د روس په پایتخت ماسکو کې د موسیقۍ پر کنسرټ وسلوال برید تر دوه سوه زیاتو کسانو ته مرګ ژوبله اړولې، چې د ملګرو ملتونو په ګډون ګڼ شمېر هېوادونه یې غندنه کړې او ډېرو نورو په دې برید کې د عامو خلکو پر وژنه خواشیني ښکاره کړې ده.
رویټرز خبري ایجنسۍ د روس د پلټنو د مرکزي ادارې په حواله وایي چې د وژل شویو کسانو شمېر 115 ته رسېدلی او شاوخوا 150 تنه پکې ټپیان شوي دي، خو ځینې رسنۍ د مړیو شمېر تر 120 زیات یادوي.
د روس د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماریا زخارووا په یو بیان کې ویلي، "ټوله نړیواله ټولنه باید دا وحشیانه جرم وغندي. ټولې هڅې روانې دي چې خلک وژغورل شي".
روسي چارواکي وایي د برید په تړاو یې 11 تنه نیولي دي چې وایي په هغوی کې څلور مشکوک وسلوال دي.
د روس فیډرل امنیتي اداره ایف ایس بي وایي، "ټول څلور ترهګر" په داسې وخت نیول شوي چې وایي د اوکراین د پولې په لور تښتېدل، وایي دغو وسلوالو په اوکراین کې اړیکې لرلې. وایي دغه نیول شوي کسان یې ماسکو ته منتقل کړي دي.
ملګري ملتونه:
د ملګرو ملتونو امنیت شورا ماسکو په کراسنوګورسک سیمه کې پر کنسرټ هال باندې برید په سختو ټکو غندلی او دا یې د ترهګرۍ یو "وحشیانه او ډارن" برید بللی دی. امنیت شورا د مارچ پر 22مه له برید وروسته په خپل بیان کې ویلي:
"د امنیت شورا غړو پر دې خبره ټینګار وکړ چې د ترهګرۍ د دغو د غندنې وړ اقداماتو له ذمه واره کسانو، پلانوونکو او مالي ملاتړ او مرسته کوونکو سره حساب ته اړتیا ده چې باید د قانون منګولو ته وسپارل شي".
د ملګرو ملتونو عمومي مشر انتونیو ګوتېریش هم د ماسکو برید په سختو ټکو غندلی او دا یې "د ترهګرۍ برید" بللی دی.
د ښاغلي ګوتېریش مرستیال ویاند فرحان حق په یو بیان کې ویلي چې هغه په پېښه کې د وژل شویو کسانو له کورنیو او د روس له حکومت سره خواخوږي کړې ده.
امریکا:
د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت شورا ویاند ویاند جان کربي د ماسکو پر کنسرټ هال تر برید لږ وخت وروسته په خپل لومړي خبرګون کې دا برید بوږنوونکی بللی وو او په پېښه کې د وژل شویو کسانو له کورنیو سره یې خواخوږي ښکاره کړې وه.
جان کربي یوې خبري غونډې ته په وینا کې ویلي "د پېښې عکسونه ډېر بوږنوونکي دي او کتل یې ګران دي، ښکاره خبره ده زموږ خواخوږي د دې ډاروونکې پېښې له قربانیانو سره ده".
خپله د امریکې صدر جوبایډن او د بهرنیو چارو وزیر اینټني بلینکن لا په جلا توګه تر اوسه د ماسکو د برید په اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.
اوکراین:
د اوکراین د صدر دفتر سلاکار میخایلوف پوډولیاک ویلي، اوکراین په ماسکو کې له پروني برید سره څه تړاو نه لري.
میخایلوف پر ټیلیګرام باندې په خپل بیان کې ویلي "موږ د روس له فعال پوځ او د یو هېواد په توګه له روسي فیډرېشن سره په بشپړه جګړه کې ښکېل یو او تر هر څه بالاتر به پرېکړه د جګړې په ډګر کې کیږي".
د اوکراین د دفاع وزارت د استخباراتو مرکزي ادارې په خپل بیان کې تور پورې کړی او وایي "په ماسکو کې ترهګر برید د پوټین په امر پلان شوی او د روس د سپېشل سروسز له خوا پارول شوی برید وو".
د اوکراین د استخباراتو اداره دعوه کوي چې د دې برید مقصد یې له اوکراین سره "جګړه نوره غزول او پراخول" دي. روس لا دغو تورونو ته څه جواب نه دی ویلی.
د اوکراین صدر ولادیمیر زلنسکي تر اوسه د ماسکو د برید په اړه په رسمي توګه څه نه دي ویلي.
چین:
د چین د سرکاري خبري ایجنسۍ شینهوا د رپوټ له مخې د دې هېواد صدر شي جینپینګ د روس له صدر ولادیمیر پوټین سره د ماسکو د پېښې په اړه "غمرازي" کړې ده.
په رپوټ کې ویل شوي صدر شي "په ټینګار سره ویلي چین د هر ډول ترهګرۍ مخالفت کوي، د ترهګرۍ برید په کلکه غندي او د روس د حکومتي هڅو کلک ملاتړ کوي چې خپل ملي امنیت او ارامي پر ځای کړي".
افغانستان:
د ماسکو د پروني برید ذمه واري داعش ډلې پر غاړه اخیستې ده. د طالبانو د حکومت په ګډون یو شمېر افغان سیاستوالو په خپلو غبرګونونو کې دا برید په سختو ټکو غندلی دی.
د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي دا برید یو "ترهګر" برید بللی او په سخټو ټکو یې غندلی دی. بلخي پر ایکس [مخکیني ټویټر] لیکلي، ددغسې پېښو هدف د سیمې ناارامه کول دي باید د سیمې هیوادونه یې په خلاف غوڅ او څرګند دریځ ولري:
"دا برید د بشري معیارونو څخه څرګنده سرغړونه ده. داعش چې په افغانستان او د نړۍ په نورو سیمو کې ملکي وګړي په نخښه کوي، ددغه برید په ترسره کولو یو ځل بیا دا وښودله چې دا ګروپ د استخباراتي ادارو په لاس کې دی او هدف یې د اسلام بدنامول او ټوله سیمه د ګواښ سره مخ کول دي".
له دې پرته د یورپي اتحاد، د امریکا د کانګرس ځینو غړو، ایټلي، جرمني، فرانس، جاپان، هند، وینزویلا، کیوبا، ایران، پاکستان او ګڼ شمېر نورو هېوادونو هم د ماسکو د موسیقۍ پر کنسرټ برید په سختو ټکو غندلی دی.
یادونه:- د رپوټ ډېر معلومات له رویټرز خبري ایجنسۍ اخیستل شوي دي.
Forum