لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ورلډ فوډ پروګرام وايي په افغانستان کې خپل کار دپاره 760 مېلين ډالرو ته په بېړني ډول ضرورت لري


د اقتصادي چارو افغان څېړونکي وايي يوازې مرستې د افغانستان اقتصادي حالت نشي ښه کولی او که نړيواله ټولنه غواړي چې د افغانانو حالت په مستقل ډول ښه شي نو پکار ده چې اقتصاد د جوړولو دپاره افغانستان سره امداد وکړی شي
د اقتصادي چارو افغان څېړونکي وايي يوازې مرستې د افغانستان اقتصادي حالت نشي ښه کولی او که نړيواله ټولنه غواړي چې د افغانانو حالت په مستقل ډول ښه شي نو پکار ده چې اقتصاد د جوړولو دپاره افغانستان سره امداد وکړی شي

د ملګرو ملتونو د خوراک اداره ورلډ فوډ پروګرام وايي په افغانستان کې خپل کار د جاري ساتلو په لړ کې د اینده شپږو مياشتو دپاره په سمدستي ډول د 760 ميليونو ډالرو ضرورت لري او د ادارې ترمخه په افغانستان کې 16 مېلین خلکو ته دا نه وي معلومه چې د بل وخت د خوراک بندوبست په څنګه کوي.

د اقتصادي چارو افغان څېړونکي وايي يوازې مرستې د افغانستان اقتصادي حالت نشي ښه کولی او که نړيواله ټولنه غواړي چې د افغانانو حالت په مستقل ډول ښه شي نو پکار ده چې اقتصاد د جوړولو دپاره افغانستان سره امداد وکړی شي.

په افغانستان کې د اقتصادي مسلو په اړه د فوکس نومې تنظیم د عملیاتو د څانګې مشر عطاالله همدردوايي " په وروستيو څو کالونو کې په افغانستان او شاوخوا سيمه کې سختو وچکالۍ له امله د خلکو قتصاد ضربې خوړلې دي چې هغه يو اساسي ممبع ده د غذايي موادو د برابرولو، بلخوا سياسي تحولاتو هم په افغانستان کې وګورو نو دې شريطو هم د خلکو په اقتصادي وضعيت تاثيرات درلودلي دي، له بلۀ خوا د ګاونډي هېوادونو څخه زيات شمېر کډوالو د راستنېدو چارو هم د دې چارې په زياتوالي کې مرسته کړې ده."

د خوراک نړيوال پروګرام په ايکس، پخواني ټوېټر، ويلي په افغانستان کې څلور مېلین ماشومان او ماشومانو ته شيدې ورکونکو مېندې او حامله ښځې د خوارځواکۍ يا د عذايي قلت سره مخامخ دي۔

ورلډ فوډ پروګرام د مالې مرستې غوښتنه په داسې حال کې کړې چې افغانستان کې د طالبانو واکمنېدو وروسته د ملګرو ملتونو نورې ادارې هم د فنډونو د کمښت سره مخ شوي دي۔

په 2023 کال کې د فنډونو د کمي له وجې ورلډ فوډ پروګرام د هغه 15 ميليونو افغانانو څخه د 10 ميليونو وګړو سره مرستې بندې کړې چې د دې پرګروم د لارې به يې د خوراکي شیانو مرستې ترلاسه کولې۔

د اقتصادي چارو افغان څېړونکي وايي چې، يوازې مرستې د افغان ولس اقتصادي حالت ښه کولو دپاره کافي نه دي او په بهرني امداد انحصار کمولو او افغانان پخپلو پښو ودرولو دپاره مهم دي چې دا مرستې د هېواد اقتصاد د جوړولو دپاره وکړی شي.

په افغانستان کې د اقتصادي چارو کارپوه اصف ننګ وايي " په افغانستان کې 1400 قسما مونږه معدن لرو، يعنې دومره سرچينې په هيڅ کوم هېواد کې نشته، دلته د ژوند او کار شريط ډېر مهيا دي بايد مونږه دا ولس کاريګر کړو، دا مرسته که په دې عنوان راشي نو څو کاله وروسته به نړۍ د افغانستان نه بلکل خلاصه وي، زما په نظر د خېرات ورکولو دا ماډل بېکاره دی، بهره دا ده چې اقتصاد سازي ووشي او دا مرستې په اصطلاح د يو شفاف او کاريګر سسټم د لارې په مصرف ورسېږي."

ملګرو ملتونو سږ کال په افغانستان کې د خلکو سره د مرستو دپاره د نړيوالې ټولنې څخه څه د باندې 3 بيلينه ډالرو غوښتنه کړې ده۔

د فرورۍ په 22 مه ورلډ هېلت ارګناېزېشن ډبليو اېچ او وویل په کال 2024 کې شاوخوا 24 ميلينه خلک روغتيايي مرستو ته اړتيا لري او په دې لړ کې د بجټ کمی پوره کولو دپاره اضافي 352 ميلينه ډالرو ته اړتيا لري۔

  • 16x9 Image

    عبد الرزاق

    عبدالرزاق له وي او اې ډیوه سره په پېښور کې د خبریال په توګه د ملټي مېډیا په برخه کې کار کوي. هغه د خیبرپښتونخوا او افغانستان د سیاسي، ټولنیزو، اقتصادي، تعلیمي او روغتیايي موضوعاتو په اړه رپوټونه جوړوي. ​عبدالرزاق له هزاره پوهنتونه په جرنلزم کې ماسټر ډګري اخیستې او له خیبرنیوز سره په پېښور کې د خبریال په توګه کار کړی. هغه ډان او ایکسپریس ټریبیون انګرېزي ورځپاڼو او نورو ویبپاڼو ته هم لیکنې کوي.

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG