لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

وایټ هاوس: په ډېلاوېیر کې د صدر بایډن کور ته ورتلونکو خلکو د تګ راتګ رېکارډ نه شته


د سيکرېټ سروس یو موټر په ډېلاوېیر کې د صدر بایډن د شخصي کور په دروازه کې ولاړ دی
د سيکرېټ سروس یو موټر په ډېلاوېیر کې د صدر بایډن د شخصي کور په دروازه کې ولاړ دی

د وایټ هاوس د قانوني چارو یو چارواکي ویلي د ډېلاوېیر ریاست په وېلمنګټن ښار کې د صدر جوبایډن شخصي کور ته د تګ راټک کونکو خلکو څه رېکارډ نه شته.

د وي او ای رپورټ وايي د وایټ هاوس بیان د حزب اختلاف ریپبلېکن پارټۍ د دې کوښښ مخه نیولې چې غوښتل يې معلومه کړي چې کله د صدر بایډن په کور کې کلاسېفایډ یا حکومتي خفیه دستاوېزات پراته وو نو هلته چا تګ راتګ کولو.

د کانګرس د هاوس اف رېپرېزېنټېټیوز یا د ایوان نمایندګان د نګراني کمېټۍ نوي مشر جېمز کمر د اتوار، يکشنبې، په ورځ د وایټ هاوس چیف اف سټاف ران کلاین نه په واشنګټن کې د پېن بایډن سېنټر فار ډپلومېسي اېڼد ګلوبل اېنګېجمنټ او په ډېلاوېیر کې د صدر بایډن د کور د تلاشۍ په اړه د یو خط دلارې معلومات وغوښتل.

په خط کې د صدر جوړېدو نه پس د جوبایډن کور ته د خلکو د تګ راتګ فهرست په باره کې هم معلومات غوښتل شوي وو

د وایټ هاوس مشیر په خپل بیان کې وویل لکه د امریکې د نورو صدرانو په شان د صدر بایډن شخصي کور شخصي دی.

مشیر وویل د صدر جوړېدو نه پس صدر بایډن وایټ هاوس ته د تلونکو راتلونکو خلکو د معلوماتو ساتلو یا د لاګ جوړولو او وخت په وخت د دې د شایع کولو روایت بحال کړو. د بیان ترمخه، د صدر بایډن نه مخکني حکومت دغه روایت ختم کړی و.

د امریکايي صدرانو په تحفظ تعینات خصوصي ځواک چې سيکرېټ سروس بلل کېږي ویلي که څه هم یوه دسته يې د صدر بایډن د کور په تحفظ ګمارلې ده خو اداره دا معلومات نه ساتي چې د صدر کور ته څوک تګ راتګ کوي.

د سيکرېټ سروس ترجمان (نې) وویل د صدر بایډن کور ته د خلکو د تګ راتګ لاګ یا معلومات ځکه نه ساتل کېږي چې هغه شخصي کور دی.

د هاوس اف رېپرېزېنټېټیوز د حزب اختلاف ريپبلېکن پارټۍ غړي چې اوس یې د ایوان اکثریت ترلاسه کړی دی دا معلومول غواړي چې د جوبایډن د نایب صدارت د وخت هغه خفیه دستاوېزاتو ته چا په ممکنه توګه لاس رسی کولی و شو چې په واشنګټن کې د بایډن د څېړنيزې ادارې دفتر او د هغه په ډېلاوېیر کور کې موندل شوي دي.

صدر بایډن ویلي هغه په دې خبره حېران دي چې قریباً ۲۰ خفیه دستاوېزات د هغه د کور او د هغه په دفتر کې موندل شوي دي.

د امریکي اټارني جنرل یا مشر سرکاري وکیل مېرېک ګارلېنډ دوه مشيران ګمارلي دي چې تحقیقات وکړي چې د بایډن مرستیالانو څنګه خفیه دستاوېزات ترلاسه کړل او دا چې څنګه پخواني صدر ډانلډ ټرمپ د هغه صدارت د ختمېدو نه پس د ۳۰۰ نه زیات کلاسېفایډ یا خفیه دستاوېزات د ځان سره په فلورېډا ریاست کې خپل شخصي کور مارلاګو ته یوړل.

بایډن د قانون سره سم خفیه دستاوېزات نېشنل ارکایوز او رېکارډز اېډمنسټرېشن ته ورکړي دي. دواړو ته پکار وو چې د صدارت معېاد د ختمېدو سره سم يې دستاوېزات اړونده سرکاري ادارو ته سپارلي وو.

د بایډن پېش رو ډانلډ ټرمپ د هغه د صدارت د ختمېدو نه یو میاشتې وروسته د نېشنل ارکایوز په خواست ځینې دستاوېزات واپس کړي وو خو بیا چارواکو د عدالت نه اجازت نامه ترلاسه کړه او د تېر کال د اګست په میاشت کې د مارلاګو د تلاشۍ وروسته په لسګونو نور دستاوېزات ترلاسه کړل.

د کمر د خواست نه یوه ورځ مخکې وایټ هاوس ویلي وو چې د بایډن مرستیالانو د هغه د کور نه د خفیه دستاوېزاتو پېنځه پاڼې موندلي او د دې نه وړاندې د بایډن د کور په ګېراج او په واشنګټن کې د هغه د ادارې د دفتر کې خفیه دستاوېزات ترلاسه شوي وو. د کال ۲۰۲۰ د صدارتي انتخاب نه مخکې به بایډن دغه دفتر وخت په وخت استعمالولو.

ريپبلېکنز د ډېموکرېټک پارټۍ په صدر بایډن تنقید کوي چې دا خبر يې نه منله چې هغه خفیه دستاوېزات لري.

د سي اېن اېن ټېلې وژن سټېټ اف دي یونین پروګرام کې د اتوار، يکشنبې، په ورځ خبرو کې کمر وویل هغه په صدر بایډن د څه غلط کار کولو الزام نه لګوي خو دا تور پورې کوي چې حکومت يې په دې معامله کې شفاف نه و.

هغه وویل په دغه ځای کې ډیر منافقت کېږي کله چې بایډن په ټرمپ د خفیه دستاوېزاتو په سره تنقید کوي.

وایټ هاوس وايي صدر بایډن د خفیه دستاوېزاتو په لړ کې د تحقیقاتو سره مرسته کوي خو ټرمپ په مارلاګو کې د خفیه دستاوېزاتو په اړه د تحقیقاتو مخالفت کولو.

یادونه: د دې خبر معلومات د وي او ای خبریال کېن فاربا د رپورټ نه اخیستل شوي دي

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG