لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

مغربي ملکونو افغانستان سره مرسته د انساني حقونو سره تړلې


د ناروی سر ښار اوسلو کې د افغان طالبانو او د مغربي ملکونو درې ورځنۍ خبرې سر ته رسېدلي او د مغربي ملکونو سفارتکارانو افغانستان سره مرسته په هېواد کې د انساني حقونو ښه کېدو سره تړلي ده.

بلخوا د ملګرو ملتونو امنیتي شورا یا سکیورټي کاونسل به د شورو، چهارشنبې، په غونډه کې په افغانستان کې په ورستي صورتحال غور کوي.

تېر کال په کابل د واک ترلاسه کولو وروسته په لومړي ځل د مغربي ملکونو سره خبرو دپاره د طالبانو د موقتي خارجه وزیر مولوي امیر خان متقي په مشرۍ کې پلاوی ناروی ته رسېدلی و.

طالب استازو نه یوازې د امریکې په شمول د مغربي ملکونو سفارتکارانو سره خبرې وکړې بلکې د افغانستان د مدني ټولنې فعالانو سره یې هم ولېدل.

د وي او ای یو رپورټ وايي په اوسلو کې د دریو ورځو د خبرو په مهال خصوصي ځینو افغان فعالانو احتجاجونه او دا تنقید هم کولو چې ناروی ولې د طالبانو کوربتوب کوي.

د وي او ای د رپورټ ترمخه د ناروی وزیراعظم جوانس ګارستو د خپل ملک د فېصلې دفاع وکړه او ویې وېل دغه خبرې اصلي او سنجیده وې.

د ای اېف پي خبرې ادارې ترمخه د نهې، سه شنبې، په ورځ چې د مغربي ملکونو او د طالبانو د خبرو اخېرۍ ورځ وه دواړو خواو د تړل شوو دروازو په شا مذاکرات وکړل.

ای اېف پي وویل طالبان په رسمیت پېژندل او مالي مرسته غواړي.

ملګري ملتونه او نړیوالې امدادي ادارې وایي افغانستان د انساني بحران سره مخامخ دی او په لکونو خلک امداد ته اړتیا لري.

ای اېف پي وايي طالبانو سره خبرو کې مغربي ملکونو هغه توقعات وړاندې کړل چې غواړي طالبان یې پوره کړي.

د افغانستان دپاره د یورپين یونین خصوصي استازي ټامس نېکلاسن د ټوېټر دلارې وویل چې په دې خبره یې ټینګار وکړو چې د مارچ په میاشت کې سکولونه بیان پرانېستل شي نو پکار ده چې په ټول ملک کې هلکان او جینکۍ بنیادي او ثانوي سکولونو ته شان رسايي ولري.

د ای اېف پي ترمخه د ناوری وزیراعظم جوانس ګارستو په ملګرو ملتونو کې وویل طالبانو ته یې دا خبره واضحه کړه غواړي چې هلکان او جینکۍ چې د دولسو کلونو نه یې عمرونه زیات دي سکولونو ته دې رسايي ولري.

د طالبانو موقتي خارجه وزیر مولوي امیر خان متقي اېسوسي اېټېډ پرېس خبري ادارې ته وویل مغربي ملکونو سره خبرې یې ښې وې. د ای پي ترمخه متقي ناروی ته خپل سفر ښه وبللو."داسې سفرونه به مونږ دنیا ته نژدې کړي."

د ای اېف پي خبري ادارې ترمخه ناروی دا ټینګار کوي چې طالبانو سره خبرې د دوی د تسلیمولو په معنا نه دي.

د ناروی وزیراعظم وویل په دې خبره پوهه دی چې د ځینو خلکو دپاره طالبانو سره خبرې د تشویش سبب و خو هغه زیاته کړه دغه مذاکرات په افغانستان د انساني بحران د مخنیوي په لړ کې لومړی ګام و.

د شورو، چهارشنبې، په ورځ به د ملګرو ملتونو امنیتي شورا یا سکیورټي کاونسل به د افغانستان په اړه غونډه کوي.

د ملګرو ملتونو مشر اېنټونیو ګوټېرېس او افغانستان دپاره د ملګرو ملتونو خصوصي نماینده ډېبره لاینز به غونډې ته د افغانستان په اړه ورستی حال ورکوي. د ناروی وزیراعظم جوانس ګارستو به د غونډې مشري کوي.

یادونه: د دې خبر معلومات د ای پي او ای اېف پي خبري ادارو نه هم اخیستل شوي دي

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG