لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

طالبانو په افغانستان کې د VOA،  ‌BBC  او DW خپرونې بندې کړې 


د افغانستان طالب واکدارانو شخصي تلویزیون چېنلې منع کړي چې د وايس اف امریکا، امریکا غږ، د بي بي سي او د جرمني نشریاتي ادارې ډویچې وېلی نشریات به د هېواد دننه نه خپروي.

دریو واړو ادارو د طالبانو دغه پرېکړه غندلې او په طالبانو يې د دغه پرېکړې بيرته اخستو غږ کړی دی.

د وايس اف امریکا سرپرستې يولاندا لوپيز د اتوار په ورځ ويلي، "مونږ د طالبانو نه غواړو چې په دغه پرېکړه بيا غور وکړي، په خپرونو بندېز لګول غېر اخلاقي او د اظهار رايې د ازادۍ خلاف دي کومه ازادي چې د افغان ولس حق دی".

په افغانستان کې طلوع نيوز او شمشاد ټي وي په اوونۍ کې پينځه ورځې د وايس اف امریکا نيمه ساعتي خبري خپرونې د افغانستان د خلکو دپاره په پښتو او دري ژبو کې خپروي.

لوپيز ویلي، "دوی د طالبانو په دغه پرېکړه مايوسه شوي او خفه شوي"، هغې زياته کړې "دوی ژمنه کوي چې دوی به د افغانستان ولس ته کره مالومات ورکوي، او خپلې خپرونې به د ټيلي ويژن، رېډيو او انټرنېټ(ټولنيزو رسنيو) د لارې دومداره ساتي".

بي بي سي هم په طالبانو غږ کړی چې د دوی په خپرونه بندېز دې لرې کړي.

د بي بي سي طارق کفالا ويلي، "د بي بي سي د ټيلي ويژن خپرونې چې په پښتو، فارسي او ازبک ژبو کې خپرول کيږي، په ټيلي ويژن چېنلو ودرول شوي دي".

کفالا ويلي، "په افغانستان کې روان د غېر یقيتي صورتحال او کړکېچ په وخت کې دغه ګام د اندېښنې وړ دی".

د طالبانو وياند د نړیوالو مطبوعاتي ادارو د خپرونو د بندېز په اړه ويلي، هغه په دغه اړه مالومات رايو ځای کوي او بيا به ځواب اووايي.

د ډویچی وېلی افغان څانګې د ګل، دوشنبې، په ورځ وویل د ډي ډبلیو افغان همکاران به د ادارې نشریات بیا نه خپروي.

ډي ډبلیو وویل په افغانستان کې د ادارې په نشریاتو په بیا خپرول کېدو د بندیز له امله به یې په طلوع تلویزیون سیاسي خپرونه او په شمشاد او په ارایانه تلویزیون د ساینس پروګرامونه متاثر شي.

د ډي ډبلیو مشر پیټر لېمبرګ په افغانستان کې په مطبوعاتو زیاتېدونکي بندیزونه د پرېشانۍ وړ دي.

د پیټر لېمبرګ بیان ډي ډبليو په خپله وېب پاڼه خپور کړی دی. هغه وویل طالبانو دا کار جرم ټاکلی چې د ډي ډبلیو افغان همکاران به د جرمن ادارې نشریات نه خپروي. هغه زیاته کړه د طالبانو دا ګام د مثبت پرمختګ مخه نیسي.

ځايي او نړيوال ناقدين وايي په افغانستان کې د طالبانو په واکمنۍ کې د اظهار رايې ازادي خرابه شوې ده.

په افغانستان کې د طالبانو په واک کې د راتلو وروسته وخت په وخت افغان جرنلسټان نيول شوي او ځورول شوي او د طالبانو موقتي حکومت د جرنلسټانو دپاره قاعدې جوړې کړي چې پکې ويل شوي د امر باالمعروف او نهې عن المنکر لاندې کار کوي.

په دسمبر کې د بې پولې خبريالانو تنظميم (رپورټر ود اوټ بارډرز) په خپله يوه نظر پوښتنه کې ويلي، چې د طالبانو په واک کې د راتلو وروسته په افغانستان کې 40 فيصده مطبوعاتې ادارې تړل شوي، او 80 فيصده ښځينه جرنلسټانو دندې د لاسه ورکړي دي.

د نظر پوښتنې ترمخه په 15 اګست د طالبانو د راتګ وروسته 6400 جرنلسټانو او په مطبوعاتي ادارو کې کار کوونکو دندې د لاسه ورکړي دي.

طالبانو د وایس اف امریکا او بي بي سي پروګرامونه په داسې وخت کې بند کړي چې په طالبانو د جینکو د سکولونو تړلو وروسته په نړيواله فشار زيات شوی او د طالبانو دغه عمل غندل شوی دی.

طالبانو چې په 23 مارچ د جينکو دپاره سيکنډري سکولونه يا تعليمې ادارې پرانستې خو سمدست يې بيا تړلې وې.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG