لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

واشنګټن کې د صدارتي سوګند دستورې وړاندې امنیت چمتو کړی شوی 


د واشنګټن ډي سي د پولیسو محکمې موجوده مشر رابرټ کونټي د چارشنبې/ شورو په ورځ خبریالانو ته ویلي، د جنورۍ په ۲۰مه د صدر منتخب جوباېډن د سوګند پورته کولو پورې به د ۲۰۰۰۰و نه زیات امنیت ساتونکي یا نېشنل ګارډز ځاې پر ځاې کیږي. په یاده ورځ چې د امریکا په ایوان نماېندګان کې د صدر ټرمپ د بیا مواخذې لپاره رایې اچول کیدلې، په زرګونو نېشنل ګارډز د سرښار په بیلا بېلو ځایونو کې لیدل کیدل.

د امریکا د دفاع چارواکو د امنیت ساتونکو د زیاتې شمیرې پخلی کړی. د دغې وړاندې نېشنل ګارډز ویلي وو چې دوي به د جو باېډن د سوګند پورته کولو وړاندې د امنیت ټېنګولو لپاره ۱۵۰۰۰ عسکر په ډي سي کې پرځاې کوي. جو باېډن په نومبر کې شوي صدارتي انتخاباتو کې ټرمپ ته ماتې ورکړې وه.

چارواکو ویلي چې ۱۰۰۰۰ ګارډز یا ساتونکي به د جمعې ورځې پورې په واشنګټن کې پرځاې کیږي او پاتې نور به د دغې وروسته رارسیږي. ګارډز یا ساتونکي هغه عسکرو ته ویل کیږي څوک چې په بهر ملکونو کې ځاې پر ځاې کیږي خو په بیړني حالاتو کې د هیواد دننه هم پرځاې کیدلی شي.

تیره اونۍ د کېپېټل په ودانۍ د صدر ډانلډ ټرمپ د پلویانو د ورننوتولو وروسته د ۶۰۰۰و نه زیات نېشنل ګارډز په کېپېټل او واشنګټن کې پرځاې کړل شوي.

د ګل په ورځ د امریکا د نېشنل ګارډ دفتر مشر جنرل ډینېل هوکنسن په یو بیان کې د نېشنل ګارډز د کار په اړه ویلي وو ٫٫ په امنیت، لاجسټګ یا سامانو رسولو، په اړیکو او رابطو کې مرستې کول دي.٬٬

خو د ګل د ورځې راپه دیخوا د کانګرس په ودانۍ کې مېشت د نېشنل ګارډز عملې سره وسلې هم لیدل شوي. د واشنګټن ډي سي دد نېشنل ګارډز لخوا په یو بیان کې بیا ویلي شوي، ٫٫ د دغه غوښتنه وفاقي چارواکو کړې وه او د پوځ د سېکتر لخوا یې منظوري ورکړل شوې وه.٬٬ بیان کې وړاندې ویل شوي وو ٫٫ د خلکو خوندیتوب زمونږ لومړیتوب دی.٫٫

تیره ورځ په ټولنیزو رسنو بیا په کېپېټل ودانۍ کې د ستړي شوو او په قطارونو کې ولاړو عسکرو او د نوي لګول شوي کټار/ جنګلې عکسونه ډیر خواره شوي. په ځینو نورو عکسونو او ویډیو ګانو کې په ګڼو کوڅو کې پوځي ګاډي په نظر راځي چې لارې یې بندې کړي او کارکونکي د سړکونو په غاړه جنګلې لګوي.

څلور کاله وړاندې د صدر ټرمپ د سوګند پورته کولو په وخت د امنیتي مرستو لپاره یواځې ۸۰۰۰ نېشنل ګارډز پرځاې کړل شوي وو.

په سرښار کې د تاو تریخوالي کمولو لپاره تیره ورځ واېټ هاوس د صدر ټرمپ لخوا یو بیان هم خپور کړی چې د احتجاج په پلان لرونکو یې غږ کړی چې قانون دې ومني.

بیان کې ویل شوي ٫٫ د نورو مظاهرو د رپورټونو په رڼا کې، زه غوښتنه کوم چې هیڅ تاوتریخوالی، هیڅ قانون ماتول او ګډ وډی وه نه شي٬٬ بیان کې صدر ټرمپ ویلي ٫٫ دا هغه څه نه دي چې زه ورسره ودریږم. او نه امریکا د دې سره ودریږي.٬٬

یو څو ساعته وروسته بیا صدر ټرمپ په یو ویډیو پېغام کې په امریکایانو غږ کړی ٫٫ د دغې وخت ولولې قابو کړۍ.٬٬ صدر ټرمپ د خپلو پلویانو سره د کېپېټل د محاصرې په اړه هم خبرې کړي. ټرمپ ویلي‌ ٫٫ د ګڼې ګوڼې لخوا تشدد د هغه څه پرضد دی چې زه پرې یقین ساتم او یا زمونږ تحریک د څه لپاره دی.٬٬ ٫٫ زما کوم ریشتونی پلوي به سیاسي تشدد وه نه کړي. زما کوم ریشتونی پلوي به نه د امریکا د قانون او نه د امریکايي بېرغ سپکاوی وکړي.٬٬

خو د صدر ټرمپ لخوا د دې تازه غوښتنو باوجود هم حکومتي چارواکي د امنیت لپاره نور ګامونه اخلي او په سرښار کې یې یو شمیر لارې کوڅې تړلي او یواځې قانون دانان، د دوي سره کار کونکي او امنیت ساتونکي واشنګټن ډي سي ته دننه پرېږدي. او په واشنګټن کې نور مهم ځایونه هم تړل شوي.

روانه اونۍ د امریکا نېشنل پارکس لخوا په یو اعلان کې ویل شوي وو چې د صدر د سوګند پورته کولو پورې به واشنګټن مانومنټ بندوي او سره د دې به نېشنل مال هم تړي. د امریکا د پلټنو وفاقي ادارې اېف بي ايي روانه اونۍ خبرداری ورکړی چې ځیني وسله لرونکي مظاهرچیان راروانه اونۍ واشنګټن ته ورننوتلی شي. او په سوشل میډیا یې داسې پوسټنو هم لیدلي چې پکې لیکل شوي چې دوي ٫٫ پاڅون٬٬ لپاره تیارۍ نیولي.‌

د امریکا د سېکرټ سروس لخوا په یو بیان کې ویل شوي ٫٫ د ۶مې جنورې پېښه د امنیت خوندي ساتلو لپاره د مکمل پلان جوړولو یادونه ده.٬٬ دغه اداره دا مهال د واشنګټن د امنیت د چارو مشري کوي.‌ په دغه بیان کې وړاندې ویل شوي ٫٫ د نور کله په شان د امریکا د ځانګړي امنیت دستورو په مهال په ښکاره او په پټه د امینت د عملیاتو یو جال دی چې پکې وفاقي، ایالتي او مقامي امنیت ساتونکي،‌ پوځ او د خلکو د ساتنې نورې ادارې کار کوي.٬٬‌

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG