لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

وي او ای د افریقايي هیوادونو٫٫هوسا٬٬ څانګې ۱۵ غړي لرې کړي


واېس اف امریکا (امریکا غږ) د ختیځ افریقا هوسا څانګې ۱۵ غړي د خپلې دندې لرې کړي. ادارې د زیارت په ورځ اعلان کړی چې د پلټنو وروسته معلومه شوې دغه تنانو د افریقايي هیوادونو یو شمیر چارواکو نه په غیر قانوني توګه پېسې ترلاسه کړې وې.

د وي او ای ډاېرېکټرې امېنډا بېنټ د زیارت په ورځ په یو برېښنالیک یا اي میل کې د ادارې کار کونکي د دغه ګام نه خبر کړل.

په دغه اي مېل کې لیکل شوي ٫٫ د امریکا د قانون سره سم د هوسا څانګې ۱۵ غړي د خپلو دندو لرې کړی شوي.٬٬

د وي او ای هوسا څانګه په ناېجیریا او ناېجر کې نژدې ۲۰ مېلینه خلکو ته خپرونې کوي. په ګهانا، چاډ او کېمرون هیوادونو کې هم د دغه څانګې ګڼ شمیر اوریدونکي دي.

د وي او ای یو چارواکي ویلي د یوې میاشتې پورې اوږدې پلټنې ښايي دغه کارکونکو د روان کال په پیل کې په یو ځل دغه پېسې ترلاسه کړي.

که څه هم چارواکو تر دې دمه د ورکړل شوو پېسو په اړه څه نه دي ویلي خو د مطبوعاتي رپورټونو تر مخه په ناېجیریا کې د چارواکو لخوا خبریالانو ته په خړو لفافو کې پېسې ورکول یوه عادي خبره ده.

په واشنګټن کې د ناېجیریا سفارت خانې په دغې اړه د څه ویلو نه ډډه کړې او ویلي يې دي، دغه د ادارې خپله ستونزه ده.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG