لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

زلمی خلیلزاد: که سوله راځي امریکا تیاره ده افغانستان کې وسله کیږدي


د افغانستان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد نن د خالي یا شنبې په ورځ ویلي د سولې خبرو اترو وروسته ټولې ډلې وسله ږدي او وړاندیز يې کړی که چرې د طالبانو سره د سولې روانې خبرې اترې ښه نتیجه ورکوي نو امریکا دې ته تیاره ده چې په افغانستان کې وسله په زمکه کیږدي.

زلمی خلیل زاد دا تازه بیان په داسې ورکړی چې تیره ورځ افغان طالبانو د نوموړي د وسلو غورځولو د بیان په ځواب کې ویلی وو چې دوي (طالبان) وسلې نه غورځوي.

د خالي يا شنبې په ورځ په خپل ټوېټ کې زلمي خلیل زاد لیکلي ٫٫ د سولې خبرو اترو یا پروسو په پاېله کې ټولې ډلې وسلې غورځوي. ټولې ډلې په دې رضا کیږي چې تشدد کم کړي او جګړه پرېږدي، چې د سولې پروسې نتیجې ترلاسه شي او دا د دوي اخلاقي ذمه واري هم وي. مونږ دغې کار ته تیار یو.٬٬

ښاغلي خلیلزاد دوه ورځې وړاندې هم دټوېټر دلارې وویلي وو چې د طالبانو سره د خبرو ورستۍ ناسته پېل کولو په وخت هغه یې په دې خبره ټینگار کړي چې ٫٫ افغانان، چې د دوی (د طالبانو) وروڼه او خوېندېدی، د دې جنگ خاتمه غواړي.٬٬ خلیلزاد وویلي وو "دا وخت دی چې وسله وغورځول شي، تشدد ودرول شی او امن ته غاړه ورکول شي.٬٬

د طالبانو ترجمان ذبیح الله مجاهد هم په ټېوېټر د جمعې په ورځ خلیلزاد ته ځواب ورکړو او وې یې ویل خلیلزاد دې "زمونږ د وسلې د غورځولو خبره هېره کړي."

طالب ترجمان وویل غوره خبره به دا وي که چېرې د "تصور" پرځای امریکايي استازی د کابل حکومت دپاره د نور انساني او مالي زیان مخه ونیسي. هغه زیاته کړه چې زلمی خلیلزاد دې "ځمکني حقایق ومني."

رویټرز وايي خلیلزاد په طالبانو د سولې غږ په داسې حال کې کړی دی د افغانستان په بېلا بېلو سیمو کې سخته جگړه دوام لري او طالبانو په لویه کچه سیمې نیولي او یا یې د خپل اثر د لاندې راوستي دي.

هم نن (خالي/ شنبې) په ورځ د افغان طالبانو ویاند سهیل شاهین اېسوسي اېټډ پرېس خبري ادارې ته په یو پېغام کې ویلي، په دوحه کې د امریکا سره روانو خبرو اترو کې د امریکايي عسکرو د افعانستان نه وتلو په اړه موجوده فاصله یا لرې والی کم شوی.

نوموړي ویلي په روانو خبرو اترو کې دواړه خواو یعنې امریکا او افغان طالبانو د افغانستان نه د امریکا يي او ناټو عسکرو د ویستلو په اړه نوي وړاندیزونه کړي کوم چې په افغانستان کې د ۱۸ کالو راهسې روانې جګړې ختمولو لپاره یو مهم ګام کیدی شي. خو نوموړي ویليد اخیرۍ نتیجې ته رسیدلو لپاره لا هم خبرې رواني دي.

دغه نوي وړاندیزونه څه دي ؟ په دې اړه د طالبانو ویانه نور څه نه دي ویلي.

د افغان طالبانو ځنو هغه غړو چې د سولې پروسې نه خبر دي وړاندې د نوم نه ښودلو په شرطاېسوسي اېټډ پرېس ته ویلي چې امریکا غواړي د افغانستان نه د خپلو ۱۴ زره عسکرو ویستلو لپاره یو نیم کال وخت واخلي، خو افغان طالبان بیا غواړي چې دغه کار دې په شپږو میاشتو کې ترسره شي.

امریکې دا وخت په افغانستان کې شا او خوا ١۴٠٠٠ عسکر پرځای کړې دي چې د القاعده او د طالبانو په جگړه کې د افغان امنیتي ځواکونو تربیه کوي.

د زلمي خلیزاد په مشرۍ کې امریکايي استازو د په قطر کې د طالبانو سره پنځه ناستې کړې دي او دواړو فریقنو پکې د افغانستان څخه د خارجي ځواکونو د انخلا او د ترهگرۍ د مخنیوي په موضوعاتو د پرمختگ خبره کړې ده.

طالبانو تر دا وخت د ډزبندۍ او د افغان حکومت سره نیغ په نیغه د خبرو نه ډډه کړې ده.

د جمعې په ورځ په کابل کې د صدر اشرف غني په غوښتنه شوي لوې جرگې په طالبانو د اور بند او په افغانستان کې د سیاسي دفتر د پرانېستلو غږ وشو. طالبانو د جرگې غوښتنې رد کړې.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG