لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

افغان مېرمنې وايي د افغانستان د امن په بهیر کې یې حقونه واضحه نه دي


 د امریکې څیړنیزې ادارې یو ایس ايي پي یا یو ایس انسټیټیوټ اف پیس کې په افغانستان کې د امن او په دې کې د مېرمنو د حقونو په اړه د یوې غونډې په موقع افغان مېرمنو وویل د دی باوجود چې د افغانستان د امن په معاهده کې د ښځو د حقونو خبره واضحه نه ده
 د امریکې څیړنیزې ادارې یو ایس ايي پي یا یو ایس انسټیټیوټ اف پیس کې په افغانستان کې د امن او په دې کې د مېرمنو د حقونو په اړه د یوې غونډې په موقع افغان مېرمنو وویل د دی باوجود چې د افغانستان د امن په معاهده کې د ښځو د حقونو خبره واضحه نه ده

د امریکې څیړنیزې ادارې یو ایس ايي پي یا یو ایس انسټیټیوټ اف پیس کې په افغانستان کې د امن او په دې کې د مېرمنو د حقونو په اړه د یوې غونډې په موقع افغان مېرمنو وویل د دی باوجود چې د افغانستان د امن په معاهده کې د ښځو د حقونو خبره واضحه نه ده او نه پکې ښځو ته د شاملېدو موقع ورکړی شوي خو افغان ښځې پخپله او عالمي ټولنه به د ښځو د حقونو او ترقۍ په مد کې کامیابۍ دلاسه نه ورکوي.

افغان ښځو ته د اختيار ورکولو او د حقونو د تحفظ په عنوان دغه غونډه کې ګډون کوونکو د امریکې د خارجه وزارت د ښځو د چارو سفیرې کیلي اي کري، د یو ایس ایډ چارواکې جیني ای مکګي، د پاکستان او افغانستان دپاره د یو ایس ایډ چارواکې کېرن ایل فريمېن، د افغانستان د ښځو د وزارت عبوري وزیره حنیفه صافي، د افغان حکومت د مذاکراتي ټیم غړې ډاکټر حبیبه سرابي، د افغانستان نایب داخله وزیره حسنه جلیل، او د افغان ښځو د حقونو فعاله پلوشه حسن شامل وو.

د غونډې برخه وال په دې نظر وو چې د نړۍ په یو ملک کې هم دوامداره ترقي د ښځو د شمول نه بغیر ممکنه نه ده. او پداسي وخت کې چې د ۲۰۰۱ کال نه راپدیخوا افغان ښځو په تعلیم، تجارت، اقتصاد او د ژوند په هره برښه کې ډیر پرمختګ کړی نو طالبانو دپاره به ممکنه نه وي چې د وخت پایا بیرته ۱۹۹۰ کال ته تاوا کې.

په بحث کې وویل شو ۲۰۱۹ کال کې سکولونو ته تلونکي ماشومانو کې ٪40 شمیره د جینکو وه. دغه شان د افغانستان د ښځو د وزارت عبوري وزیرې حنیفه صافي وویل چې د افغانستان په سرکاري ادارو کې دا وخت ٪29 کار کوي. د دی سره سره 261 ښځي ججانې یا قاضیانې دي، 643 سرکاري وکیلانې دي، او د ښځو پرضد د تشدد د مخنیوي په لړ کې هم په سپریم کورټ کې یوه خصوصي څانګه جوړه کړی شوي او دا هم چې د افغان حکومت په مذاکراتي ډله کې 4 تکړه افغان ښځي شامل دي چې د تولو افغان ښځو د نمائندګۍ ذمه واري يي په غاړه ده.

د امریکې د خارجه وزارت د ښځو د چارو سفیرې کیلي اي کري وینا وه چې په افغانستان کې د امن راوستو عمل په شروع کیدو افغان ولس ته مومبارکي وايي او افغان ښځو او جینکو ته دا پیغام هم ورکوي چې د افغان مېرمنو د ګټو، لاس ته راوړنو او د اندیښنو نه خبر دي. په خصوصي توګه هغه ښځي چې په افغانستان کې د امن په لړ کې د کوششونو دپاره په هدف کیږي.

میرمن کیلي زیاته کړه امریکا او عالمي ټولنې په ټولو مذاکرات کونکو دا واضحه کړي چې د دی موقعې نه دي ګټه پورته کړي او د تېرو وختونو غلطۍ دي وه نه کړي. او دا چې مونږ د یوه داسي افغانستان ملاتړ کوو چې خودمختاره، ټولو ته نمائندګي او برخه ورکونکې او په یووالي جوړ وي. او نه یواځي خپل بلکه دخپلو ګاونډیانو سره هم په امن وي او د ټولو انساني حقونو بشمول د ښځو د حقونو احترام کوي.

میرمن کیلې اویل د خپل اینده فیصله به افغانان پخپله کوي. او امریکې دا واضح کړي چې د امریکه سره د سیاسي او د مالي تعلقاتو اړخ به هم د افغانانو د خوښې په بنیاد جوړیږي. او راتلونکې افغان حکومت که د ښځو د حقونو تحفظ نه کوي نو بیا دي د امریکه نه دهغه پالیسئ طمع نه ساتي کومه چې نن ده. او زلمي خلیلزاد هم ویلي دي چې پدی معاملاتو پرمختګ به زمونږ دپاره لکه د سرې کرخې کاروکړي. سفیرې کیلي وویل دا حقیقت دی چې هم هغه ټولنې باثباته، څوکاله، پرامنه او پرمختګ کوي چرته چې ښځو ته مخ په وړاندي تلو ډاډ ورکړی کیږي، د جمهوري اقدارو او د قانون بالا دستي يي.

دهغی وینا وه، د هر کله نه زیات موجوده کې د دی ضرورت دی چې د افغان ښځو غږ واوریدل شي. ځکه چې افغان ښځو په تیرو ۲۰ کالو کې په ډیره سخته ځان له په ټولنه کې ځاي جوړ کړی او مونږ به ددوي پرشا ولاړ یو. کوم حکومت چې به ددوي حقونو خوندي نه ساتي د امریکه روابط به ورسره د نن په شان پاتي نه شي او دا خبره د خارجه سیکرټري نه تر د کانګریس او وائټ هاوس پوري واضح دا. او هم چې هلته روان تشدد ختمیدل پکاردي ګني نو د مذاکراتو دپاره به ښه ثابت نه شي.

په بحث کې موجود د افغان حکومت د مذاکراتي ټیم غړې حبیبه سرابي وویل، د نړيوالې ټولنې او د افغان ښځو د خپل حق د غوښتنې غږ په عالمي کچه د پورتا کولو په سبب طالبان دې ته برابر شوي چې اوس د ښځو خبره کوي خو دا هم حقیقت دی طالبان به دا تسلیموي چې دا نه خو د ۱۹۹۰ دور دی او نه حالات هغه شان دي. دوي ته به د نن د وخت په حساب د ښځو مسلو ته کتل وي. میرمن سرابي زیاته کړه، موجوده کې د بین لافغاني خبرو په فریم ورک کار روان دی خو دوي به دا یقیني کوي چې کله مذاکرات شروع شي نو د ښځو حقونه يي په ایجنډه کې وي. هغی د نړيوالې ټولنې او امریکه نه اوغوښتل چې په امن مذاکراتو دي ژور نظر وساتي، ددی عمل په حقله دي خپل پیغامونه هم جاري ساتي او افغان ټولنه دي هم ځان بیداره ساتي.

د افغانستان نائب داخله وزیره حسنه جلیل هم د بحث شریکه وه. دهغې وینا وه چې د امن عمل بی د خنډه مخ په وړاندي بوتلو دپاره ضروری دا چې طالبان د ډزبندئ خپله ژمنه پوره کړي. بله دا چې افغان حکومت دا منصوبه دا چې کوم طالبان د امن په نتیجه کې په افغان امنیتي پوځونو کې شاملیدل غواړي هغوي ته به لاري اذادي وي خو پدی شرط چې هغوي به دی ته ځان تسلیمئ چې ښځي، او د ملک نورې ټولنې هم د دی پوځونو برخه دي. میرمن جلیل ذیاته کړه، افغان حکومت په دی هیڅ دویم سوچ نه لري.

  • 16x9 Image

    ثمینه احسن

    ثمینه احسن د خېبرپښتونخوا د پېښور یونیورسټۍ نه په جرنلزم او ماس کمیونیکېشن سره سره په پولیټیکل ساینس کې هم سبق وېلی. هغه د 2009 راهسې د ډیوه سره د خبریالې په توګه کار کۍ. ثمینه احسن د دی نه وړاندې د PACT  په نوم د پاکستان او افغانستان دپاره د یوه رېډیو پراجېکټ، د پېښور رېډیو سټېشن، او FM سټېشنونو سره هم کار کړی. هغه د ښځو او جینکو، ماحولیاتو، سیاست، او په نورو ډېرو موضوعاتو لیکل او ویډیو رپورټونه جوړۍ. تاسو ورسره دلته ملګري کېدی شۍ.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG