لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان واېي د افغانستان سولې پروسه به زر شورو شي


اشفاق مومند

د پاکستان وزیراعظم نواز شریف د خارجه چارو صلاح کار سرتاج عزیز وېلي پاکستان په سرحدی پوله د همکارۍ سوا کولو او خپله خاوره د طالبانو لخوه د کارولو په اړه افغانستان سره معلوماتو شریکولو ته تیار دی. د ښاغلي سرتاج عزیز په وینا په افغانستان او پاکستان کې د روانې ستونزی ختمون لپاره یواځېنۍ لار د افغانستان حکومت او طالبانو ترمینځ د سولی خبری بیرته پرځاې کول دي.

د پاکستان د خارجه چارو صلاحکار په وینا پاکستان هیله مند دی چې د ژمي موسمو په راروانو څلور شپږو اونیو کښې به په تشدد کښې کمې راشي. او د سولې خبرو اترو شورو کولو او جګړی ختمولو لپاره به دغه مناسب وخت وي.

دپاکستان د وزیراعظم صلاحکار زیاته کړی د پاکستان حکومت په مرسته د جولاېي میاشت کې د طالبانو او افغان حکومت ترمینځ رسمی خبري شورو شوی وی او لومړۍ غونډه هم دغه موده کښې ترسره شوی وه. خود دغې خبرو اترو سره سره په افغانستان کښې د وسله والو لخوه د تشدد لړۍ هم تنده شوې وه او طالبانو ځنې سیمی نېولې وی. د افغانستان د حکومت او طالبانو ترمینځ دا خبري هغه وخت ودریدی کله چې د طالبانو د پخواني مشر ملا عمر د مرګ په اړه دغه خبر ښکاره شوچې دوه کاله وړاندی په حق رسیدلی.

د خالی په ورځ د پاکستان وزیراعظم نوازشریف هم وېلي وو چه دافغان حکومت د افغان طالبانو سره د سولې خبری اتری بیاشورو کولو لپاره به کوشش کوي. د افغانستان چارواکی وایی که پاکستان غواړي چې په افغانستان کې د سولې په عمل کې خپل رول اولوبوي نو پهخپله خاوره به د طالبانو پناه ځایونه ختموي.

د افغانستان اجراېي رېیس عبدالله عبدالله هم د پاکستان د دغې خبرو هرکلې کړی خو دا ېې هم زیاته کړې پاکستان دی د طالبانو او نورو وسله واله ډلو سره مرستی ختمې کړي که غواړی خپل ځان د افغانستان سره مخلص ثابت کړي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG