لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ډبلیو اېچ او:  په دنیا کې هره هفته 10000 کسان د کرونا وایرس نه مړه کېږي


د ډبلیو مشر وویل په چین کې دا مهال د کرونا کېسونه زیاتېدل شروع شوي دي او د ډبلیو اېچ او مامورین د چینايي چارواکو سره په دې لړ کې په رابطه کې دي
د ډبلیو مشر وویل په چین کې دا مهال د کرونا کېسونه زیاتېدل شروع شوي دي او د ډبلیو اېچ او مامورین د چینايي چارواکو سره په دې لړ کې په رابطه کې دي

د متحده قومونو د صحت ادارې ډبلیو اېچ او مشر ډاکټر ټیډروس اېدونیم ګېبرېیسس د تنظیم غړو ملکونو یوې غونډې سره د کرونا وایرس په اړه ښه او بد دواړه ډول خبرونه شریک کړل.

ګېبرېیسس د زیارت، پنجشنبې، په ورځ د ډبلیو اېچ او غونډې ته وویل چې د کرونا وایرس څلور کاله وشول او د څو کاله وړاندې وخت په مقابل کې دنیا دا مهال ښه ځای دی ځکه چې د ناروغۍ خلاف وېکسین موندل شوی او د علاج سهولتونه بهتر شوي دي.

هغه وویل په تیر یو نیم کال کې د کرونا وایرس کېسونه کم شوي دي او د منځني او د کم امدن په ملکونو کې هم د وبا به ضد وېکسین کې اضافه شوې ده.

د کرونا خلاف د پرختګ ترڅنګ ډبلیو اېچ او مشر دا خبرداری هم وکړو د وبا خطر په مکمله توګه نه دی ختم شوی.

هغه وویل د کرونا ټېسټونو ته د لاس رسايې، علاج او وېکسین په برخو کې عدم مساوات دوام لري، یعنې د دنیا په ځینو برخو دغه سهولتونه په اسانه ترلاسه کېدلی شي خو په ځینو برخو کې یې اوس هم کمی دی.

هغه وویل په دنیا کې اوس هم هره هفته اندازن 10000 کسان د کرونا نه مړه کېږي. "ممکنه ده چې حقیقي شمېره د دې نه هم زیاته وي."

ډاکټر ګېبرېیسس وویل د دنیا په ځینو برخو کې د صحت نظام د فشار سره مخامخ دی او د موسم په لحاظ په معتدلو علاقو کې د کرونا نوي شکلونه خپرېږي. هغه زیاته کړه چې ډبلیو ایچ په دې لړ کې څارنه زیاته کړې ده.

د ډبلیو مشر وویل په چین کې دا مهال د کرونا کېسونه زیاتېدل شروع شوي دي او د ډبلیو اېچ او مامورین د چینايي چارواکو سره په دې لړ کې په رابطه کې دي.

یادونه: د دې خبر معلومات وي او ای نیوز د رپورټ نه اخیستل شوي دي


بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG