لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

ګڼو نړیوالو مشرانو جوباېډن او کامله هېرېس ته مبارکۍ ویلي


د څو ورځو پورې د امریکايي انتخاباتو په اړه د څه ویلو نه لرې پاتې کیدو وروسته د برتانیې وزیراعظم بورس جانسن او د جرمني چانسلرې اېنګلا مېرکېل په ګډو نورو په انتخاباتو کې په غیر رسمي ګټه جوباېډن ته مبارکۍ ویلي.

د خالي/ شنبې په ورځ په پینسلوینیا کې د انتخاباتو ګټلو وروسته د ډیموکرېټ ګوند صدارتي کاندید جوباېډن د صدراتي ټاکنو د ګټې اټکل کیږي.

د بورس جانسن لخوا خپور شوي یو بیان کې ویل شوي ٫٫ امریکا زمونږ تر ټولو مهم ایتلافي ملګری دی او ځه د ماحولیاتي بدلون نه د تجارت او امنیت پورې په ګڼو شریکو احدافو کار کولو ته لیواله یمه.٬٬ د برتانیې مشر د جو باېډن ناېب صدره کامله هرېس هم په ٫٫ تاریخي بریا٬٬ ستاېلې.

د روانې اونې په منځ کې بورس جانسن په امریکايي انتخاباتو د څه ویلو نه ډډه کړې وه او زیاته کړې یې وه ٫٫ د برتانې حکومت د خپلو ملګرو او ایتلافي هیوادونو په جمهوري پروسو څه نه وایو.٬٬

د صدر ټرمپ ځینو پلویانو بیا د نړیوالو مشرانو په څرګندونو خفګان هم ښودلی. په واشنګټن کې د څیړنیز مرکز سنټر فار سیکورټي پالیسي څیړنکار کېل شېډلر په یو ټوېټ کې لیکلي ٫٫ د خارجي مشرانو باېډن ته د مبارکۍ بیانونه د امریکا په انتخاباتو کې لاس وهنه ده.٬٬ یاد مرکز د ټرمپ د پالیسیانو پلوي ګڼل کیږي. دغه څیړنکار وړاندې لیکلي ٫٫ د دې مشرانو لپاره په دې وخت دا مناسبه نه ده چې ځان ښکاره/ درون کړي.٬٬

جو باېډن ته په غیرحتمي نتېجو کې د ګټې وروسته په مبارکۍ ورکونکو نړیوالو مشرانو کې د کینېډا وزیراعظم جسټن ټروډو هم شامل وو. نوموړي ویلي، ٫٫ کېنېډا او امریکا د غیرمعمولي اړیکو تاریخ لري – داسې تعلق چې په نړۍ کې ډیر کم لیدل کیږي. زمونږ شریکه جفرافیه، شریک احدف، ژور تعلق او مظبوطې اقتصادي اړیکې مونږ نژدې ملګري، همکاران او ایتلافیان جوړوي.٬٬

د جرمنی چانسلرې اېنګلا مېرکېل ویلي د دواړه هیوادونو تر منځه ٫٫ راتلونکې همکارۍ٬٬ ته په تمه ده او زیاته کړې یې ده ٫٫ که د خپل وخت چېلنجونه قابو کړو نو زمونږ د براعظمو لرې دغه ملګرتیا نه بدلیدونکې ده.٬٬

د سپېن وزیراعظم پېډرو سانچېز او د فرانس صدر اېمانیول مېکرون هم باېډن ته مبارکي ویلې او مېکرون ویلي: ٫٫ د نني وخت چېلنجونو مخه نیولو لپاره ډیر څه کول پاتې دي. راځۍ چې په ګډه کار وکړو.٬٬

خو د نړۍ ځیني مشرانو بیا خپلې مبارکۍ لا ودرولي دي

د مېکسیکو صدر مېنول لوپیز د خالي په ورځ ویلي، تر څو چې قانوني لانجه ختمه شوي نه وي، هغه غواړي صبر وکړي. یو خبري کانفرس ته د خبرو په وخت نوموړي‌ ویلي ٫٫ د امریکايي‌ انتخاباتو په اړه، مونږ به د قانوني شخړو تر حل کیدو انتظار کوو.٬٬

سعودي عربستان هم تر اوسه جو باېډن ته مبارکي نه ده ورکړې. د اسراېیل وزیراعظم بنجمن نېتن یاهو هم دغه شان په امریکايي‌ انتخاباتو غلی پاتې شوی.

د نړۍ ګڼو مشرانو بیا د په انتخاباتو کې د ګټونکي په اړه د څه ویلو ډډه کړې او ځیني قامي مشرانو چې د صدر ټرمپ ډیر نژدې وو لکه نېتن یاهو او هندي وزیراعظم نریندرا مودي هم په دغې اړه غلي پاتې شوي.

یواځې د هنګري وزیراعظم په شمار هغه مشرانو کې وو چې په ښکاره په انتخاباتو کې د صدر ټرمپ په حمایت کې وو، لکه څنګه چې په کال ۲۰۱۶م کې هم کړې وه.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG