کرونا اخته شوي او ۲لکه ۲۵ زره ترې مړه شوي. د کرونا وایرس لا تراوسه کوم علاج هم نشته.

تیره ورځ د انتخابي جلسو وړاندې صدر ټرمپ په فلوریډا کې خپل ووټ هم اچولی،‌ د دغې ووټ سره صدر ټرمپ په رسمي توګه د خپل اوسیدو ریاست فلوریډا ته اړولی. ټرمپ د تیر کال پورې په نیویارک کې وو. په دغې مهال صدر ټرمپ خبریالانو ته ویلي، ٫٫ ووټ یا رایې ورکول د ویاړ کار دی٬٬ ټرمپ ویلي ٫٫ ما ټرمپ نومې یو تن ته ووټ ورکړی.٬٬

د جو باېډن انتخابي‌ هلې ځلې:

تیره ورځ د جو باېډن انتخابي کمپاېن په دویمه دستوره کې سندرغاړي جون بون جوي د باېډن د وینا وړاندې درې سندرې ویلي. دغه دستوره د پېنسلوینیا په ډلاس ښارکې د هايي سکول په میدان کې شوې او خلک په خپلو ګاډو کې ناست وو او د ګاډو هارنونه د چکچکو یا لاسونو پړقا لپاره وهل کیدل.

دغې دستورې له د نیوجرسي نه ورغلی یو تن سنګر چا چې خپل ماشومتوب په پنسلوینیا کې تیر کړی وايي ٫٫ په دې ورځو کې په ریډیو، او په ټي ویانو د ټرمپ په جلسو کې ځه تل ٫ زه، زه ، زه، اورم. خو زه دا ګڼم چې جو په مونږ یا د ټولو خلکو په طاقت باور لري.٬٬ باېډن خپلو پلویانو ته د کرونا وایرس په اړه وویل چې ٫٫ تیره ورځ زمونږ لپاره تر ټولو بده ورځ وه.٬٬ او ٫٫ټرمپ په دې اړه هیڅ هم نه کوي.٬٬

د پخواني ناېب صدر تر مخه ٫٫ صدر ټرمپ تر اوسه داسې هیڅ یو کار نه دی کړی چې هغه یې د کولو ویلي وو.٬٬ دغه دستوره په مهمه لوزرني کاونټۍ کې شوې وه چرته چې په کال ۲۰۱۲مې د بارک اوباما او باېډن د ټکټ لپاره رایې ورکړل شوې وې، خو بیا څلورکاله وړاندې یې پینسلوینیا صدر ټرمپ ته ورکړې وه.

د دغې وړانې باېډن په بکس کاونټۍ کې د تولنیز واټن د اوصولو لاندې په یو کالج کې په یوه دستوره کې ګډون کړی وو. د دغې دستورې نه لږ لرې دصدر ټرمپ د پلویانو چغې هم اوریدل کیدل چې دومره تیز وو چې باېډن یې د خپل موجودیت نه خبر ساتو. جو باېډن وویل ٫٫ کوم خلک چې زما پلویان نه دي ځه به د خپلو پلویانو په شان هغو لکه کار کومه، هغه کسانو له هم د چا سره چې ماېکروفون دی او هلته ولاړ دي.٬٬ د کرونا وایرس په اړه د خبرو په وخت باېډن ویلي ٫٫ تر څو چې مونږ د خپل ژوند کولو طریقې بدلې نه کړو په مونږ یو تور اوسخت ژمی راروان دی.٬٬

ټرمپ په خپله انتخابي جلسه کې په جو باېډن ټوقه کړی او هغه ته یې ٫٫ هڅونکی تن ویلی.٬٬

پخواني امریکايي صدر بارک اوباما تیره ورځ د فلوریډا په نارت میامي کې په ګاډو کې ناستې دستورې کې ګډون کړی. بارک اوباما ویلي ٫٫ په راروانو لسو ورځو کې چې مونږ څه وکړو هغه به د لسو کالو پورې اثر ولري.

په امریکا کې صدراتي ټاکنو ته که څه هم د دوو اونیو نه کم وخت پاتې دی، ۵۷ میلینه امریکایانو د وړاندې نه خپلې رایې ورکړي. او امکان دی ۱۰۰ میلینه نور هم به د دې انتخاباتود ګټونکي د اعلان وړاندې رایې ورکوي. په امریکا کې شوې زیاتره نظر پوښتنو کې جو باېډن د ټرمپ نه وړاندې دی او په مهمو ایالتونو کې هم دغه فرق لږ شان شته چې تمه ده د انتخاباتو نتیجې به بدلې کړي.‌

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG