لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پېنټګان: د دفاع وزیر لواېډ اسټن د پروسټېټ کېنسر درملنه شوې


د پېنټګان لخوا دا بیان یوه ورځ وروسته له هغه ورکړل شوی چې سپینې ماڼۍ او پېنټګان دواړو ویلي وو چې د هغه حالاتو جاج اخلي چې تېره اونۍ د دفاع وزیر لواېډ اسټن په هسپتال کې د داخل کېدو حالاتو او دې ته کتنه کوي. (فایل فوټو)
د پېنټګان لخوا دا بیان یوه ورځ وروسته له هغه ورکړل شوی چې سپینې ماڼۍ او پېنټګان دواړو ویلي وو چې د هغه حالاتو جاج اخلي چې تېره اونۍ د دفاع وزیر لواېډ اسټن په هسپتال کې د داخل کېدو حالاتو او دې ته کتنه کوي. (فایل فوټو)

د امریکې د دفاع وزارت، پېنټګان د نهې په ورځ ویلي چې د امریکا د دفاع وزیر لواېډ اسټن د پروسټېټ کېنسر( سرطان ) درملنه شوې او تېره اونۍ هسپتال کې د داخل کېدو علت یې د یورینېري ټرېک انفېکشن ناروغي وه.

د پېنټګان لخوا دا بیان یوه ورځ وروسته له هغه ورکړل شوی چې سپینې ماڼۍ او پېنټګان دواړو ویلي وو چې د هغه حالاتو جاج اخلي چې تېره اونۍ د دفاع وزیر لواېډ اسټن په هسپتال کې د داخل کېدو حالاتو او دې ته کتنه کوي چې د وایټ هاوس چارواکو ته اطلاع نه وه ورکړی شوې چې اسټن اختیارات خپل نایب ته سپارلې دي.

د نېشنل سېکیورټي کاونسل ترجمان جان کربي د ګل، دوشنبې، په ورځ خبریالانو ته وویل کتل کېږي چې په کومو قوانينو او ضابطو عمل نه و شوی چې دا ډول د تجربې نه زدکړه وشي.

د ګل، دوشنبې، په ورځ ناوخته جاري شوي یو یاداشت کې پېنټګان وویل د دېرشو ورځو په جایزه کې به هسپتال ته د اسټن د تګ نه وروسته حالاتو او نوټېفيکېشنز یا اطلاعاتو ته کتنه کولی شي او د دې خبرې تعین به هم کولی شي چې سېکرېټري په کومو حالاتو کې د خپلو ذمه واریو پوره کولو جوګه نه وي او لوړ رتبه چارواکو ته د دې اطلاع د ورکولو عمل بهتر کړی شي.

په موجوده وخت کې د سېکرېټري د اختیاراتو د منتقلېدو اطلاع ګڼ شمېر چارواکو ته ورکړی کېږي چې په کې د پوځ لوړ رتبه چارواکي، سیکرېټ سروس یا د صدر په شمول د اعلا چارواکو د تحفظ محکمه، وایټ هاوس او د دفاع وزارت مامورین شامل دي.

صدر جوبایډن د امریکې د مسلح ځواکونو مشر دی او د بایډن نه پس اسټن په دویمه درجه دی. د ډسمبر په ۲۲ نېټه اسټن ناروغه او د جنورۍ په وړمبۍ نېټه هسپتال ته منتقل کړی شو.

د پېنټګان ترجمان مېجرجنرل پېټرېک رایډر وویل هسپتال ته د اسټن د تګ په مهال هېڅ وخت هم د امریکې قومي سلامتیا د خطر سره مخامخ شوې وه که څه هم د هغه ذمه وارۍ د دفاع نایب وزیرې کېتلین هېکس ته د اسټن په هسپتال کې د وخت په مهال سپارل شوې وي.

ترجمان وویل اسټن د مستعفي کېدو څه اراده نه لري. هغه زیاته کړه اسټن د دفاع وزیر په حېث خپلو ذمه واریو ته پام لرنه کوي، او د عملیاتو او استخباراتي رپورټونه ترلاسه کوي.

ترجمان وویل اسټن د هسپتال د زیاتې پاملرنې څانګې نه زیاتې شخصي برخې ته منتقل کړی شوی دی.
پېنټګان د اسټن د ناروغۍ په اړه تفصیلات نه دي شریک کړي.

اوویا کلن څو ورځې بایډن هسپتال ته د خپل تګ نه نه و خبر کړي او نه يې هم پېنټګان ته په دې اړه د اعلان کولو خبره کړې وه چې د حکومت په اعلا عهدو د چارواکو دپاره به د معمول خبره وي.

اسټن د خالي، شنبې، په ورځ وویل هسپتال ته د هغه د تګ نه چاپېره د رازدارۍ ټوله ذمه واري د هغه ده.
خو د پخواني صدر ډانلډ ټرمپ په شمول د ريپبلېکن پارټۍ مشرانو د اسټن د برطرفۍ غوښتنه کړې ده.

ټرمپ وویل د غېر مناسب مسلکي چلند او ذمه وارۍ نه د غافله کېدو په سر دې اسټن د دندې نه لرې کړی شي.
ټرمپ د سوشل ميډیا په خپله پاڼه ټرووت سوشل وویل اسټن یوه هفته غېب و او د هغه د مشر په شمول هېڅ څوک نه وو چې چېرته دی.

د ريپبلېکن پارټۍ د کانګرس د هاوس اف رېپرېزېنټېټیوز غړي اېليس سټيفانېک هم د اسټن د برطرفۍ غوښتنه وکړه او په یو بیان کې یې د هغه غېر حاضري ذمه وارۍ نه خطرناک غفلت وبلو. هغې وویل کانګرس دې په دې اړه تحقیقات وکړي.

چارواکو د اتوار، يکشنبې، په ورځ هسپتال ته د اسټن تګ ښکار کړو چې په غېر معمولي توګه د نورو چارواکو نه خفیه ساتل شوی و عن تر دې چې د هغه نایب هېکس هم نه وه. د اسټن په فرایضو کې دا هم شامله ده چې د ثانيې په نوټس هم د قومي سلامتیا په مسله حاضر وي.

کربي وویل هغه د اسټن د طبې مسلې په اړه څه معلومات نه لري او په نږدې ورځو کې یې بایډن سره خبرې کړي دي. کربي وویل اسټن په خپل کار دوامداره ساتي.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG