لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ایف بي ايي: د بایډن د سوګند د دستورې په وخت د مظاهرو ویره ده


تیره اونۍ د صدر ټرمپ د تندرؤ پلویانو د کانګرس په وداني د حملې ورستو د ممکنه حملو او تشدد په پېښو په فکر مندیو کې تېزي لیدل کېږي.

دا حملې او تشدد د منتخب صدر بایډن د سوګند د دستورې په وخت په ټول هیواد کې امکان لري.

وفاقي استخباراتي ادارې ایف بي ايي د ګل په ورځ وي او ای ته وویل دويي تشدد ته د تیارو ډلو یا په ځانګړي کچه د داسې کونکو او په مجرمانه حر کتونو کونکو نظر ساتي. د ادارې تر مخه داسې پېښې د اقتدار د انتقال په وخت ممکن دي.

ادارې په خپل بیان کې ویلي دي:

“په روایتي توګه د داسې څارنو رپورټونه ښکاره نه کېږي، خو دويي په دې لړ کې د ریاست، ځايي او وفاقي امنیتي ادارو سره په تماس کې دي”

اداره وايي دويي په پرامنو مظاهرو کونکو کار نه لري خو په هغه چا یې نظر دی چې خپل او د نورو امنیت ته خطر جوړیدی شي.

د ادارې دا رپورټ چې لومړی په ای بي سي نیوز او بیا په یاهونیوز باندې خپور شوی ؤ کې ویل شوي چې بدې پېښې د سر ښار په ګډون په پنځوست واړو ریاستونو کې کیدی شي.

خبر کې خبرداری دی:

“داسې معلومات دي چې وسله والې ډلې د جنورۍ په شپاړسمه واشنګټن ته سفر کولی شي”

د خبر تر مخه:

دويي خبرداری ورکړی که صدر ټرمپ د پینځویشتم تر میم لاندې ګوښه شو نو د لوی پاڅون ویره ده”

د ادارې بیان په نور تفصیل کې ویلي دي چې د ېوې ډلې نیت دی که صدر ټرمپ د ۲۰ مې جنورۍ نه وړاندې له خپله منصبه ګوښه کېږي نو په ریاست، وفاقي او ځايي ادارو به حملې وکړي.

د هوم لینډ ډېپارټمنټ ويلي دي چې د ګل په ورځ یې خفیه ادارو ته امر ورکړی دی چې د منتخب صدر بایډن د څوګند د دستورې د خوندي ساتلو تیارۍ شپږ ورځې وړاندې ونیسي.

د قامي محافظ کارې ادارې مشران وايي د شلمې جنورۍ د دستورې په ورځ به ۱۵۰۰۰ زره مامورین ګمارل کېږي.

د قامي پارکونو ادارې نېشنل پارک سروس ویلي د جنورۍ د یولسمې نه د واشنګټن مانومېنټ سیمه د سیلګرو لپاره تړي.

د وایټ هاوس چارواکو ویلي دي صدر ټرمپ د بدو پېښو د مخ نیوي لپاره د جنورې تر ۲۴ مې نیټې بیړني حالات په ځای کړل.

تېره اونۍ د کانګرس په وداني د شویو تشدده ډکو حملو ورستو د واشنګټن د پولیسو نه پلټنې روانې دي. چارواکي وايي داسې ګامونه پورته کولو ته وړتیا ده چې د امنیت په ساتلو کې بیا غفلت او نشي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG