لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ښه ښځه ، خرابه ښځه


قندیل بلوچ
قندیل بلوچ

نن سحر چي مي د پاکستان د خبرونو نه ځان خبرولو دپاره اخبارونه کتل نو نظر مي په یو خبر پرېوتو. د خبرعنوان وو "رېحام خان د ښځي یو بدترینه مثال دی".

رېحام خان د پاکستان تحریک انصاف د مشراو د موجوده وزیراعظم عمران خان مېرمن پاتې شوې. رېحام خان نن سبا د خپل ‏ژوند په حقله لیکلي کتاب په وجه د بحث موضوع ده.

خبرکي د پاکستان د فلمونو او ټېلي وژن یو هنرمندې رېشم بېان و چي هغې پکې ویلي وو چې رېحام خان د ښخي یو بد ترینه مثال دی او دا هم چي د وزیراعظم عمران خان وړمبۍ مېرمن جمائمه گولډسمته د ښځي یو بهترین مثال دی.

دا منل شوي خبره د چي دهر یو انسان د بل انسان په حقله خپل جدا نظر او رای وي خو پوښتنه دا ده چی ددی نظر یا رائ پیمانې څه دي؟ او په دي کي د جنس، عمر، ښائست، او مالي یا په ټولنه کي د جوړ شوي خانداني حېثېت هم څه کار شته او که نه؟

ددی ټولو سوالونو جوابونه که دومره گران نه ښکاري خو دومره اسان هم نه دي. په عامه توگه د ښه او خراب انسان بحث د جنس پوري نه تړل کیږي، ځکه چي خلک دا دلېل ورکولې شي چي گورا د هالي ووډ پروډېوسر هاروي وائن سټائن یو سړی و خو چي بد کارونه يي معلوم شو نو هیڅ رعاېت ورسره وه نه شو. او دغه شان په لوړو څوکو ناستو د یو شمیر نورو سړو، مثالونه هم په گوته کېدی شي چي د اخلاقو نه پرېوتي کارونه يي ښکاره شو نو هر چا ورته بد وویل.

دغه شان نور مثالونه هم بی شمېره دي چي ثابتۍ د ښه او خراب لېبل یواځي په ښځه نه بلکه په سړي هم تپل کيږي. ځکه په دی اړه د ډیر حساسېت ضرورت نشته.

نو بېا مي ولي په دی خبره ېقين نه راځي او ولي هره ورځ اخبار د "خرابو" ښځو د خبرونو نه یا دا ثابتولو د څېړنو نه ډک وي چي کومه ښځه ښه او کومه خرابه ده؟ که د ښه او خراب معېار د ټولو دپاره یو دی نو ولي بیا د غېرت په نوم زېاتره "خرابي ښځي" ژوند بېلي او خرابو سړو ته د ښه جوړېدو یوه بله موقع ورکړی شي؟ ولي د "ښو" سړو سره دا اجازه وي چي په لارو کوڅو کي د ښځو پوندي اوسترگي څاري چي "ښې" او "خرابې" ښځې پکي اوپېژني؟ ولي په کور کي بی تعلېمه، خاموشه خوله هره سخته په ځان تېرونکي او کال په کال بچي پېداکونکي ښه ښځه وي؟

خو چي څوک د تعليم په شان فرض په ځان فرض کي، خپل حق اوپیژني او ځان دپاره خبره کئ نو بېا خرابه شي؟ ولي کيږي چي که یوه جینۍ د ژوند ملگری پخپله خوښوي نو "څه چل" به پکي وي او سړی زېاتره د خپلی مرضۍ مالک دی؟ نه پوهیږم ولي د سړي بد ټول عمر په هغه پوري نه يي نښتي، بلکه دا ویل به زیاته مناسبه وي چي د سړو د بدو په حقله د ټولنی حافظه ډیره کمزوري وي خو د ښځي پښه خوېدل تر مرگه او پس له مرگه هم په هغي پسي یادیږي.

سوالونه نور هم ډیر دي خو یو پکي ډیر پېچیده دی او هغه دا چې ولې یوه ښځه بلې ښځې ته د خرابي او ښې ښځې لیبلي ورکوي؟

خو دومره پرې پوهه یم چي که دا سلسله دغه شان روانه وي نو بیا به مدام له قنديل بلوچ د خرابي ښځي په نوم قتلیږي، ریحام خان به سپکو سپورو خبرو سره مخامخ وي، د کراچۍ طالب علمه خدیجه صدیقي به د چړی په ٢٣ گوزارونو وهل کیږي خو انصاف به نه مومي او ښځي به مدام له ځان د خرابي ښځي د لیبل نه د بچ ساتلو جنگ کوي آیا دا به وویني چې مفتي قوي چې د قندیل بلوچ دپاره یې روژه نه وه نیولې او عمران خان سره د خپل رنگین ماضي، به هم کله خراب شي؟

  • 16x9 Image

    ثمینه احسن

    ثمینه احسن د خېبرپښتونخوا د پېښور یونیورسټۍ نه په جرنلزم او ماس کمیونیکېشن سره سره په پولیټیکل ساینس کې هم سبق وېلی. هغه د 2009 راهسې د ډیوه سره د خبریالې په توګه کار کۍ. ثمینه احسن د دی نه وړاندې د PACT  په نوم د پاکستان او افغانستان دپاره د یوه رېډیو پراجېکټ، د پېښور رېډیو سټېشن، او FM سټېشنونو سره هم کار کړی. هغه د ښځو او جینکو، ماحولیاتو، سیاست، او په نورو ډېرو موضوعاتو لیکل او ویډیو رپورټونه جوړۍ. تاسو ورسره دلته ملګري کېدی شۍ.

XS
SM
MD
LG