لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

نړیوال بنک: افغانستان به د سیاسي هوکړې وروسته هم نړیوال امداد ته اړتیا لري


د نړیوال بنک یو تازه رپورټ کې وېل شوي افغانستان به د طالبانو سره د امکاني سیاسي هوکړې وروسته هم د نړیوالې ټولنې مالي مرستو ته اړتیا لري.

د نړیوال بنک په دغه رپورټ کې د افغانستان د سیاسي او اقتصادي چارو په حالاتو کې د منځ محاله مودې پورې د اقتصادي ضرورتونو جاج اخستل شوی دی.

د ورلډ بنک ترمخه افغانستان به د کال ۲۰۲۰م نه تر ۲۰۲۴م پورې هر کال د ۶ بیلینه ډالرو نه تر ۸ بیلینه ډالرو مرستو ته اړتیا لري.

د ادارې تر مخه عامو خلکو ته بنیادي خدمتونو رسولو، د اقتصادي ودې ملاتړ، د تاوتريخوالي کمېدو لپاره د مناسبو شرایطو رامنځ ته کولو او له طالبانو سره د احتمالي هوکړې وروسته به افغانستان هرکال دغه مرستو ته اړتیا لري.

په افغانستان کې د نړیوال بنک د دفتر مشر هینري کرالي ویلي٫٫ په افغانستان کې د امنیتي وضعې ښه کولو، سیاسي ثبات راوستلو، د بیلا بیلو ولایتونو ترمنځه د تګ راتګ اسانولو سره به شخصي سکتر ته د سرمایه کارۍ موقعې په لاس ورشي او ورسره به روزګارونه هم پیدا شي. خو په دغه لړ کې امدن او د خلکو لګښت کې ډیر لرې والی یا فاصله ده. د طالبانو سره د سولې د هوکړې وروسته په یو شمیر برخو کې د نورې سرمايې لګولو ضرورت دی.٬٬

د نړیوال بنک رپورټ کې ویل شوي چې افغانستان په تیرو څو کلونو کې د خپل امدن سېوا کولو په لړ کې لوې پرمختګ کړی خو اوس هم د امدن او مصرفونو ترمنځه فاصله یا واټن لا هم پراخه دی. او افغانستان اوس هم د خپلو عامو اخراجاتو ۷۵ سلنه په ویړیا مرستو یا امداد پوره کوي.

د نړیوال بنک ترمخه د افغانستان کلن امدن ۲.۵ بیلینه ډالره او اخراجات یا مصرفونه يې ۱۱ بیلینه ډالره دی.

د نړیوال بنک لخوا خپور شوي بیان کې ویل شوي، په نړیوالو مرستو د افغانستان انحصار ته په کتو که چرې په امنیتي او اولسي برخه کې نړیوال امداد کمیږي نو وروسره به په عامو لګښتونو هم فشار سېوا کیږي.

د نړیوال بنک رپورټ کې ویل شوی، چې تر یوه سیاسي هوکړې وروسته د اقتصادي او مالي اغېزو په اړه تمې باید ريښتينې وي. ګمان کیږي چې په دغه حالاتو کې به د افغانستان سره نړيوالې ټولنې مالي مرستې د تېر په پرتله محدودې شي. له طالبانو سره تر احتمالي سیاسي هوکړې وروسته به افغانانو ته تر ټولو ستره ګټه به د ځانګړې سرمایه کارۍ ډېروالی، د کارونو روزګارونو زیاتیدل او د عامو افغانانو خدمتونو ته لاسرسی دی.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG