لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د بشارالاسد د حکومت د ختموونکې ډلې هیئت تحریر الشام مشر ابو محمد الجولاني څوک دی؟


د باغیانو د ډلې مشر کمانډر احمد حسین الشرع مشهور په ابو محمد الجولاني د دمشق په امیه جومات کې خلکو ته وینا کوي
د باغیانو د ډلې مشر کمانډر احمد حسین الشرع مشهور په ابو محمد الجولاني د دمشق په امیه جومات کې خلکو ته وینا کوي

په شام کې د بشارالاسد د حکومت د ختموونکې باغي ډلې هیئت تحریر الشام مشر څو کاله خلکو ته د ځان بدلولو او په یوه نوې بڼه ښکاره کولو باندې تېر کړي، له القاعدې سره یې اړیکې پرې کړې او ځان یې د هراړخیز فکر لرونکي او زغم د اتل په توګه ور پېژندلی دی.

که څه هم هغه د ابو محمد الجولاني په فرضي نامه مشهور دی خو په وروستیو ورځو کې یې د ډلې باغیانو هغه ته په خپل اصلي نوم احمد حسین الشرع باندې غږ کول پیل کړي دي.

هغه په شخصي توګه خو د ځان د بدل ښکاره کولو هڅه کړې ده خو اوس یې دا امتحان په مخ کې دی چې هغه څنګه له یو توندوره جهادي څخه ځان د شام په یو ریاست جوړوونکي باندې بدلوي.

باغیانو د یکشنبې- اتوار په سهار دمشق ونیو، بشارالاسد پټ ځای ته وتښتېد او په تېرو 50 کلونو کې د اسد د کورنۍ له واکمنۍ وروسته اوس لومړی ځل دا پوښتنه کېږي چې د شام راتلونکی حکومت به څنګه وي.

شام د بېلابېلو نسلي او مذهبي ټولنو کور دی خو اکثر د اسد د حکومت او د تېرو کلونو جګړو له کبله د یو بل خلاف درېدلي، ځکه نو په دوی کې ډېر اوس دا اندېښنه لري چې کېدای شي توندوره سنیان پر شام واکمن شي.

شام په بېلابېلو ډلو هم وېشل شوی دی چې له روس او ایرانه واخلې تر امریکې، ترکیې او اسرايل پورې ټول بهرني قدرتونه پکې لاس دي.

د یکشنبې- اتوار په سهار د دمشق له سقوط وروسته ابو احمد الجولاني د ولس په منځ کې نه دی لیدل شوی. امریکې 42 کلن الجولاني ترهګر پېژندلی خو هغه او د هیئت التحریز الشام ډله- چې اکثر جنګیالي یې جهادیان دي- په شام کې مهم لوبغاړي ګڼل کېږي.

کلونه کلونه چې د روس او ایران له ملاتړه برخمن د بشارالاسد رژیم د شام په اکثرو برخو باندې واکمني کوله، الجولاني په ایدلیب صوبه کې ښکاره فعالیت نه کاوه او پر دې باندې یې کار کاوه چې خپل واک مستحکم او یو موټی کړي.

الجولاني خپلي مخکیني سیالان او اتحادیان له مخې لرې کړل او د دې لپاره یې د بېلابېلو توندروه ډلو په منځ کې په مهارت کار کاوه. هغه هڅه وکړه چې په ایدلیب کې د خپل تش په نامه "نجات حکومت" تصویر روښانه کړي.

د الجولاني دغه له ځانه نوموړل شوي حکومت په ایدلیب کې چلېده چې مقصد یې په نړیوالو حکومتونو کې د رسمیت پېژندنې لپاره بری تر لاسه کول او د شام مذهبي او نسلي اقلیتونو ته ډاډ ورکول وو.

په دې موده کې هغه د شام له بېلابېلو قبیلو او ډلو سره رابطط ټېنګې کړې او په دې ترڅ کې یې د یو سخت دریځه اسلامي ګوریلا جامې واغوستلې، خو له رسنیو سره د مرکو لپاره یې درېشي اغوستله او د شام د تنوع او هراړخیز ښکاره کولو لپاره یې د ریاستي ادارو د جوړولو او د واک د غیرمرکزي کولو په اړه یې خبرې کولې.

احمد حسین الجولاني تېره اونۍ سي این این ته په مرکه کې دا امکان څرګند کړ چې د اسد له پرځېدو وروسته به یې تنظیم هیئت التحریر الشام تحلیل شي او ویې ویل:

"شام د یو داسې حکومتي نظام حق لري چې ادارې ولري او هیڅوک پکې خپلسرې پرېکړې ونه کړي". هغه زیاته کړه "په خبرو نه بلکې په اعمالو فیصله وکړئ".

په عراق کې د الجولاني د فعالیت پیل

له القاعده ډلې سره د الجولاني اړیکې 2003م کال ته رسېږي، چې القاعده په عراق کې د امریکايي پوځ خلاف جنګېده او الجولاني هم ورسره ملګری شو.

امریکا د شام اوسېدونکی الجولاني په 2006م کال کې ونیو او تر پینځه کاله زیات په بند کې وو، خو هغه په عراق کې پاته شو. په دغه وخت کې القاعده پر نورو همفکره ډلو بری تر لاسه کړ او د ابوبکر البغدادي په مشرۍ یې په عراق کې اسلامي دولت یا داعش ډله جوړه کړه.

په 2011م کال کې د بشارالاسد د حکومت په ضد پاڅون پیل شوی او د دې ځپلو لپاره حکومت عملیات پیل کړل او همدا حکومتي اقدامات په ټول هېواد کې د اوږدې جګړې سبب شول.

الجولاني هغه وخت زیات مشهور او وپېژندل شو، چې ابوبکر البغدادي هغه شام ته د دې لپاره واستاوه، چې د النصره په نوم د القاعده ډلې یو محاذ جوړ کړي. امریکا دا ډله ترهګره بولي او د الجولاني پر سر یې 10 میلین ډالر انعام ایښی دی.

النصره محاذ او د شام جګړه

په شام کې چې کورنۍ جګړه په 2013م کال کې تېزه شوه د الجولاني توقعات هم ورسره زیات شول. ده د البغدادي هغه غوښتنه رد کړه، چې په عراق او شام کې د داعش د جوړولو لپاره د النصره محاذ تحلیل او په عراق کې یې له القاعدې سره یو ځای کړي.

الجولاني له القاعده ډله سرې بیعت وکړ او القاعده وروسته له داعش ډلې جلا شوه. النصره محاذ له داعش سره وجنګېده او د بشارالاسد د حکومت په ضد د شام د مخالفو وسلوالو تر منځ یې زیاته سیالي ختمه کړه.

الجولاني په 2014م کال کې له الجزیزه ټیلیویژن سره په خپله لومړۍ مرکه کې مخ پټ کړی وو او ویلي‌ یې وو چې په جنېوا کې یې د جګړې د خمتولو لپاره د سیاسي خبرو وړاندیز رد کړی وو.

هغه وایي هدف یې ښکاره وو او غوښتل یې په شام کې د اسلامي شریعت واکمني وویني او دا خبره یې واضح کړې وه چې په شام کې به د علويانو، شیعه ګانو، دروزیانو او عیسایانو لپاره ځای نه وي.

د واک ټینګول او بڼه یې بدلول

الجولاني په 2016م کال کې لومړی ځل په یو ویډیويي پیغام کې خپل مخ ښکاره کړ او ویې ویل ‌ډلې یې خپل نوم د شام د فتحې محاذ «جبهة فتح الشام» ته واړوه او نور یې له القاعده ډلې سره خپلې اړیکې پرې کړې.

الجولاني هغه وخت پوځي وردۍ اغوستې وه او پټکی یې تړلی وو او ویلي یې وو:"دا نوی تنظیم له هیڅ بهرني تنظیم سره تړلی نه دی".

له دغه اعلانه وروسته الجولاني وسلوالو ډلو پر ماتولو بشپړ کنټرول تر لاسه کړ. یو کال وروسته د هغه اتحاد «هیئت تحریر الشام» یا د شام د ازادۍ تنظیم ونومول شو او د نورو ډلو په یو ځای کېدو سره یې په ادلیب کې د الجولاني واک یو موټی کړ.

هیئت تحریر الشام بیا له هغو ډلو سره جګړې وکړې، چې نه یې غوښتل په دغه اتحاد کې شاملې شي او دې کار د شام په شمال لوېدیځ کې الجولاني او د هغه ډله د رهبري ځواک په توګه زړوره او د واکمنۍ وړ کړه.

کله یې چې واک یو موټی شو، الجولاني د یو داسې بدلون بهیر پیل کړ چې ډېر کم خلک به یې تصور کوي. اول یې خپل پوځي لباس په درېشۍ بدل کړ او د مذهبونو ترمنځ د زغم او د هراړخیز فکر یا تکثیریت د منلو غوښتنه یې وکړه.

هغه په ایدلیب کې د دروز اقلیت خلکو ته په یو نوي نظر وکتل چې مخکې د ده النصره محاذ په نخښه کړي وو او د هغو کردي جنګیالیو کورنیو ته ورغی، چې د ترکیې په ملاتړ ملېشو وژلي وو.

ابو محمد الجولاني په 2021م کال کې د پي بي ایس ټیلیویژن له یو امریکایي خبریال سره لومړۍ مرکه کړې وه چې پکې یې وېښتانه واړه وو او لنډ کوټ یا بلېزر یې اغوستی وو.

ده په هغه مرکه کې تر پخوا ډېر ورو خبرې کولې او ویلي یې وو چې د لوېدیځ پر تګلارو نیوکې کوي خو نه یې په امریکا یا یورپ کې د جګړې پیلولو خبره کړې او نه یې ډلې لوېدیځ ته کوم خطر پېښ کړی او پرې لګول شوي بندیزونه له انصافه لرې دي.

Forum

Recommended

XS
SM
MD
LG