لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

لوڼه ولې پلرونو ته د سړو د لاسه شوو زیاتو حال نه وايي؟


يو کال وړاندې، په امريکا کې پېل شوي مي ټو(زه هم) تحريک وروسته هم په جنسي توگه د ښځو زورونې او د دوی پر ضد جنسي سرغړونی لا هم په ګرده نړۍ کې یوه لویه ستونزه ده.

د مي ټو تحریک یو کال وروسته که یو خوا په نړۍ کې ښځو او پیغلو دا ډاډ موندلی چې د سړو د لاسه شوو زورونو په سر يې غږ پورته کړی، خو سره د دې په ګرده نړۍ کې یو شمیر پیغلې او ښځې داسې شته چې د سړو د لاسه شوو دغه جنسي زورونو په اړه د خپل کور غړو ته د څه ویلو نه ډډه کوي.

په پاکستان کې هم ډېرې ښځې او پیغلې د کار په ځایونو او د کوره بهر د سړولخوا د زور زیاتي سره او فشار سره مخ کیږي. ښځې زیات تره وخت د دغه زور زیاتو حال چاته وېلی نه شي. ځکه چې هغوي په ټولنه کې د دغه زور زیاتو حال ویلو لکبله د ځان سره د نور زور زیاتي نه ویریږي.

تیره اونۍ د امریکا وتلې ورځپاڼې واشنګټن پوسټ کې هم په دې موضوع یو تفصیلي مضمون لیکل شوی. د دغې مضمون سر خط دی ٫٫ ګرانو پلرونو، ستاسو لوڼو ماته په خپل ځان شوو جنسي حملو په اړه هغه څه اووېل چې تاسو ته يې کله هم نه دي ویلي.٬٬

د دغه مضمون لیکونکي د ځېنو هغه جینکو کېسې راټولې کړي چې ورسره د سړو د لاسه زور زیاتی شوی، خو دوي خپلو پلرونو او د کورنیو غړو ته دغه خبره نه ده کړې.

د دغه تفصیلي مضمون خلاصه د وي او ای ډیوه همکار ارباب محمود علي په پښتو کې ترجمه کړې. تاسو يې په لاندیني لنک اوریدی شئ.

please wait

No media source currently available

0:00 0:06:47 0:00

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG