لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

د سيمې او نړۍ ځینې مهم خبرونه


د امریکې صدر ډانلډ ټرمپ

د امریکا هغه ځانګړې شورا (کاونسل) چې د ۲۰۱۶ کال په ټاکنو کې د روسیې د لاسوهنې په اړه پلټنې کوي د ولسمشر ډانلډ ټرمپ له حقوقي ټیم سره پدې اړه خبرې کړي چې له ولسمشر سره مرکه وکړي.

دواړو خواوو تېره میاشت سره لیدلي خو تر اوسه پورې د داسې کومې مرکې د جزیاتو په اړه کار نه دی شوی.

د امریکا د فډرالي پلټنو د ادارې یا اف بي آی پخوانی مشر رابړټ میولر د میاشتو راهیسې په دې مسله کار کوي چې په ترڅ کې یې تر اوسه پورې په څلورو کسانو تورونه پورې شوي.

پدغو څلورو تورنو کسانو کې د ټرمپ د کمپاین یو مشر پاول منفورټ او د ټرمپ د ملي امنیت پخوانی مشر مایکل فلن هم شامل دي.

پلټونکي په دې امکاناتو هم غور کوي چې ایا ټرمپ خو به د اف بي اي پخوانی مشر جیمز کومي ددې له امله له خپلې دندې نه وي ګوښه کړی چې ګواکې په دغې مسله کې د اف بي ای کار ټکنی کړي.

-----------

د سوریې پوځ وايي، اسرایلي ځواکونو د سې شنبې په ورځ د دمشق شمال ختیځ ته د سوریې په خاوره باندې په ګڼ شمېر توغندي توغولي دي.

پوځ وویل، دوی ځینې توغندي په هوا کې ویشتي خو ځینو نورو بیا د قطیفیې په سیمه کې پوځي مرکز ته څېرمه ځینې ویجاړۍ رامنځ ته کړیدي.

د سوریې پوځ په یوه خپور کړي بیان کې دا هم ویلي دي چې دوی یوه اسرایلي الوتکه ویشتې ده.

د اسرایلو پوځ پدې اړه له خبرو کولو ډډه کړې ده.

اسرایلو په سوریه کې د ۲۰۱۱ کال راهیسې چې د جګړو پیل و کله نا کله په سوریه کې بریدونه کړیدي.

اسرایلي چارواکو تر دې مخکې دا منلې ده، چې د سوریې په خاوره کې یې په خپلو بریدونو کې د وسلو د لیږد هغه کاروانونه په نښه کړي کومو چې د لیبنان میشتې ترهګرې ډلې حزب الله پر لور روان وو.

----------

د پاکستان پوځي چارواکو د امریکا لخوا په پاکستان باندې د مرستو درولو په غبرګون کې د ترهګرۍ پرضد روانه جګړه کې له امریکا سره د استخباراتي معلوماتو راکړه ورکړه ځنډولې ده.

د پاکستان ددفاع وزیر خرم دستګیر خان یو سیمینار ته د وینا پرمهال وویل چې پاکستان تر اوسه پورې په افغانستان کې امریکايي ځواکونو ته خپلې ځمکنۍ او هوايي لارې نه دې تړلي خو په دې اړه پرېکړه به هم په یو مناسب وخت کې و شي.

خرم دستګیر خان دا هم وویل چې امریکا او پاکستان ته په کار ده په ټولو مسلو ښکاره خبرې وکړي او د دواړو هېوادونو ترمنځ د ګواښونو او مرستو د ځنډولو له امله به اړیکې ناشونې وي.

دستګیر خان ګیله وکړه چې امریکا د ترهګرۍ په وړاندې جګړه کې د پاکستان قرباني هېره کړې ده.

د دفاع وزیر دا ادعا هم وکړه چې پاکستان له خپلې خاورې څخه د ترهګرو پټنځایونه له منځه وړي خوافغان او امریکايي چارواکي د پاکستان د دا ادعا په بشپړه توګه بې بنسټه بولي.

--------------

شمالي کوریا د سې شنبې په ورځ دا ومنله چې د پیانګ چینګ په نامه د المپیک په لوبو کې به ګډون کوي.

ټاکل شوېده چې دغه لوبې به په فیبرورۍ میاشت کې په جنوبي کوریا کې پيل شي.

دغه موافقه د دواړو کوریاو د جګ پوړو چارواکو ترمنځ د خبرو اترو په ترڅ کې رامنځ ته شوه.

تمه ده لوړ پوړي چارواکي به د شمالي کوریا د اټومي ګواښونو په اړه هم سره خبرې وکړي د کومو له امله چې د دواړو هېوادونو ترمنځ تاوتریخوالی زیات شویدی.

XS
SM
MD
LG