لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

 د چین ویغور مسلمانان د پاکستان نه د شړلو وېره لري


غېر رسمي شمېرې ښيي چې پاکستان کښې نزدې زرو پورې ویغور کورنۍ ژوند کوي. په دوی کې ځېنې د ۱۹۵۸ نه آباد دي او زیاتره اوس پاکستاني شهریت هم لري. دوی اکثره د پاکستان راولپنډې ښار، ګلګت او د اففانستان په خوست کې ژوند کوي
غېر رسمي شمېرې ښيي چې پاکستان کښې نزدې زرو پورې ویغور کورنۍ ژوند کوي. په دوی کې ځېنې د ۱۹۵۸ نه آباد دي او زیاتره اوس پاکستاني شهریت هم لري. دوی اکثره د پاکستان راولپنډې ښار، ګلګت او د اففانستان په خوست کې ژوند کوي

په خټه ترک، ۴۰ کلن محمد حسن د چين د سېنکیانګ صوبې دی او ویغور مسلمان دی۔ نوموړی د پاکستان په راولپنډۍ ښار کې يو ريسټورانټ لري، خو چې کله د اکتوبر په میاشت کې حکومت د پاکستان نه د بې اسناده کډوالو ویستلو فیصله وکړه نو د هغې راسې په پاکستان کې د مېشتو ویغور کډوالو په اړه اندېښمن دی.

هغه وايي، “دلته په پاکستان کښې مونږ آزاد يو، آزاد ژوند کوو، چین کښې اوسیدونکي مسلمانان غلامان دي. نه ورته د خپل مذهب باندې د عمل اجازه شته، نه په خوښه دیني تعلیم ترلاسه کولی شي، کوم مسلمان چې د چین ناروا سلوک پرضد آواز پورته کوي نو حراستي مرکزونو کښې قید کړای کېږي۔"

غېر رسمي شمېرې ښيي چې پاکستان کښې نزدې زرو پورې ویغور کورنۍ ژوند کوي. په دوی کې ځېنې د ۱۹۵۸ نه آباد دي او زیاتره اوس پاکستاني شهریت هم لري. دوی اکثره د پاکستان راولپنډې ښار، ګلګت او د اففانستان په خوست کې ژوند کوي۔

د يادې ټولنې د مشرانو په وينا په پاکستان کې اوسیدونکي ۸۰ فیصده ویغور مسلمانانو سره پاکستاني شهریت شته خو پاتې ۲۰ فیصده اسناد نه لري.

په پاکستان کې د عمر ويغور ټرست مشر عمر خان وايي حکومت بې اسناده ویغور کډوالو ته د هېواد نه د وتلو لپاره موده غزولې ده خو وايي چې که دوی ځي نو چرته به ځي.

“دلته اوسېدنکي ۲۰ فیصده ویغور آبادۍ سره نه د پاکستان شهریت شته، نه د چین او نه د افغانستان. دوي اوس پاکستان کښې نشي اوسېدې او که چین ته ځي نو هلته به د ریاستي جبر ښکار کېږي ځکه موږ د نړيوال ټولنې نه غوښته کوو چې داسې ویغور چې د ېو هیواد شهریت هم نه لري باید بل یو هیواد کښې دې آباد کړای شي. که داسې نه کېږي نو دا تنان به چین ته لیږل کېږي اؤ هلته به ورسره ناروا چلند کېږي.”

د پاکستان خارجه دفتر د وي او ای ډېوه پوښتنو ته په ځواب کې ویلي چې د هېواد نه د ویغور مسلمانانو د ویستلو د پرېکړې خبرونه پروپېګنډه ده. خو د ویغور د بشري حقونو اداره وايي پاکستان د ۹۰یمې نه تر ۲۰۰۱ پورې ۲۷ ویغور، د ۲۰۰۱ تر ۲۰۰۸پورې ۱۷ او د ۲۰۰۹ نه ۲۰۰۱۵ پورې نزدې ۱۶ ویغور مسلمانان چین ته په لاس ورکړي.

پاکستان نه اوس او نه پخوا وختونو کې چین ته د ویغور مسلمانانو په ورکولو څه ویلي دي. خو د ویغور مسلمانانو د بشري حقونو پراجېکټ (تنظیم) وايي چې پاکستان د چین د فشار لاندې ویغور مسلمانان چین ته ورسپاري.

ویغور مسلمانان، امریکا او د اروپايي ټولنې یو شمېر هېوادونه په چین د ویغورو سره د بد چلند او هغوی په بیګار کېمپونو کې د ساتلو تورونه پورې کوي. چین د پاکستان په ګډون په نورو هېوادونو کې هم پناه اخستونکو مرورو ویغوریانو باندې تور پورې کوي چې دوی د بېلتون غوښتونکې ډلې شرقي ترکستان تحریک ملاتړ کوي.

د پاکستان د نورو حکومتي مشرانو په څېر، اوسني نګران وزیراعظم انوار الحق کاکړ په چین کې د ویغورو سره په ناوړه چلند څه نه وايي. د وايس اف امريکه سره تېره هفته په یوه مرکه کې ښاغلي کاکړ ویلي چې په سېنکیانګ کې یې د “بشري حقونو سرغړونه” نه ده لیدلې.

نګران وزیر اعظم کاکړ وايي، “دا مسلمانان چې سنکیانګ صوبه کښې ژوند کوي نو د چین په ليډر شپ کښې ډیر ښه وخت تیروي، ما خپله چرته هم نه دي کتلي چې چین لخوا په دې مسلمانانو څه ظلم شوی وي، د نړې هغه هیوادونه په سېنکیانګ صوبه کښې د بشري حقونو سرغړونو خبره څنګه کولې شي چې په غزه کښې د فلسطینانو په وژنه غلې دي.”

ښاغلی کاکړ وايي خپله سېنکیانګ صوبې ته تلی وو او خلکو ورته ویلي وو چې خوشاله دي.

د پاکستان پخواني وزیراعظم عمران خان هم په هره عالمي غونډه کې د اسلامو فوبیا خبره کوله خو د ویغور مسلمانانو سره د چین په چلند یې نیوکو نه ډډه کوله.

په واشنګټن کې د امریکا کانګرس ته د چین د بیګار کېمپونو نه خلاصو شوو دواو مېرمنو د روان کال مارچ میاشت کې ویلي وو چې په کېمپونو کې ګېر کړل شوي په خټه ترک مسلمانان هر ورځ د ۱۱ ساعتو پورې د چین د حکومت ثنا صفت ویلو باندې مجبور کول کېږي، په څوکیو پورې تړل کېږي او ظلم ورسره کېږي.

امریکا په ۲۰۲۱م کې د ویغور سره د چین ناوړه چلند “بشر وژنه” بللې وه.

د ملګرو ملتونو ۵۱ غړو هم یوه میاشت وړاندې په اکتوبر کې د ویغور مسلمانانو سره د چین ناوړه چلند غندلی وو.

تېر کال د پاکستان، انډونېزیا، قطر، کازخستان، ازبکستان، امارات، سېنېګال، او سوډان په ګډون ۱۹ هېوادونو د ملګرو ملتونو د بشري حقونو په جرګه کې د ویغورو سره د چین په ناوړه چلند د بحث مخه نیولې وه.

چین پخوا د بیګار کېمپونو او په هغو کې د ساتل شوو ویغوریانو رپوټونه ردول خو بیا یې ومنل او زیاته یې کړه چې دغه ګامونه یې د ترهګرۍ او تندلارۍ پر ضد اخستي دي.

محمد حسن د چين تورونه ردوي او وايي چې د دوی د ټولني جرم دومره دی چې دوی مسلمانان دي۔

“مونږ ښه وخت کښې دلته راغلو خو اوس په چین کښې خپلوخپلوانو سره د ټېلي فون د لارې هم خبرې نه شو کولی ځکه چې پآکستان نه ورته ټېلي‌فون کوو نو بیا یې د چین استخباراتي ادارې ځوروي۔ په چين کې زموږ خپل خپلوان وايي چې موږ سره رابطه مه کوئ.”

  • 16x9 Image

    وقار احمد

    وقار احمد په اسلام آباد کې د وي او اې ډيوه خبريال دی، په سياسي، تعليمي، روغتیايي، کلتوري او ځانګړو موضوعاتو وېډیو، رېډيو او د ويب لپاره رپورټونه جوړوي. له تېرو 15 کلونو راهیسې د پاکستان له شخصي ټيلیویژن چېنلو او نړيوالې مېډيا سره کار کوي. وقار احمد د پوليټيکل ساینس د ماسټرۍ له ډګري سره سره د ګرافیکس ډیزاین ډګري هم ترلاسه کړې ده.

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG