وایټ هاوس د شورو، چهارشنبې، په ورځ په هغه رپورټ د چین تشویش رد کړو چې وايي امریکې یو خفیه دستاوېز منظور کړي چې ترمخه یې د واشنګټن د اېټمي تګلارې د توجو څه برخه د روس نه د چین په اېټمي وسلو کې اضافې ته اړول شوې ده.
د امریکې د نېشنل سېکیورټي کاونسل یا د قومي سلامتیا شورا ترجمان شان سېوېټ د وي او ای ايمېل ته په جواب کې وویل د سږ کال د مارچ په میاشت کې جاري شوي هدایات یو خاص ملک، ادارې او یا د یو خطر په جواب کې نه دي.
هغه وویل دا هدایات د تېرو حکومتونو د هدایاتو تسلسل دی او څه بدلون په کې نه دی شوی. سېوېټ د تګلارې څه تفصیل شریک نه کړو ځکه چې دا خفیه دستاوېز دی خو ويې وېل چې دغه دستاوېز وجود لري.
د وایټ هاوس د دریځ نه مخکې چین هم د شورو، چهارشنبې، په ورځ د امریکې د اېټمي تګلارې په اړه د "سخت تشویش" اظهار کړی و.
د امریکې نیویارک ټایمز اخبار د نهې، سه شنبې، په ورځ ناوخته شایع شوي رپورټ کې وویل د امریکې صدر جوبایډن د مارچ په میاشت کې د اېټمي وسلو د ځای په ځای کولو دپاره نوي هدایات منظور کړې دي چې یو انتهايي خفیه دستاوېز دی اوپه دې اړه تګلاره واضحه کوي چې د احتمالي شخړې په مهال به امریکا د اېټمي وسلو استعمال څنګه کوي.
په رپورټ کې وېل شوي چې امریکا دغه دستاوېز هر څلور کاله وروسته تازه کوي او اوس يې په خپله دفاعي تګلاره کې د چین په اېټمي وسلو کې په پراخه کچه زیاتوالي ته مخ اړول شوی دی.
د رپورټ ترمخه، دستاوېز امریکايي ځواکونو ته امر کوي چې د چین، روس او شمالي کوریا د مربوطو اېټمي مشکلاتو امکان ته دې هم ځان تیار ساتي.
د شورو، چهارشنبې، په ورځ د چین د خارجه وزارت ترجمانې ماو نېنګ نه د خبري غونډې په موقع د نیویارک ټایمز د رپورټ په اړه پوښتنه وشوه نو هغې په امریکا الزام ولګولو چې د چین په اړه اېټمي دړکې ته هوا ورکوي او د سټرېټيجېک بالادستۍ ترلاسه کولو کوښښ کوي.
هغې وویل چین د رپورټ په اړه "سنګین تشویش" لري او د هغې په قول دا حقایق ثابتوي چې امریکا په مستقل ډول په وروستي کلونو کې چین د اېتمي خطر نظریه راپاروي.
روس د رپورټ په اړه څه نه دي ویلي.
د لسیزو راهسې د امریکې د اېټمي تګلارې توجو په بنیادي توګه په روس وه. روس یوازنی ملک دی چې د امریکې مثاوي اېټمي صلاحیتونه لري.
خو امریکايي چارواکو د صدر شي جېن پېنګ په قیادت کې د چين په اېټمي وسلو کې د اضافې په اړه خبرداری زیات کړی دی چې چين د مخکنیو توقعاتو نه په زیات چټک رفتار په اېټمي وسلو کې پرمختګ کوي.
د امریکې د دفاع وزارت، پېنټګان، تېر کال یو دستاوېز شایع کړی و چې په کې اندازه لګول شوې وه چې د چین پوځ د ۵۰۰ نه زیاتې فعاله اېټمې وسلې لري او د کال ۲۰۳۰ پورې به دا شمېره د ۱۰۰۰ نه زیاته شي.
په امریکا کې مېشته ارمز کنټرول اېسوسي اېشن نومې ادارې د اندازې ترمخه امریکا ۳۷۰۰ فعاله اېټمي وسلې لري.
د دې ډلې د اندازې ترمخه روس ۴۳۸۰ پورې اېټمي وسلې لري.
د ارمز کنټرول اېسوسي اېشن ډرېکټر ډېرل جي کېمبل په اېکس، پخواني ټوېټر، یو پوسټ کې وویل د اېټمي وسلو شمېرو ته په کتنه دا وېل کېدی شي چې د امریکې د اېټمي تګلارې په شا لوی محرک روس دی.
هغه وویل نیویارک ټایمز په خپل رپورټ کې د امريکې په اېټمي دستاویز کې د بدلون خبره په بې ځایه ډول لویه کړې ده. هغه ټینګار وکړو چې امریکې په دې لړ کې د خپلې تګلارې مخ د روس نه چین ته اړولی دی.
امریکايي چارواکو لږ تر لږه دوه ځله د اېټمي دستاوېز ذکر کړی خو په دې اړه يې څه تفصیل نه دی وړاندې کړی.
د جون به میاشت کې د وایټ هاوس د نېشنل سېکیورټي کاونسل د وسلو د مخنیوي ډرېکټر پرانی واډي وویل نوی دستاوېز په دې خبره ټینګار کوي چې د چین په اېټمي وسله تون کې اضافې ته دې پام وکړي شي او په یو ځای دې د چین، روس او شمالي کوریا مخه ونیول شي.
امریکايی او چینايي چارواکي وخت په وخت د اېټمي جنګ د خطر په اړه خبرې کوي خو په دې موضوع يې د رسمي مذاکراتو دپاره کوښښونه لا نه دي کامیاب شوي.
تېر کال د شي او د بایډن د ملاقات نه مخکې امریکايي او چینايي چارواکي متفق شول چې دواړه ملکونه به د اېټمي او نورو وسلو د مخنیوي په اړه خبرې کوي خو چین تېره میاشت مجوزه مذاکرات وځنډول او سبب يې ټایوان ته د امریکې وسلې ورکول وبللو. چین ټایوان خپله برخه ګڼي. ټایوان خپل خودمختاره حکومت لري.
ګڼ شمېر څېړونکي د چین او روس په زیاتېدونکي سفارتي او پوځي همکارۍ هم تشویش لري. په ۲۰۲۲ کې شي او د روس صدر ولادېمېر پوټن د دواړو ملکونو ترمنځ په غېرمحدویت همکارۍ اتفاق وکړو او په وروستیو ورځو کې يې مشترک پوځي مشقونه او نوره همکاري پراخه کړې ده.
سږ کال روس په اېټمي وسله سمبال ملک شمالي کوریا سره سره د سوړ جنګ د زمانې د دوه اړخيزې دفاع معاهده بحال کړه او دا څرګندونه یې وکړه چې د دفاع په مد همکاري به هم زیاتوي.
په کال ۲۰۲۲ کې په یوکرېن د یرغل راهسې د روس صدر په هېواد کې د مغربي ملکونو په حمایت جنګېدونکو ځواکونو خلاف په نرۍ پرده کې نغښتې د اېټمي وسلو د استعمال دړکې کړي دي.
Forum