د خيبر پښتونخوا او بلوچستان په ځنګلونو کې د مارګلې د ځنګلونو په شان د اورنو لګېدو پېښې په تیرو څو کلونو کې پرله پسې مخې ته راځي. د پښتونخوا او بلوچستان د ځنګلونو، چاپېريال او ځنګلي ژوند یا وایلډ لایف اړوند ادارو په دغه اورونو کې د پراخه زیان اوړېدو انديښنه څرګنده کړې.
د چاپېريال پوهان وايي چې داسې پیښې په ماحول هم ډېرې بدې او ژورې اغیزې کوي او هغه ځکه چې نړۍ او په ځانګړې توګه پاکستان له وړاندې نه د نړیوالې تودوخې له اغېزو سره مخ دی.
د پښتونخوا او بلوچستان په ځنګلونو کې د ډېرې ګرمۍ له سؤبه د نورو اورونو لګېدو خطر موجود دی. په لویه خیبر پښتونخوا خؤرونه کې د اور د لګېدو په لاملونو د پوښتې په ځواب کې ماحول پوه او انوایرمنټل پروټیکشن ایجنسۍ چارواکي عبدالولي خان خیلجي وویل، "کله چې ګرمي زیاته شي او نو دې سره خوشکي زیاته شي او د وچ شوو لرګو او خشاک ته اور لګیدل او خوریدل اسان وي".
د ده په وينا، يوه وجه يې دا ده چې په دغو ورځو کې د پاکستان د نورو ښارونو څخه سېلګري د يخو علاقو په سیل ځي او هغوی يا خو بل سګرېټونه ورغورځوي، يا د پخلي نه وروسته او یا هم يا شپې مهال لګېدلی اور مړ نکړي.
ښاغلی خیلجي وویل بل لامل یې دا دی چې ځايي خلک وچ واښه د دې لپاره و سېځي چې پر ځای يې د پشکال په بارانونو کې د دوی د څاروو د پاره نور واښه زرغون شي.
عبدالولي خیلجي وویل چې یو خو د ځنګل د سوځیدو سره د بوټو تاوان، ګنګوټو او چينجو ته او ځناورو ته زيان واوړي او بل دا د اکسیجن د کمي او د کاربن ګیس د پیدا کېدو سؤب شي.
په خپرونه کې د خيبر پښتونخوا د ریسکیو ۱۱۲۲ ویاند بلال فیضي وویل چې اداره یې د حادثاتو په وخت د خدماتو د پاره تیاره ده او د ګرمۍ سختې چپې ته یي هم ځان چمتو کړی.
ښاغلي زیاته کړه چې د ګرمۍ په موسم کې ځنګلونو کې د اور لیګیدو د پېښو په اړه یې ادارې ځان تیار ساتلی دی. خو هغوي د خلکو نه د احتیاط کولو غوښتنه وکړه.
ښاغلي فیضي وویل چې اداره یې د حکومت او اړونده وزارتونو سره په ګډه کار کوي. د دې ترڅنګ په رسنيو کې د ځنګلونو له اور څخه د خوندي کولو په اړه هم تبليغات او پوهې لپاره د میډیا استعمال سره په سکولونو، کالجونو او پوهنتونونو کې معلوماتي غونډې کوي.
په دوه زره درویشتم کې د خيبر پښتونخوا د ځنګلاتو او ځنګلي ژوند محکمي نه ترلاسه شويو مالوماتو ترمخه د صوبې په بېله بېلو ځنګلونو کې لګيدلي اور څخه 17 زره اېکړه ځنګل متاثره شوي. ادارې ویلي وو چې په دغه پېښو کې په کم تعداد کې ونې سوځېدلي دي ولې نورو بوټو ته ډېر زيان رسېدلې۔
دکال 2022م د مۍ پر نهمه د بلوچستان او خيبر پښتونخوا په منځنۍ سيمه شېراني کې د کسۍ غره (کوه سليمان) د زڼغوزي په ځنګله کې اور لګېدلی و.
د ملګرو ملتونو د خوﺭاک او ﺯﺭاعت نړيوالې اداﺭې ايف او ډبليو او د بلوچستان حکومت ﺭپوﺭټ دی، دا غر شپږ شپيته زره هيکټره غځېدلی و او دغه لګیدلي اور پکې د زڼغوزي لس لکه ونو په ګډون د ياد ځنګل 25 زره ايکړه سيمه سوځول شوې وه چې په سرکاري رپورټ کې يې تاوان 75 اويا اربه روپۍ ويل شوی و.
Forum