لاس رسیدونکی لینک

 
وال سټریټ ژورنال: دوو امریکایي کمپنو افغانستان ته د پېسو انتقالول ځنډولي
تازه خبر

وال سټریټ ژورنال: دوو امریکایي کمپنو افغانستان ته د پېسو انتقالول ځنډولي


د کابل اوسېدونکي وايي د بېنکونو زیاتره ای ټي اېم بند دي چې له امله یې د پېسو په ترلاسه کولو کې د مشکلاتو سره مخامخ دي
د کابل اوسېدونکي وايي د بېنکونو زیاتره ای ټي اېم بند دي چې له امله یې د پېسو په ترلاسه کولو کې د مشکلاتو سره مخامخ دي

د امریکې وال سټریټ ژورنال ورځپاڼې ویلي د امریکې دوو مالیاتي کمپنو افغانستان ته د پېسو انتقالول ځنډولي دي او امریکايي بېنکونه د افغان بېنکونو سره خپل لېن دېن ته د نژدې نه کتنه کوي.

د وال سټریټ ژورنال ترمخه وېسټرن یونین او مني ګرام انټرنېشنل نومې کمپنو په کابل د طالبانو د واک نه پسافغانستان سره کاروبار بند کړی دی. د رپورټ ترمخه د دغه کمپنو د فېصلې له امله به د هغه افغان کورنیو په مالي مشکلاتو کې اضافه وشي چې په بهر ملکونو کې ورته خپلوان پېسې استوي.

بلخوا د کابل ځینې اوسېدونکي وايي په کابل د طالبانو د واک وروسته د خوراک د بنیادي ضرورت شیانو قیمتونه زیات شوي او د بنېکونو زیاتره ای ټی اېم بند دي چې له امله یې خلک د پېسو په راوېستلو کې د مشکلاتو سره مخامخ دي.

د کابل اوسېدونکي فهمیدالله د وي او ای ډیوه خبریال ته وویل چې وړاندې د اوړو کڅوړه په ۱۸۰۰ افغانۍ وه چې اوس دریو زرو افغانیو ته رسېدلې ده. هغه وویل "دا اسلامي امارت دی, رزوګارونه نشته."

د کابل یو ټېکسي ډرایور احمد زبیر د وي او ای ډیوه خبریال ته وویل چې د بېنکونو زیاتره ای ټي اېم بند دي او ژوند ګران شو ی دی.

د وال سټریټ ژورنال ترمخه د ډالر په مقابل کې د افغانۍ په قېمت کې ۱۰ فیصد کمی شوی دی.

د ګل، دوشنبې، په ورځ د طالبانو ترجمان ذبیح الله مجاهد وویل چې د مالي مشکلاتو د هواري دپاره د افغانستان بانک موقتي مشر وګمارل شو.

مجاهد په ټوېټر خپل پېغام کې وویل "د دولتي اداراتو او بانکي مسائلو د تنظیم او د خلکو مشکلاتو ته د رسیدګۍ په هدف د اسلامي امارت مشرتابه لخوا محترم حاجي محمد ادریس د افغانستان بانک سرپرست لوی رئیس په توګه و ټاکل شو."

بلومبرګ خبري اداره د محمد ادریس په اړه په خپل رپورټ کې وايي چې د د طالبانو د اقتصادي شورا مشر و او د تعلیمي قابلیت او د مالي او بېنکي چارو په اړه د هغه د تجربې په باره کې څه ډیر معلومات نشته.

د ښاغلي ادریس د ګمارل کېدو نه وړاندې د افغانستان بانک سرپرست مشر اجمل احمدي و چې په کابل د طالبانو د واک وروسته د ملک نه ووتلو.

ښاغلي احمدي په یو ټويټ کې ويلي په بېنکونو کې د هېواد شتمنیو ته هېڅ زیان اوښتی نه دی او نه د کوم بېنکي حساب نه پیسې پټې شوي دي.

د افغانستان بانک موقتي مشر په داسې حال کې ګمارل شوی دی چې د امريکې واشنګټن پوسټ ورځپاڼې او نورې مېډيا ويلي چې د ولسمشر جوبایډن ادارې د امريکې په بېنکونو کې د افغانستان نهه اشاريه پينځه یا نهه نیم اربه ډالره منجمد کړي دي.

د صدر جو بایډن د حکومت یو چارواکي واشنګټن پوسټ ته په يو بيان کې وويل چې په امریکا کې د افغانستان ملي بېنک شتمنۍ به طالبانو ته نه ورکوي.

د اجمل احمدي ترمخه د افغانستان په دغه شتمنۍ کې ډالر، سره زره ، بانډونه او نوره سرمایه ده چې وایي ډېره یې د نیویارک په فېډرل ریزرو او نورو ادارو کې پرته ده.

افغانستان ته د پېسو په انتقال د ځنډ د امریکايي کمپنو د فېصلې په اړه خپل رپورټ کې وال سټریټ ژورنال وویل چې په نړیواله کچه وسله والو د مالي سرچینو خلاف کارکوونکې ادارې فاینېنشل اېکشن ټاسک فورس غړو هېوادونو ته ویلي چې د طالبانو اثاثې دې منجمد کړي ځکه چې امریکې، ملګرو ملتونو او ځینو نورو ملکونو طالبان ترهګره ډله ټاکلې ده.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 59:58 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

Recommended

XS
SM
MD
LG