لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

وایټ هاوس: سعودي عرب نور ملکونه مجبور کړي چې د تېلو پېداوار کم کړي


روېټرز وايي د 13 ملکونو تنظیم اوپېک د روس په حمایت تېره هفته وویل د نومبر د میاشت نه به د ورځ په حساب د ددو مېلین بېرلو تېلو پېداوار کم کړي.د کمولو فېصله کړې
روېټرز وايي د 13 ملکونو تنظیم اوپېک د روس په حمایت تېره هفته وویل د نومبر د میاشت نه به د ورځ په حساب د ددو مېلین بېرلو تېلو پېداوار کم کړي.د کمولو فېصله کړې

سعودي عرب د تېل پېدا کونکونو ملکونو تنظیم اوپېک نور غړي ملکونه مجبور کړي چې د تېلو پېداوار کم کړي روېټرز خبري اداره وايي دغه خبره وایټ هاوس په داسې حال کې کړه ده اوپېک تېره هفته د تېلو پېداوار د کمولو اعلان کړی او د دې وروسته د امریکې او سعودي عرب تاوتریخوالی زیات شوی دی.

د امریکې نېشنل سېکیورټي کاونسل یا د قامي سلامتیا شورا ترجمان جان کربي خبریالانو ته وویل د اوپېک د یو نه زیات غړي د سعودي عرب سره متفق نه وو چې د تېلو پېداوار کم کړي خو د ځانونه یې مجبور محسوسول چې د پېداوار د کمولو په حق کې ووټ ورکړي. کربي د دغو ملکونو نومونه وا نه خیسل او ويې وېل پکار ده چې دغه ملکونه په خپله خبره وکړي.

خبریالانو سره د خبرو نه وړاندې جان کربي د زیارت، پنجشنبې، په ورځ په یو بیان کې وویل چې سعودي عرب ته یې د تېلو د بازار تجزیه وړاندې کړې وه چې پکې ښودل شوي وو چې اوپېک پلس ملکونه هېڅ جواز نه لري چې د تېلو پېداوار کم کړي.

د جان کربي نه وړاندې د امریکې صدر جوبایډن ویلي د تېلو پېدوار د کمولو فېصله به د سعودي عرب دپاره نتایج ولري.

جان کربي
جان کربي

د کربي بیان د سعودي عرب د دې دریځ په جواب کې جاري کړی شوی و چې اوپېک "خالصتاً" په اقتصادي بنیاد تېلو پېداوار د کمولو فېصله کړې ده.

روېټرز وايي د 13 ملکونو تنظیم اوپېک د روس په حمایت تېره هفته وویل د نومبر د میاشت نه به د ورځ په حساب د ددو مېلین بېرلو تېلو پېداوار کم کړي.د کمولو فېصله کړې.

د سعودي عرب خارجه وزارت د زیارت، پنجشنبې، په ورځ وویل اوپېک د رای په اتفاق فېصله کړې ده او د طلب او د رسد جاج يې اخیستلی و او چې په بازار کې ثبات راوستل شي.

جان کربي په خپل بیان کې وویل سعودي خارجه وزارت خو تنقید په شا تمبولی شي خو حقایق ساده دي. هغه د تېلو په پېداوار کې کمی به د روس د تېلو امدن زیات کړي او په ماسکو د لګول شوو بندیزونو اثر به کم کړي. په روس دغه بندیزونه په اوکراین د روس د یرغل په سر لګول شوي دي.

یادونه: د دې خبر معلومات د روېټرز خبري ادارې نه اخیستل شوي دي


هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:32:32 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG