لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ملګرو ملتونو اؤ د نړۍ یو شمیر هیوادونو په اسرایل د ایران بریدونه غندلي


APTOPIX Israel Palestinians Iran
APTOPIX Israel Palestinians Iran

ملګرو ملتونو اؤ د نړۍ یو شمیر هیوادونو د ایران له لوري په اسرایل د شوي برید نه وروسته سیمه کې د تاو تریخوالي په راپېدا شوي وضعیت اندېښنې ښودلي اؤ پخ دواړو خواؤ یې ټینګار کړی چې باید د صبر اؤ‌ زغم نه کار واخلي.

امریکې ،برتانیې، کاناډا اؤ یو شمیر اروپایي هیوادونو د اسرایل څخه په دفاع کولو سیمه کې د بې ثباتۍ د ګواښ خبرداری ورکړی دی.

د خالي اؤ اتوار به منځ شپه کې ایران په اسرایل نزدې 200 اؤ کروز میزال داغلي اؤ دامریکا سپینه ماڼۍ وایي چې د امریکایي ځواکونو اؤ مهماتو په مرسته دا ډرونز اؤ کروز میزایل د اسرایل په خاوره کې له لګیدو مخکې رانسکور کړی شوي دي.

ایراني رسنیو ویلي چې دا برید د اپریل په وړومبۍ نیټه د اسرایل لخوا دمشق کې د ایران په کونسلګرۍ د شوي هغه برید په بدل کې شوی چې د ایران د پاسداران انقلاب ځواک د مشر په ګډون پکې 12 کسان وژل شوي وؤ.

د ملګرو ملتونو عمومي سکتر انتونیو ګوتریس د ایران لخوا په اسرایل ترسره شوي برید باندې د اندېښنې څرګندونه کړې په دواړو خواؤ یې ټینګار کړی چې تاو تریخوالی باید نور پراخه نه کړي.

پخپل یو بیان کې انتونیو ګوتریس ویلي هغه سیمه کې د تاو تریخوالي د لا پراختیا په حق کې نه دی .

نوموړي ویلي چې منځنی ختیځ اؤ نړۍ د یوې بلې جګړې توان نه لري .

د ایران لخوا د شوي برید نه وروسته اسرایل د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د بېړنۍ غونډې رابللو خواست هم کړی دی.

امریکې هم د ایران د بریدونو په سختو ټکو کې غندنه کړې ده اؤ صدر جوباییډن ویلي چې دوي په فولادي عزم سره د اسرایل ملګرتیا کې ټینګ ولاړ دي.

له برید وروسته د سپینې ماڼۍ یو بیان کې د صدر جوباییډن له خولې ویل شوي چې هغه د اسرایلي وزیراعظم نیتن یاهو سره اړیکه نیولې اؤ د خپل هر رقم مرستې باور یې ورکړی دی.

د سعودي عرب د بهرنیو چارو وزارت هم سیمه کې په نظامي تاو تریخوالي اندېښنه ښکاره کړې اؤ جګړې له خطره د بچ کېدو لپاره یې په ټولو خواؤ غږ کړی چې باید د زغم نه کار واخلي.

د سعودي د سرکاري خبري شبکې له مخې پخپل یو بیان کې د سعوي د بهرنیو چارو وزارت خبرداری ورکړی چې که چرې شخړه وغځیږي نو "سنګینې نتیجې" به ولري.

د اسرایل وزیراعظم نیتن یاهو ویلي، زمومو واضحه اصول دي چې څوک راته نقصان رسوی، نقصان به ور رسوؤ اؤ مونږ د هر رقم خطرې په وړاندې پخپله دفاع کولو پوهیږو.

د برتانیې وزیراعظم رشي سنګ په اسرایل د ایران لخوا د شوي برید په سختو ټکو کې غندنه کړې ده ویلي یې دي چې ددې بریدونو له امله سیمه کې د تاو تریخوالي اؤ بې ثباتۍ رامنځته کېدو خطره ده.

پخپل یو بیان کې رشي سنګ ویلي چې ایران یو وارې بیا وښودله چې هغوي پخپله سیمه کې اړی ګړی اؤ ناکراري خورول غواړي.

هغه ویلي برتانیه د اسرایل د امنیت لپاره د اردن اؤ عراق په ګډون د خپلو ټولو سیمه ییزو شراکت دارانو د سلامتۍ لپاره په میدان ولاړ ده اؤ د خپلو ایتلافیانو سره په ګډه د وضعیت ارامه کولو اؤ د تاو تریخوالي د لا خوریدو د مخنیوي لپاره عاجل ګامونه اخلي.

هند هم ددې بریدونو نه وروړسه په سمدستي توګه د تاو تریخوالي راکمولو غوښتنه کړې ده.

د هند خارجه وزارت پخپل بیان کې ویلي چې د اسرایل ا‌ؤ ایران ترمنځ د سیوا شوي تاو تریخوالي له امله سیمه کې امن اؤ سلامتۍ ته ګواښونه راولاړیدای شي.

د هند د خارجه وزارت په بیان کې ویل شوي چې سیمه کې په بدلیدونکي وضعیت د هند ژور نظر دی اؤ سیمه کې د هند سفارتخانې مونږ سره په تماس کې دي.

د کاناډا وزیراعظم جسټن ټروډو هم د ایران د برید غندنه کړې اؤ ویلي یې دي" مونږ د اسرایل سره ولاړ یو"

پخپل بیان کې د کاناډا وزیراعظم ویلي دا بریدونه به یو وارې بیا د سیمې امن اؤ‌ثبات په خرابه توګه اغېزمن کړي .

هغ ویلي مونږ دې حملو کې د اسرایل له لوري د خپلو خلکو د دفاع د اقدام ملاتړ کوؤ.

جرمني، فرانس، اروپایي اتحادیې،هسپانیې،ډچ اؤ نورو یو شمیر هیوادونو هم د ایران بریدونه غندلي دي خو ددې رپورټ د تیارېدو تر وخته پاکستان اؤ په افغانستان د واکمنو طالبانو حکومت لا د ایران لخوا په ترسره شوؤ بریدونو خپل غبرګون نه دی ښودلی.

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG