لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

شمالي وزيرستان : چيف اف وزيرستان ملک قادر خان وژل شوی


قبائيلي مشر ملک قادرخان په وزيرستان کې د چيف اف وزيرستان په نوم ياد ؤ
قبائيلي مشر ملک قادرخان په وزيرستان کې د چيف اف وزيرستان په نوم ياد ؤ

د قبائيلي سيمي شمالي وزيرستان د مرکز ميران شاه سره نزدې چشمه پل کې وسله والو د وزيرستان د مخوريز قبائيلي مشر ملک قادرخان په گاډي ډزې کړي ، چې په نتيجه کې يې د چيف اف وزيرستان په نوم ياد قبائيلي مشر ملک قادرخان ، د هغه محافظ او ډرائيور وژل شوي دي .
د راپورونو ترمخه دغه پېښه د زيارت په ماښام هغه وخت د ميران شاه سره په چشمه پل باندې رامنځته شوه ، چې ملک قادرخان په خپل گاډي کې د ډرائيور او محافظ سره د وزيرستان نه د بنو په لار خپل کلي لکي مروت ته روان ؤ .
سرچينې وايي قادرخان چې چشمه پل ته ورسيدو ، نو هلته ورته د مخکې نه کسان ناست وو ، او هغوئي پرې ډزې پيل کړې . او په دغه مهال د نوموړي محافظ هم جوابي ډزې کړي دي .
د سرچينو ترمخه په دغې نښته کې د بل اړخ نه يو طالب کمانډر چې نيک محمد نوميږي ، وژل شوی او د هغه دوه ملگري هم ژوبل شوي دي .
د دغې پېښې پړه تراوسه چا په سر نه ده اخيستی .
قبائيلي مشر ملک قادرخان په وزيرستان کې د چيف اف وزيرستان په نوم ياد ؤ ، او د ۶۰۰۰۰ نه زياتو وزيرو او په دغه سيمه کې د ميشتو قبيلو مشرؤ . او هغه د وزيرستان د لويې جرگې مشر هم پاتې شوی دی .
نوموړي په کال ۲۰۰۷م کې په وزيرستان کې د حکومت او طالبانو ترمينځ په شوې روغه کې د تکړه مينځه گړي په توگه کردار ادا کړی ؤ .
داسي هم وئيل کيږي چې ملک قادر خان ته نه يواځې په وزيرستان کې د ميشتو قبيلو لخوا درناوی حاصل ؤ ، بلکې طالبانو به هم د هغه قدر کولو .
په عين حال کې چې د پاکستان حکومت او لاقانونه گرځول شوې ډلې تحريک طالبان پاکستان ترمينځ د جوړ جاړي خبرې روانې دي ، ملک قادرخان دغه غوښتنه کوله چې د خبرو په دغې عمل کې دي قبائيلي مشران هم شامل کړی شي .
.

ځانګړې ویډیوګانې

دوکانداران وايي د اختر نه وروسته د سرو زرو قیمتونه زیات شوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:18 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG