لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ورلډ بېنک: په اوکراین د روس د یرغل له امله د نړۍ اقتصادي پرمختګ کم شوی


د ورلډ بېنک صدر ډېوډ مېلپاس وویل په اوکراین کې د جنګ، په چین کې د ټول بندونو، د رسد په نظام کې دګډوډي او په ترقۍ کې جمود دلاسه به د ګڼ شمېر ملکونو دپاره ممکنه نه وي چې د اقتصادي بدحالۍ مخ نیوی وکړي شي
د ورلډ بېنک صدر ډېوډ مېلپاس وویل په اوکراین کې د جنګ، په چین کې د ټول بندونو، د رسد په نظام کې دګډوډي او په ترقۍ کې جمود دلاسه به د ګڼ شمېر ملکونو دپاره ممکنه نه وي چې د اقتصادي بدحالۍ مخ نیوی وکړي شي

ورلډ بېنک ویلي په اوکراین د روس د یرغل له امله د نړیوال د اقتصادي پرمختګ د مخکنۍ اندازې نه کم شوی دی.

د ای اېف پي خبري ادارې ترمخه، ورلډ بېنک د نهې، سه شنبې، په ورځ د نړۍ د اقتصادي ترقۍ په اړه په خپله پېش ګويي کې وویل په تېرو ۸۰ کلونو کې چې نړیوال اقتصاد د بدحالۍ وروسته کوم پرمختګ کړی و هغه په شا تللی دی.

په ۲۰۲۱ کې د کرونا وبا نه وروسته په عالمي اقتصاد کې د پنېځه اشاریه اووه فیصد په شرح بحالي کېدله خو ورلډ بېنک وايي د اقتصادي بحالۍ دغه عمل په شا تللی دی.

ای اېف پي وایي په اوکراین د یرغل په سر په روس د مغربي ملکونو د اقتصادي پابندیو په نتیجه کې د غلې او تېلو قیمتونه زیات شوي دي.

د ورلډ بېنک صدر ډېوډ مېلپاس وویل په اوکراین کې د جنګ، په چین کې د ټول بندونو، د رسد په نظام کې دګډوډي او په ترقۍ کې جمود دلاسه به د ګڼ شمېر ملکونو دپاره ممکنه نه وي چې د اقتصادي بدحالۍ مخ نیوی وکړي شي.

ورلډ بېنک په خپل رپورټ کې وویل په اوکراین کې جنګ کرونا وبا دلاسه نړیوال اقتصاد ته رسېدلی نقصان نور هم زیاتوي او اقتصادي بحالي به سست روه او زیات وخت اخلي.

بېنک وویل معاشي ترقۍ کې د جمود به وړو او لویو اقتصادونو ته یو شان نقصان رسوي.

د ورلډ بېنک په رپورټ کې د ۱۹۷۰ د لسیزې حالاتو ته اشاره شوي ده او ای اېف پي وایی په دغه وخت کې هم اقتصادي پرمختګ ځنډېدلی و ، د رسد نظام له امله ګراني زیاته شوي وه او د ډیر وخت پورې د سود شرح کمه وه. خو د دغه وخت په مقابل کې دا مهال امریکايي ډالر مضبوط دی او نړیوالې مالیاتي ادارې په مستحکم حال کې دي.

ورلډ بېنک خبرداری کړو چې په قیمتونو د قابو موندلو او په برامداتو د قدغنونو دلارې دې د افراط زر مسله د حل کولو کوښښ ونکړی شي.

مېلپاس وویل په بېړني ډول دې د برامداتو حوصله افزايي وشي او په تجارت د قدغنونه ډډه وکړی شي.

ورلډبېنک وویل د امریکې اقتصاد به د دوه اشاریه پېنځه فیصد په شرح پرمختګ کوي چې د امریکې د معاشي ترقۍ په اړه د ادارې د مخکنۍ اندازې نه یو اشاریه دوه فیصد کمه شرح ده.

بېنک وویل د چین اقتصادي ترقۍ به د څلور اشاریه درې فیصد په شرح ترقي کوي چې چین دپاره د معاشي پرمختګ کمه شرح ده.
د یورپ او جاپان د اقتصادي پرمختګ په اړه هم ورلډ بېنک خپله اندازه کمه کړه او ویې وېل چې یورپ د معاشي ترقۍ کچه به دوه اشاریه پېنځه فیصد او د جاپان اقتصادي پرمختګ شرح به یو اشاریه اووه فیصد وي.

بېنک وویل د روس په اقتصاد کې به د یولس اشاریه درې فیصد په شرح کمی کېږي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:00:00 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG