لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د امریکې د کانګرس منځ مهاله انتخاباتو کې ووټونه نن دي


د نهې، سه شنبې، په ورځ د منځنۍ مودې په انتخاباتو کې د کانګرس د لاندني ایوان هاوس اف رېپرېزېنټېټيوز د ټولو ۴۳۵ چوکیو او د ایوان بالا یا د سېنېټ په ۱۰۰ کې ۳۵ نشستونو دپاره د نمایندګان انتخاب کېږي
د نهې، سه شنبې، په ورځ د منځنۍ مودې په انتخاباتو کې د کانګرس د لاندني ایوان هاوس اف رېپرېزېنټېټيوز د ټولو ۴۳۵ چوکیو او د ایوان بالا یا د سېنېټ په ۱۰۰ کې ۳۵ نشستونو دپاره د نمایندګان انتخاب کېږي

د امریکې د کانګرس غړو د انتخاب دپاره په مېلینونو امریکایان د نهې، سه شنبې، په ورځ ووټونه ورکوي.

د ووټونو نتېجې د ډېموکرېټک پارټۍ صدر جوبایډن د صدارت په باقي پاتې دوو کلونو دپاره د هغه د حکومت د تګلارو په تعین کې اهم کردار لري.

د نهې، سه شنبې، په ورځ د منځنۍ مودې په انتخاباتو کې د کانګرس د لاندني ایوان هاوس اف رېپرېزېنټېټيوز د ټولو ۴۳۵ چوکیو او د ایوان بالا یا د سېنېټ په ۱۰۰ کې ۳۵ نشستونو دپاره د نمایندګان انتخاب کېږي.

د سرښار واشنګټن سره نژدې په ورجینیا ریاست کې ووټونه سحر شپږ بجې شروع شوي او د ماښام اووه بجو پورې به دوام لري.

تر اوسه پورې د ۴۲ مېلین نه زیاتو خلکو د ډاک په زریعه او یا په پولنګ سټېشنو کې ووټونه ورکړي دي.

ځېني څېړونکي اټکل کوي چې د سږ کال د منځنۍ مودې په انتخاباتو کې به د ۱۱۵ مېلین نه زیات کسان ووټونه ورکړي. دغه تعداد به د کال ۲۰۱۸ د منځنۍ مودې د انتخاباتو نه زیات وي.

د وي او ای رپورټ وايي په موجوده وخت کې د صدر بایډن واکمن ډېموکرېټک پارتي په هاوس اف رېپرېزېنټېټیوز یا د نمایندګانو په ایوان او هم په سېنېټ کې د حزب اختلاف ریپبلېکن پارټۍ په مقابل کې معمولي اکثریت لري خو د منځنۍ مودې انتخاباتو نه وړاندې سروی ښښي چې توقع ده چې ريپبلېکن پارټي په هاوس او په ممکنه توګه په سېنېټ کې هم اکثریت ترلاسه کولی شي.

د رپورټ ترمخه، که د انتخاباتو دغه ډول نتېجه مخې ته راځی او یوه پارټي د کانګرس په یو ایوان او بله پارټي په پل ایوان کې اکثریت ترلاسه کوي نو لکه د تېرو کلونو په شان په کانګرس کې سیاسي جمود دوام لرلی شي.

د پيو ريسرچ سېنټر یا د پيو تحقیقاتي ادارې په سروی کې برخه اخیستونکو زیاتره امریکایانو ویلي په ووټونو کې يې د ملک اقتصاد تر ټولو لویه ترجیح ده.

یادونه: د دې معلومات د وي او ای خبریالانو کېن فاربا او د کېترین ګېبسن د رپورټ نه اخیستل شوي دي

ځانګړې ویډیوګانې

د سوات نشکپر چړ (ابشار)
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:42 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG