لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د عیسایت د کېتولېک مسلک مرکز وېټېکن د جنس د بدلولو او حمل د ضایع کولو مخالفت کړی


په دې تصویر کې پوپ فرانسېس ليدل کېږي. هغه د بل دپاره ماشوم په زېږولو د پابندۍ غوښتنه کړې ده
په دې تصویر کې پوپ فرانسېس ليدل کېږي. هغه د بل دپاره ماشوم په زېږولو د پابندۍ غوښتنه کړې ده

د عیسایت د کېتولېک مسلک مرکز وېټېکن په جنس کې د تبدیلۍ، د بل دپاره ماشوم د زېږولو، سقط یا د حمل د ضایع کولو او د لا علاج ناروغۍ مریض د ژوند د ختمولو مخالفت کړی دی. څلور میاشتې مخکې وېټېکن د هم جنس پرست جوړو حمایت کړی و.

د نظریاتو په اړه د وېټېکن دفتر د اېنفېنېټ ډېګنټي یا د لامحدوده وقار په عنوان اعلامیه پس له دې شایع کړه چې زاړه پالو او په خصوصي توګه په افریقا کې د هم جنس پرستۍ په اړه د وېټېکن د دستاوېز سخت مخالفت وشو.

په اعلامیه کې داسې څه نه دي وېل شوي چې نوي مسوده يې د هم جنس پرستۍ په اړه د وېټېکن په دریځ د لانجې په جواب کې شایع کړې ده. دا دستاوېز په پينځو کلونو کې تیار شوی او په دغه مهال په کې ګڼ شمېر تبدیلۍ شوي دي.

د وېټېکن د یو بیان ترمخه، پوپ فرانسېس د دستاوېز منظوري ورکړې او دا غوښتنه يې کړې ده چې په دې کې دې د غربت، د کډوالو د صورتحال، د ښځو په ضد د تشدد، د انسانانو د سمګلېنګ، د جنګ او د ځینو نورو موضوعاتو ذکر هم وکړی شي.

په اعلامیه کې د بل دپاره ماشوم زېږول یا سروګېټ پېرېنټېنګ د بل دپاره ماشوم د زېږونکي ښځې او د ماشوم د وقار خلاف کار بللی او په دې لړ کې يې د سږ کال د جنورۍ په میاشت کې د فرانسېس هغه وېنا ته اشاره کړې چې دا کار يې د کرکې وړ بللی او په دې په نړیواله کچه د پابندۍ غوښتنه يې کړې ده.

په اعلامیه کې د جېنډر تېري یا د جنس د مفکورې په اړه وېل شوي چې ژوند د خدای تحفه ده او د جنس په اړه د خپل ځان خپله تعین کول داسې ده لکه چې انسان د خدايي سره مقابله کوي.

جېنډر تېري یا د صنف مفکوره چې مخالفین یې د جنس په نظریه هم یادوي، وايي جنس د نر او د مادې د دوو قسمونونه زیات پېچيده دی او د جنس د ظاهرو خصوصیاتو نه په نورو ډیرو خبرو انحصار لري.

د جنس د تبدیلۍ په اړه د وېټېکن اعلامیه وايي دا کار د انسان هغه منفرد وقار د ختمولو خطر لري چې د انسان بدن د جوړېدو په وخت هغه ترلاسه کړی وي.

په اعلامیه کې دا خبره منل شوې چې ځینې خلک جنس په لړ کې د څه غېر معموليت لرې کولو دپاره اپرېشن کولی شي خو د دې مطلب به په جنس کې تبدیلي نه وي.

په اعلامیه کې د دې خبرې غندنه شوې چې په ځینو ځایونو کې ځینې خلک د جنس د خپل انتخاب په سر په زندان کې اچول شوي، تشدد په کېږي او د ژوند د خوند نه محرومه کړی شوي دي.

په اعلامیه کې د سقط یا د حمل د ضایع کولو، د لاعلاجه مرض بيمار د ژوند ختمولو او د مرګ د سزا غندنه شوې او په دې لړ کې د فرانسېس او د هغه د یو شمېر نورو پېش رو پوپانو د بیانونو ‌ذکر شوی دی.

په اعلامیه کې جنسي تېری د انسان د وقار په ضد ګام بلل شوی او وېل شوي دي چې د دې پېښې د کېتولېک چرچ په شمول هرځای کېږي.

د وېټېکن په اعلامیه کې د ښځو په ضد د تشدد، په انټرنېټ د خلکو ویرول کېدل او د انلاین د نورو زورونو مخالفت شوی دی.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG