لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ملگري ملتونه وايي یمن کې بیا د هېضې د وبا خطر دی


تیر کال په یمن کې هېضي د ١٠ لکو نه زیات خلک وهلي وو چې په نړۍ کې د ویا نه د متاثر شوو خلکو تر ټولو زیاته شمېره وه
تیر کال په یمن کې هېضي د ١٠ لکو نه زیات خلک وهلي وو چې په نړۍ کې د ویا نه د متاثر شوو خلکو تر ټولو زیاته شمېره وه

د ملگرو ملتونو د صحت ادارې ورلډ هېلټ ارگنایزیشن خبرداری کړی دی چې په خانه جنگۍ کې ښکیل یمن کې د خوراک د سخت کمي په وجه د هېضې وبا خوریدونکې ده.

په نژدې کلونو کې په یمن کې دوه ځله د هېضې وبا خوره شوې ده او د ورلډ هېلت ارگنایزیشن ورستي رپورټونه ښايي چې د هېواد د زیاتې ابادۍ په سیمو کې د هېضې د خونړي مرض وبا په دریم ځل خوریدلی شي.

د بیړني حالاتو د پاره د ډبلیو ایچ او څانگې مشر پیټر سلاما وي او ای ته وویل دا ځل به د هېضي وبا د وړاندې نه زیاته خونړۍ وي ځکه چې د حکومت او د باغیانو ترمنځ د تیرو دریو کلونو خانه جنگۍ د یمن ولس کمزوری کړی دی.

پېټر سلاما وايي په یمن کې د خوراک د کمي او د هېضي دلاسه حالات ډیر خراب دي. د خوراک د کمي په وجه نه یوازې ناروغۍ رامنځته کیږي بلکې د هېضې په صورت کې زیات مرگونه هم کیدلی شي ځکه چې خلک د ناروغو نه د ځان د محفوظ ساتلو وسایل هم نه لري.

ملگرو ملتونو د یمن په خانه جنگۍ کې ښکیلو ډلو غږ کړی چې د اگست د څلورمې نېټې نه تر د اگست د شپږمې نېټې پورې دې جنگ ودروي.

د ډزبندۍ په دغو دریو ورځو کې ډبلیو ایچ د نورو تنظیمونو ترڅنگ ولس ته د هېضې نه د بچ محفوظ پاتې کیدو ویکسین ورکول غواړي.

د ډبلیو ایچ او پېټر سلاما وايي د شمالي یمن په دریو ضلعو کې د هېضي خلاف ویکسینیشن کې به ٣٠٠٠ د صحت کارکونکي برخه اخلي او هدف به یې د یو کال نه د زیات عمر پنځه لکه خلک وي.

تیر کال په یمن کې هېضي د ١٠ لکو نه زیات خلک وهلي وو چې په نړۍ کې د ویا نه د متاثر شوو خلکو تر ټولو زیاته شمېره وه.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG