لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

فرانس د دویم ځل لپاره د فټ بال نړیوال کپ وگاټه، کرویشیا دویمه شوه


مخکې تر دې فرانس په ١٩٩٨ کې هم ورلډ کپ گټلی و
مخکې تر دې فرانس په ١٩٩٨ کې هم ورلډ کپ گټلی و

د ٢٠١٨ کال د فټ بال عالمي لوبې، شیبه مخکې د فرانس په اتلولۍ ختمې شوې، او فرانس د دویم ځل لپاره، د فټ بال نړیوال اتل وپیژندل شو.

له دې نه مخکې، فرانس په ١٩٩٨ کال کې هم ورلډ کپ گټلی و.

کرویشیا، چې په تاریخ کې لومړی ځل فاینل یا وروستۍ لوبې ته وتلې وه، د نړۍ په کچه دویم مقام خپل کړ. د ورلډ کپ لوبو درېیم مقام، پرون د خالي ـ شنبې په ورځ، د بلجیم په برخه شو، او انگلینډ څلورم ځای ونیو.

په نننۍ لوبه کې چې د مسکو ښار په د فرانس او کرویشیا ترمنځ وشوه، فرانس ۴ گولونه او کرویشیا دوه گولونه ووهل.

فرانس درې ځله د فټ بال عالمي لوبو یا ورلډ کپ فاینل ته رسیدلی، یوځل په ١٩٩٨ کې چې کپ یې هم وگاټه او د نړۍ اتل شو، بیا په ٢٠٠٦ کې چې ایټالیې په پنالټي گولونو مات کړ او فرانس دویم شو، او درېیم ځل نن چې له کرویشیا سره یې لوبه وکړله او بیا یې کپ وگاټه.

پس له ٢٠ کلونو، دا لومړی ځل و چې کرویشیا په ورلډ کپ کې، پایلوبې یا فاینل ته لاره پیدا کړه. کرویشیا په یوروپ کې یو وړوکی ملک دی چې د وگړو شمېر یې څه د پاسه څلور میلینه دی.

د فرانس په سرښار، پیرس کې خلک د ورلډ کپ بریا لمانځي
د فرانس په سرښار، پیرس کې خلک د ورلډ کپ بریا لمانځي

گڼ شمیر گولونه

د ٢٠١٨ کال د فټ بال د ورلډ کپ وروستۍ یا فاینل لوبه، ډیره په زړه پورې وه چې په کې ډیر گولونه هم ووهل شول.

په لومړي میدان کې، فرانس دوه، او کرویشیا یو گول وواهه. ماریو مادزوکیچ، چې پخپله د کرویشیا لوبغاړی و، په ١٨مه دقیقې کې په تیروتنې سره د فرانس په گټه خپل ټیم ته گول ورکړ.

وروسته بیا ایوان پرشیج په ٢٨مه دقیقې کې د کرویشیا په گټه گول وواهه. لوبه برابره شوه. خو لس دقیقې وروسته، گول ته نزدې، د ایوان پرشیج پر لاس توپ ولگید او د فرانسې په گټه پنالټي ونیول شو چې په هغه کې انټواین گریزمن په ٣٨مه دقیقې کې د فرانس په گټه دویم گول واهه.

په دویم میدان کې، په ٥٩مه دقیقې کې د فرانسې په گټه درېیم گول پاول پوگبه وواهه، او شیبې وروسته کیلیان مباپې د فرانس په گټه څلورم گول هم وواهه.

د فرانسې د څلورم گول خوشحالي لا نه وه خلاصه شوې چې کرویشیا دویم گول وواهه او د لوبې په ترڅ کې د دواړو ټیمونو لخوا د وهل شویو گولونو شمیر، شپږو ته ورسید.

  • 16x9 Image

    احمد فؤاد لامع

    احمد فؤاد لامع د ٢٠٠٧ کال راهیسې له امریکا غږ سره کار کوي او د ‏ژورنالیزم په ډگر کې د ۲۰۰۲ راهېسي تجربه لري. هغه مخکې تر دې، په کابل کې د لمر ټلیویژن د پښتو خبرونو مسئول، د طلوع ټلیویژن د خبري خپرونې کوربه، او وړاندې تر هغه، د افغانستان په ملي ټلویژن کې خبریال و.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG