لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د ډبلیو اېچ او مشر وايي د افغانانو د صحت تحفظ یې مهمه ترجیح ده


ښاغلي ګېبريېسس کابل ته د رسېدو اعلان په ټوېټر وکړو
ښاغلي ګېبريېسس کابل ته د رسېدو اعلان په ټوېټر وکړو

د ملګرو ملتونو د صحت ادارې ورلډ هېلت ارګنایزېشن یا ډبلیو اېچ او مشر ټېډروس اېدونېم ګېبريېسس د ګل، دوشنبې، په ورځ په غېر اعلان شوي سفر د افغانستان سر ښار کابل ته ورسېدو.

د ډبلیو اېچ او مشر په ټوېټر کابل ته د رسېدو اعلان وکړو او ویې وېل د افغانانو د صحت تحفظ د هغه د ادارې دپاره ډیر زیات اهمیت لري. هغه وویل په دې لړ کې به د صحت د مرکزونو دوره کوي، د ډبلیو اېچ او افغان کارکوونکو سره به وينې او د طالبانو چارواکو سره به خبرې اترې کوي.

کابل نه د وي او ای اشنا څانګې خبریال وايي د طالبانو د صحت وزارت ویلي د ډبلیو اېچ او مشر به د طالبانو سره د ورلډ بېنک د مرستو د ځنډولو په باره کې هم خبرې کوي.

د طالبانو د ثقافت او اطلاعاتو د کمېشن غړي احمدالله واسق ویلي ښاغلی ګېبریېسس به د طالبانو وزیراعظم ملا حسن اخوند، د هغه نایب ملا عبدالغني برادر او د طالبانو موقتي خارجه وزیر مولوي امیر خان متقي سره هم ویني.

د صحت د نړیوالې ادارې مشر په داسې حال کې د افغانستان سفر کوي چې د وسایلو د کمي له امله په ملک کې د دوه زرو نه زیات د صحت مرکزونه تړل شوي دي.

بلخوا د کابل د ښاروالۍ ښځې کارکوونکي د کار نه منع کړي شوي دي.

د اېسوسي اېټېډ پرېس خبري ادارې ترمخه ښځو کارکوونکو ته د کار په اړه هدایات د کابل موقتي ښاروال یا مېیر د اتوار، يکشنبې، په ورځ جاري کړل او ویې وېل یوازې هغه کارکوونکي کار ته تللی شي چې د دوی کار سړي نشي کولی.

ملا حسن اخوند
ملا حسن اخوند

ای پي وايي په ورستیو ورځو کې طالبانو یو شمېر داسې ګامونه اعلان کړي چې ترمخه یې د مېرمنو هغه حقونو لمنځه تللي دي چې په تېرو شلو کلونو کې یې ترلاسه کړي وو.

نړیوالې ټولنې د طالبانو په موقتي کابینه کې د مېرمنو په نشت والي هم تشویش څرګند کړی دی.

که څه هم طالبانو ویلي وو چې د افغانانو د بنیادي حقونو احترام به کوي خو ای پي په خپل رپورټ کې وايي طالبانو د مېډل او هايي سکول جېنکو ته ویلي چې لا دې سکولونو ته نه ځي خو د دغو درجو هلکانو د تېرې هفتې راهسې سکولونو ته تګ شروع کړی دی، په یونېورسټېو کې هلکان او جېنکۍ زدکونکي د یو بل نه د جدا کښېناستلو امر جاري کړی شوی دی او طالبانو جېنکو ته ویلي چې اسلامي لباس به اغوندي.

د جمعې په ورځ طالبانو د مېرمنو د چارو وزارت وتړلو او د وزارت چارې یې د نهې انعل منکر څانګې ته وسپارلې. دغه څانګه د شریعي قوانینو د عملي کولو مسولیت په غاړه لري. د اتوار، يکشنبې، په ورځ یو شمېر مېرمنو د تړل شوي وزارت مخې ته مظاهره وکړه او په ټولنیز ژوند کې د مېرمنو د شاملولو غوښتنه یې وکړه.

فلېپو ګرېنډي
فلېپو ګرېنډي

د وي او ای اشنا خبریال لیکلي د ډبلیو اېچ او مشر ټېدروس اېدهونېم ګېبريېسس د ملګرو ملتونو دویم لوړ پوړی چارواکی دی چې په تېره یوه هفته کې دننه د افغانستان سفر کوي.

د هغه مخکې د ملګرو ملتونو د کډوالو د خېر ښېګړې ادارې یو اېن اېچ سي ار مشر فلېپو ګرېنډي د افغانستان دوره کړې وه.

ښاغلي فلېپو په نړیواله ټولنه غړ وکړو چې د ملک دننه بې کوره شویو افغانانو او د ملک نه بهر افغان کډوال سره دې په بېړنۍ توګه مرسته وکړي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG